د ټرمپ سټراټېژي، سیاسي وینا که په زړه پورې اشتهار؟

0 847

له کشمیر سره د افغان ربړې د اواري پېیل، پاکستان ته د امریکا نوی امتیاز

دوښمن باید تعریف شي، ملي ګټې ښايي ټاکلی او مدون تعریف ولري. ډېری پر تعریفونو پورې داسې کلک نښتي یو چې تر‌اوسه مو پر هېڅ ټول‌منلي تعریف سلا نه ده راغلې.

دا مو له یاده ایستلې چې ځینې مفاهیم، اصطلاحات او ارزښتونه د ثابتو حقایقو او واقعیتونو په څېر اظهر من الشمس وي، د کوم تعریف لغوي او اصطلاحي مانا د را ایستلو او توږلو اړ نه اوسي.

هغوی چې د تعریفونو لالهاندي ور په برخه وه، اوس پر دې سترګې پټوي چې ښايي سټراټېژي هم تعریف کړای شي.

پر هغه څه چې ولسمشر ټرمپ له اووه میاشتني ترخه او اوږده انتظار وروسته خوله بېرته کړه سټراټېژي ګڼل کېدای شي؟

په ټوله کې داسې ښکاري ښاغلي ټرامپ نیم ساعت له تلوسو ډکه وینا یا موعظه ورکړې وي، که څوک یې وینا یا موعظه نه ګڼي؛ نو له یوه په زړه پورې اعلان او اشتهار پرته بل څه نه‌شي ګڼل کېدای. هغه اشتهار چې له ټکو کلماتو او صحنو سره د ټرمپ د بریالۍ لوبې څرګندوی بلل کېږي.

د ښاغلي ټرمپ د وینا ډېری برخه پر هماغو ګواښونو او څرګندونو راګرځېدله چې ښاغلي بوش او اوباما دواړو په خپلو غبرګو دورو کې پرې ټینګار کاوه.

پاکستان ته یو په بل پسې خبرداري، د ترهګرو  د له منځه وړلو هوډ، له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنې، د فساد پر‌ضد پر پراخه مبارزه ټینګار او داسې نور، هغه څرګندونې دي چې له ډېر تکراره به یې اوس د امریکايي مقاماتو پر ژبو ويښته را ختلي وي.

په دومره توپیر چې دا ځل د ټرمپ په وینا کې د پاکستان له‌پاره د خبرداري ټکي نوکی زیږه او کراړ وو، که نه نور پر هماغو ګواښونو لکه د مرستو ځنډ او بندولو باندې بیا ځلې شخوند وهل شوی دی.

د ښاغلي ټرمپ تر وینا لږ وروسته چې افغان او امریکايي مقامات د دې وینا په شرحه او د شرحو په شرحه لګیا وو او پر یو شمېر پاکستاني مقاماتو یې بندیزونو او تور نوملړ ته د غورځولو وړاندوینې کولې، په اسلام‌اباد کې د امریکا سفیر د پاکسان د دفاع وزیر خواجه اصف لیدو ته ورغی او ده ته یې د امریکا د سفر بلنه ورکړه، یوازې دا نه، پاکستان  ته یو بل ستر امتیاز ورکړل شو، هغه دا چې د افغان ربړې اواری د کشمیر له اوار ي سره وتړل شو.

یو نیم کال وړاندې مشاهد حسین سید دا خبره را اخیستې وه، خو هغه وخت زموږ شنونکيو ځمکه و اسمان سره یو کړي وو، خو اوس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا خبره له هغه په څرګندو ټکيو را پورته کړه، ټولو ګونګه روژه نیولې ده.

د ټرمپ د وینا تر ټول مهم ټکی دا و چې د عسکرو زیاتول او وتل یې شرایطو ته پرېيښي، خو شرایطو ته به دی پخپله خوښه خپل تعریف را باسي. په دې توګه په راتلونکې کې هر ډول غیر مترقبه پرېکړو ته د ده مخه پرانیستې ده، که خوښه یې شوه او ګټو یې ایجابوله په افغانستان کې به پاتې وي، که نه وځي به.

افغانستان ته به د شرایطو د نوعیت او څرنګوالي په ښوولو او خوښولو کې ځان پړ یا مکلف نه ګڼي.

ټرمپ وايي ده د خپل فطري شعور خلاف پرېکړه وکړه، که نه ده به د پوځونو د ایستلو اعلان کړی وای.

ټرمپ په څرګنده ویلي چې امریکا نور افغانستان ته سپین چکونه نه‌شي ورکولای، دا هغه غوښتنه ده چې افغانستان باید له فساد سره خپله رښتینې مبارزه پراخه، ګړندۍ او بریالۍ کړي.

ټرمپ په ډاګه کړه چې په افغانستان کې یوازې له ترهګرو سره پر جګړه ځان اړ ګوري، خو پر ملت جوړونه نه‌شي بوختېدای. ملت جوړونه په حقیقت کې هېواد جوړونه ده، په داسې حال کې چې له بون کنفرانسه تر دې اوسني دوه سره حکومته، ټولې ناکامۍ د امریکا د لاس‌وهنې او ناسمو پالیسیو پایله ده.

د روسیې په خبره د ټرمپ د بېهوده پالیسۍ په ننګه ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله دواړه په یو وخت البته په لږ توپیر راووتل، دواړه د دې په اصطلاح تګلارې پر ننګه او ملاتړ په خپلو کې په مسابقه کېوتل، د ټکيو او لغتونو په یو څه توپیر ومنل شوه چې د ټرمپ د تګلارې په اعلان افغانستان نور له ابهام څخه راووت، له همدې ځایه دواړو غټانو په یوه خوله ډاډ څرګند کړ چې د امریکا دریځ اصولي و، اصولي دی او اصولي به وي.

د دوی په خبر له دغې تګلارې د ګډو ګټو څرګند تعریف را منځ ته شو، ځکه خو د دوی په خبره افغانستان دغه روښانه تعریف ته په ډېر صبر انتظار وکړ.

د خلیل‌زاد له سترګو ښایي نور د افغانستان د ولسمشرۍ خوب تښتېدلی وي، ده چې په پخوا کې ځان د سیاسي زلزلو مرکز ګاڼه د ټرمپ له تګلارې به هر‌کلي ویلي چې امریکا باید ډېر ژر د افغانستان له‌پاره ځانګړی استازی وټاکي چې له افغان حکومت سره د اصلاحاتو په چاره او د سټراټېژي په بري کې ګډ کار وکړي.

د ښاغلي خلیل‌زاد دغه خبره په حقیقت کې د ځانګړي استازي پر چوکۍ د ځان د ټاکلو عریضه ده.

هند له افغانستان سره دد مودو دودیزه دوستي پالي؛ چې د ټرمپ له تګلارې یې عمر ډېر اوږد دی.

دلته هند ته پام ګرځول د افغانستان د ګټو په موخه نه، بلکې له چین سره د سیالي نوی لید‌لوری په نښه کړی، د پاکستان په پلوي د چین سخت غبرګون د همدغه ټکي څرګندوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply