افغان هوايي ځواكونو ته د ۱۵۰ چورلكو مرسته

0 1,186

ټاكل شوې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواك د پياوړتيا په موخه د دفاع وزارت ته ۱۵۰ چورلكې وركړي.

د دې چورلكو د جوړولو قرارداد تېره ورځ د امريكا د دفاع د وزارت لخوا تاييد شوى دى. دا قرارداد چې ټول ارزښت يې څه باندې ۱،۳ ميليارده ډالره دى د اېم ډيم د چورلكو جوړولو امريكايي كمپنۍ ته وركړل شوى دى.

ټاكل شوې ده چې دا كمپنۍ به د افغانستان هوايي ځواك ته ۱۵۰ دانې اېم ډي ۵۳۰ اېف ډوله چورلكې جوړې كړي. سربېره پر دې دا كمپنۍ به د چورلكو ټول تجهيزات او د پيلوټانو د روزنې چارې هم پر غاړه واخلي.

دا چورلكې به د ۲۰۲۲ م ميلادي كال تر نيمايي پورې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال كې ده چې امريكا پخوا هم د ۷۲۷ ميليونو ډالرو په ارزښت د هوايي پوځ سره د تجهيزاتو مرسته كړې وه.

TRT Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply