هوګو لارنس؛ پر پاکستان به فشار نور هم زیات شي

0 972

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي، واشنګټن به د خپلې نوې سټراټېژۍ له مخې د افغانستان په اړه پر پاکستان فشار زیات کړي.
هوګولارنس چې نن یې په کابل کې په هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له مشر جنرال جان نیکلسن سره یوځای په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، که پاکستان په سیمه کې دترهګرو ډلو ضد عملي ګام پورته نه کړي، زیات زیان به وکړي.
ښاغلي لارنس طالبانو ته په خطاب کې وویل، د جګړې او یا هم د سولې مذاکراتو کې د یوه د ټاکلو پر مهال له دقت کار واخلي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسن د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا له نوې سټراټېژۍ په هرکلي سره وویل، امریکا او ناټو به اجازه به ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي امن ځای بدل شي.
هغه زیاته کړه، طالب او داعش ډلو ماتې خوړلې او امریکا به ډېر ژر په دې جګړه کې بریالۍ شي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د سټراټېژۍ له مخې په افغانستان کې د ناټو ماموریت دوام ولري او له دې وروسته به د جګړې په میدان کې هېڅ ډلې ته وخت ور نه کړل شي چې سرپورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply