چين؛ د پاکستان دويمه څېره/ خوشحال آصفي

0 925

پیکینګ هم د اسلام آباد په ملاتړ، له کابل سره دښمني اعلان کړه

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې نور د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه زغملی نه شي او پر ضد به يې اقدام وکړي؛ چین له امریکا غوښتي چې د پاکستان ملي حاکمیت او د دغه هیواد مشروع اندېښنو ته درناوی وکړي. تيره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندويې ويلي «پیکینګ د افغانستان په اړه له امریکا سره د همکارۍ غوښتونکی دی خو د افغانستان په موضوع کې د پاکستان د مهم رول باید یو وار بیا یادونه وکړي.» دغه چینايي چارواکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن سره په ټليفوني خبرو کې ويلي چې د پاکستان ځمکني حاکمیت او مشروع اندېښنو ته دې درناوی وشي.

څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ د افغانستان او پاکستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه چې په کې د افغان امنيتي ځواکونو پياوړي کول او پر پاکستان فشارونه شامل دي. د دغې ستراتيژي د اعلان سره سم ځينو هيوادونو په ځانګړې توګه چين او روسيې له اعلان شوې ستراتيژۍ سره خپل مخالفت اعلان کړ. دامریکا د نوې ستراتيژۍ پر وړاندې چین او روسیې دریځ بدلون موندلی او دوی فکر کوي چي ګواکي په سیمه کې دیوې نوې جګړې پیلامه اعلان شوې ده. چینایې چارواکو په نوې ستراتيژۍ باندې د پاکستان په ګټه نیوکې کړي او ویلي يې دي، چې پاکستان د ترهګرۍ ستر قربانی هېواد دی، خو امریکا يې یادونه نه ‌ده کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې چين له پاکستان سره خواخوږي څرګندوي؛ بلکې له ودې وړاندې هم کله چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې په تاوتريخجن حالت کې وې؛ هم چين څو ځلي هڅه کړې وه چې کابل او اسلام آباد سره پخلا کړي او په يو نه يو ډول پاکستان ته برات ورکړي. خو اساسي پوښتنه اوس دا ده چې چين ولې د پاکستان ننګه کوي؟

لومړی: په افغانستان کې د چين او پاکستان سياسي رقيب يو دی. چين هم لکه د پاکستان په شان په افغانستان کې د هندوستان له نفوذه ډار لري. کله چې د پاکستان او افغانستان اړيکې بيخي ترينګلې شوې وې او افغانستان د پاکستان څو پلاوي نااوميده پاکستان ته رخصت کړل؛ چين فکر وکړ چې د افغانستان په سياست کې د پاکستان څنډې ته کېدل به په افغانستان کې لا نور د هندوستان نفوذ ته زمينه برابره کړي. هماغه و چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو رغولو د منځګړيتوب وړانديز يې وکړ. اوس هم چې چين همدا ويره لري چې که چيري په افغانستان کې د پاکستان لاسونه لنډيږي نو ځای به يې هندوستان نيسي؛ نو د همدې لپاره د پاکستان ننګه او د افغانستان په اړه د امریکا له ستراتيژۍ سره مخالفت کوي.

دويم: چين نه غواړي چې د سياست په نړيوال ډګر کې د پاکستان حيثيت ته صدمه ورسيږي. له کله نه چې د پاکستان اصلي ترهګره څېره نړيوالو ته معلومه شوې چې په نړۍ کې ترهګري خپروي؛ نو ورسره سم چين هڅه پيل کړې څو د پاکستان دغه تللی حيثيت بيرته ژوندی کړي. پاکستان د خپل ناوړه سياست له امله چې په خپل کور کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه ورکوي؛ د غربي هيوادونو له بې اعتمادۍ سره مخ شوی دی. وروستۍ بېلګه يې د خپل کلک ملاتړي هيواد (امريکا) مخالفت او پر وړاندې يې تند دريځ دی. چين نه غواړي چې پاکستان دې په سيمه کې اوسنی اهميت چې د ترهګرو د روزلو له امله يې ترلاسه کړی؛ له لاسه ورکړي. همدا ده چې وخت ناوخت يې د ملاتړ او ننګې غږ اوچتوي.

تر اوسه افغانانو چين ته د يو منصف دريېمګړي په توګه کتل او داسې باور موجود و چې ګويا چین په افغانستان کې اقتصادي اوسیاسي ګټې لري، په تېره بیا د دې هېواد امنیتي وضعیت ته اندېښمن دی. همداراز افغانانو داسې انګېرل چې د افغانستان له ګاونډي هيواد پاکستان سره د چین نږدې اړیکو ته په پام سره چين کولای شي د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي. خو کله چې د افغانستان د سولې څو پرله پسې څلور اړخيزې غونډې ترسره شوې او چين په کې د افغانستان په اړه کوم مثبت رول ونه درلود؛ نو په کرار کرار افغانان د چين په اصليت پوه شول. اوس په تازه کې د پاکستان په خلاف د امریکا له تندې ستراتيژۍ له اعلان وروسته چې کله چين د پاکستان په ملاتړ او ګټې غږ پورته کړ نو افغانان يې سم وپوهول چې چين هم د پاکسان دويم نوم دی. چين هم د پاکستان په پل پل ږدي او له افغانانو سره خپله دښمني پالي. له افغانانو سره ځکه دښمني پالي چې د افغانستان له دښمنه ملاتړ او ننګه يې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply