نانسي نوره موږ سره نشته

0 1,020

نانسي نوره موږ سره نشته?

کله چې ځناورو افغانانو( !) کابل موزیم لوټ کړ، دغه بوډۍ د ګولیو په باران او د راکټونو په قیامت کې ورغله او هلته یې د ټوپکوالو زنې ونیولې، چې مه یې لوټئ، مه یې ماتوئ، مه یې سیزئ ! ټوپکوالو ټېل وهله او ورپورې ویې خندل …
کله چې تورلینګیو تش په نامه افغانانو ( !) د بامیانو مجسمې ونړولې دې وژړل او ناروغه شوه…
کله چې پردیو هېوادونو د افغانستان ځینې لوټلي تاریخي میراثونه په خیرات کې بېرته افغانستان ته ورکړل، دې وخندل او په سترګو کې یې ځلا پیدا شوه،
کله چې خبره شوه، د طلاغونډۍ خزانه ( د باخترګنجینه ) له لوټ تالان څخه خوندي پاتې ده، له خوښۍ په جامو کې نه ځاییده…
د افغاني تاریخ او فرهنګ یوه خواخوږې او زړه سواندې انا بېګاه په کابل کې مړه شوه، اروا یې ښاده ! یاد یې ژوندی.
له هغې سره مې د فرهنګي ملګرتیا شل کاله پوره شول، خو هغه نوره تللې ده !
د هغې مرګ یو پیغام لري :
پر خپلو فرهنګي ـ تاریخي شتمنیو زړه وسیزئ، او که نه نوره نو (نانسي. ایچ. دوپري) نه شته، چې پرې وژاړي !
عبدالغفور ليوال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply