استاد سعدالدين شپون ومړ

0 1,643

د وطن نامتو ليکوال استاد سعدالدين شپون تېره شپه د امريکا د ويرجېنيا ايالت په يوه روغتون کې د ۸۴ کالو په عمر وفات شو.
دی له څه مودې راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت و.

استاد شپون په پښتو نثر او په تېره بيا داستاني ادبياتو کې نوموتی ليکوال ګڼل کېده. ارواښاد شپون خپلې لومړنۍ زده‌کړې د کندز په خان‌اباد ولسوالي کې کړې وې، د لېسې دوره یې د کابل په حبیبیې کې پای ته رسولې وه او په متحدو ایالتونو کې یې ماسټري اخیستې وه.

استاد شپون د افغانستان د علومو اکاډمي غړیتوب درلود او شاوخوا ۲۰ کاله يې په امریکا غږ راډیو کې د خبریالي دنده لرله.
د و، نه و، يو شپون و، شین ټاغی، د بنګي غاړه، ګټیالی، د سمڅې ياران، د مچۍ ځاله او ښايستو په ګډون یې ځينې داستاني اثار چاپ شوي دي. پرخه پر ترخه د استاد شعري ټولګه وه.

د دې تر څنګ يې له څو کالو راهيسې په تاند وېبپاڼه کې ګڼې ادبي، فرهنګي او ټولنيزې ليکنې خپرېدې.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ويلي، ولسمشر غني هېواد ته د استاد شپون د جنازې د لېږد لګښت په غاړه اخيستی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply