ولسمشره سیستم ایجاد او وژغوره! /د. سعیدی

0 1,007

ولسمشره سیستم ایجاد او وژغوره! د ولسمشر نه تقاضا کول چې دغه وژغوره او هغه وژغوره زما په آند دېر ځلي بې ځایه، نادرسته او غیر معقوله خوښتنې هم دي. سلیم عقل او سلیمه دولت داري وایي سیستم ایجاد، فعال او ريښتنې محتوی ورکړه او وژغوره. هغه سیستم چې د چا د غوږ د غوڅيدو او خوړل کېدو پوښتنه او د عدالت تأمین دغه برخه کې ستا اشارې او ستا هدایت ته منتظر پاتې نه شي. ولسمشره په هرڅه کې چې ستا کار نه دی مداخله مه کوه. ولسمشره د هماغې اولې وعدې سره سم غوړه مالان له چار چار پېره لیرې کړه او هغو ته فرصت ورکړه چې ستا نواقص او خطاء ګانې ، رغنده نظر، ترخه حقایق درته ووایي او د حل لار هم درته په ګوتو کوي.

د انګلستان پخوانۍ صدراعظمې پوښتنه وشوه ولې بعضې وزیران دېر ګورې او بعضې لږ؟ هغې. په جواب کې وویلې: زه هغه وزیران او د حکومتی سکتوري مشران ‌‌‌‌‌‌ډېر ګورم او دملاقات وخت ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر ورکوم چې هم مشکل راته په ګوتو کوي او هم د حل لاره. دا یو شمېر یواځې مشکل په ګوته کوي خو د حل لار نه لري. هغه افراد او اشخاصو ته فرصت ورکړه چې درته ووایي چې د مسجد، جماعت خانې او تکیه خانې تر مېنځ فرق شته او پېنځو وختو لمونځ، د جمعې د لمانځه اجراء کوونکو او نه اجرا کوونکو تر مېنځ فرق شته او داسې توصیې چې د دیني مسلکي اشخاصو او خبره ګانو د اعتراض موجب شي مه کوه. هو مسلمانان سره ورونه دي او مختلف برداشتونه د دین له اصولو او فروعو او مذاهب یو طبعي خبر ده او د انسان وژنه، ترور او دهشت حرام کار دی. اما ددې خبرې او ددې ضرر پر بنیاد تفریط کول هم مجاز نه دي چې د مذاهبو د له مېنځه وړلو هڅې او سپارښت افادې وکړو. د اقوامو د له مېنځه وړلو هڅې وکړو. زه ستانه دا نه غواړم چې هغه او دغه وژغوره. زه ستا نه دا غواړم چې د مجازات او مکافاتو سیستم فعال کړه او د دغه او د هغو د ژغورلو پر ځای هغه مؤظفین چې تا ګمارلي او ستا نه معاش خوري او د کار په اجرا کې یا عمدي یا در بې کفایتي په وجهې تعلل کوي او یا د سرباز حق خوري او ښه اکمالات نه کوي او غلا کوي او د تخلف او قانون شکنۍ د وجود سره سره متناسب اجراات نه کوي او خپل وجایب نه اجرا کوي، عدالت او قانو پرې تطبیق کړه. محاكم، عدلي او قضايي مراجع داسې فعالې کړه د ملت او حق آواز شي او قانون تطبیق کړي. هر اداري حکم باید د خپلې ادارې لخوا (اوتوریمیدوره) او يا بیا د محکمې لخوا د تحقیق او څېړلو د فرصت لرلو شرایط برابر کړه.

ملي اجماع ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان ټول مطرح عناصر، احزاب او سازمانونه دې ته تعهد وکړي چې د قانون حاکمیت او د قانون دیکتاتوري مني او ټولې خواوې په ده باور لري چې عدالت عادل او د قانون په چوکاټ کې کار کوي. نو ولسمشره سیستم داسې سیستم ایجاد کړه او ایجاد شوي سیستمونه توحید او هماهنګ کړه چې عین قضیه مثلاً درې حاکمیتي ارګانونه تر غور لاندې نیسي او پر عین قضیې او … درې خولې شخوند وهي. داسې سیستم چې هر مرجع او هر دولتی کادر هغه کار وکړ چې د هغه آمر ضرورت هلته وي‌‌‌‌‌‌ډو په دې توګه انسانان د دوامداره اوږد کار په سختیو کې بې ځایه او بې ضرورته استهلاک نه شي او په دې توګه کار یې هم مؤثریت د لاسه ورکړي.

د. سعیدی

4/9/2017

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply