پاکستان کې جهادی تنظيمونه په ښکاره فعاليتونه کوي/ نوربادشاه يوسفزی

0 905

د امريکا د ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې سټراټيجۍ کې پاکستان په دې تورن کړی چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او هغه په افغانستان کې بيا د افغانستان ولس، عسکر او خاص بيا د امريکه په عسکرو بريدونه کوي، امريکا وايي د ترهګرۍ د نوغی باسلو په پار دوي د پاکستان سره 255 ميلين ډالره مرستې کړي خو دوی د ترهګرو سره د جنګ پرځای پټ په پټه د هغوی ملګرتيا کړې او له امريکا سره يې درغلي کړې.

پداسې حال کې چې ټرمپ د پاکستان په ټولو حقيقتونو خبر شوې او په پاکستان يې نيوکې کړي د پاکستان په سياسي او فوځی ليډرشپ يې سخت د فشار سره مخ کړی خو بيا هم پاکستان د خپلو پاليسو لاس ندۍ اخيستې، هم هغه شان ترهګر په کليو او ښارونو کې خپاره دي خلک ترهګرۍ او جهاد ته هڅوي.

د لوی اختر د قربانۍ په مناسبت سره د پاکستان په هر ښار کلی کې د ترهګر مذهبی ګوندونو خلک لګيا دي او د کاپيرو سره د جهاد کولو په پار د ناپوهه خلکو نه د قربانۍ څرمن ټولوی، پدغه جهادی ګوندونو کې البدر، لشکر جنګوی، جيش محمد، سپاه صحابه، جماعت اسلامی جماعة الدعوة او نور ډېر ګوندونه شامل دي.

دغه مذهبی ترهر ګوندونو پوسټرې په لارو کوڅو او څلور لارو کې لګيدلی او په جار پرې ليکل شوي چې د خپل مجاهدينو سره مرسته وکړئ، مجاهدين هغه خلک دي  چې په افغانستان کې عام وګړي، دولت امريکه او د ناټو عسکر وژني، دوي په هند او کشمير کې ترهګري کوي، دغه ترهګر ګوندونه سوريه،عراق افغانستان ته ترهګر استوي، دوي په حقيقت کې ټول يو قوت دی خو کارونه په جلا جلا  نومونه ترسره کوي.

د مذهبی ترهګر ګوندونو دغه جهادی خلک ناپوهه خلکو ځوانان جهاد ته هڅوي، هغوي ته تربيت ورکوي، څه فکر کوئ چې يو ترهګر ګوند څنګه په يو هيواد کې د هغه هيواد دولت  پرته فعاليتونه کولۍ شي؟

نن د اختر د ورځو شپو په مناسبت هم ترهګر ګوندونه د څارو څرمنې ټولوي، دا هم هغه خلک دي کوم چې هم د دې معصوم ولس د وژنو زمه دارۍ قبولوي، خو فرق يې دا دی چې دوي خپل فعاليتونه په بيله بيل نومونه کوي نور هغه زوړ ملا زړې تراويح په مثال دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply