عام تاثر بلکې حقیقت دادی چې ناامنیو او جګړو د پرمختایي چارو او بیا رغونې مخه ډب کړې ده، خو زه یوه داسې بختوره سیمه او ولسوالي تاسې ته در ښيم چې د خدای په فضل د شیطان غوږونه دې کاڼه وي، د ډز غږ نه دی پکې اورېدل شوی. له طالب، داعش، القاعده او جنګسالارانو خوندي ده، محلي پولیسو او اربکیانو ته نه ده اړ شوې، د امریکايي بمباریو او شپنیو عملیاتو له ناتاره په امن ده.
خو دغه له جګړې او ناامنیو خوندي ولسوالي د پرمختیايي چارو داسې یوه بېلګه او ماډل نه دی ګرځېدلی چې د ناامنو سیمو وګړي د امن او سولې بهیر ته د خپلو سیمو ور اړولو ته په ورماتولو، جنګالیو ته د پېغور ګوته لکه وساتي چې دا تاسې یاست چې د جګړو او مرګونو له لاسه مو د دغو سیمو سوکالي او د پرمختګ مخه ډب کړې ده، که نه وګورئ هلته چې جنګ نهشته، څومره پرمختګ شوی، خلک څومره سوکاله، هوسا او بسیا دي؟
د بشپړ امن دغه ولسوالي کامه ده، ان چې ګوشته یې هم له برکته له جګړو او ناامنیو خوندي سیمه ګرځېدلې ده. له بده بخته چې د دغې سیمې له جنګځپلیو هغو سره توپیر په دې کې دی چې ټوپک او ګولۍ ته یې د خبرو فرصت او مجال نه دی ورکړی، له دې پرته یې د ژوند په منډه او پرمختګونو کې برخه هومره خواره ده لکه د نورو جګړو ځپلیو سیمو چې ده.
کامه ښايي یوه نمونه او مثال ګرځېدلی وای، د امن، سولې او پرمختګ یو مثال پېژندل شوی وای.
کامه ښايي اوس له ټولو ښاري اسانتیاوو برخمنه وای، کامه له جلالاباده د ښاري ژوند او اسانتیاوو د خپلولو زیات ظرفیت لري. کامه تر جلالاباد خوندي او په امن ده، نه یوازې له داعش، طالب او جنګسالارانو خوندي ده، بلکې له غله او غدوي هم په امن ده، له قومي شخړو او ترینګلتیاوو هم څنډې ته ده، خو کامه بیا هم بېرته پاتې ده. په کامه کې چې د پرمختګ کوم ګام پورته شوی خلکو په خپل نوښت او شونتیاوو پورته کړی، حکومت یوه تيږه پر بله نه ده ایښې، د حکومت مخ په کامه کې تور دی، سر یې کامې او کاموالو ته ټیټ دی.
زه د کامې نه یم، د ننګرهار هم نه یم، زه د یوه جنګ ځپلي ولایت اوسېدونکی یم، ما د خپلې سیمې خواري د جګړې زېږنده بلله، تر ډېره بریده حقیقت هم دغسې دی، ځکه خو مې ټوله پړه پر طالب ور اړوله، له طالبه مې دغه خواري او بېوزلي انګېرله، ما ویل زما سیمه د جګړې له لاسه برباده ده، ټول مصیبتونه او بلاوې له جګړې راته ښکارېدل، ما ویل که جنګ نه وای اوس به دا سړکونه ټول پاخه وو، روغتیایي خدمتونه به هرې کورنۍ ته رسېدلي وو، هر کلي به ښوونځی لرلای، هر ماشوم ته به د ښوونځي لاره او دروازه پرانیستې وای.
خو په کامه کې جنګ نهشته، کامه سرحدي ولسوالي ده، کامه حکومت نه کامهوالو د جګړې له بدمرغیو ساتلې ده، دا کريډيټ د حکومت نه، د کامهوالو دی.
د حکومت کریډيټ دا کېدای شوای چې د کامې الوتې بڼه یې ور بدله کړې وای، کامه د یوه مډرن ښار له ټولو اسانتیاوو برخمنه وای.
راځئ کامه د پرمختګ نمونه، سيمبول او ماډل وګرځوو، له کامې یې پیل کړو، ناامنه سیمو او وسلهوالو ته وښيو چې که جګړه نه وي د کامې په څېر سوکالي او پرمختګ ستاسې برخلیک ګرځېدلای شي.
ما له یوه کامهوال دوست سره د کامې پر دغه ځانګړنه خبرې کولې ویل یې، ولې ورته د دوښمن پام اړوې؟
ما ویل راځئ له جګړو څخه د کامې د خوندیتابه تجربې عامې او را وسپړو.
کامه د افغانستان یونان دی، هلته ډېر ستر هدفونه، لویې ارواوې، ملي، علمي، سیاسي او ادبي ولیان خښ دي. راځئ د کامې له دغه فضیلته ګټه پورته کړو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320