د یادونو پر څلي د اوښکو نذرانه / عصمت قانع

0 1,467

شهرت ننګیال مې یار و، چې زړه به مې راوپړسېد؛ نو د پېښور د ګوړو منډیي ته به ولاړم، په کرایي کوټه به ورننوتم. له ورایه به د یوه تاند ځوان رڼو او ځیرکو سترګو په ژر ژر ځنبېدلو کې هر کلی راته ووایه.
د ۱۲۰۰ کلدارو پر پاکستاني سترنجۍ به سره کېناستو او د خپل جهاد د بري په پای کې به د جوړېدونکي افغانستان پر څرنګوالي باندې په بحث سره واوښتو.
ده به راته ویل چې د عدل نظام به جوړېږي، تر اوسه پورې موږ ته پردو د نظامونو او حکومتونو نقشې راکولې، اوس چې زموږ ملت راويښېږي؛ نو د خپل ملت په زور به د خپل وطن د ګټو او مفاداتو هغه افغانستان جوړوو چې زموږ د ارمانونو تابلو پکې زموږ د توی شویو وینو رنګ راپورته کړي.

عجیب معصومیت و، عجیب احساس و، اوس چې فکر کوم د یوه بې‌هوشه قمارباز په څېر مې د معصومو ارمانونو او هیلو ټوله پانګه لوټل شوې ده او د تن جامې مې هم د قمار د میدان له جیزګرانو سره ګاڼه یا ګرو پاتې دي، هيڅ نه دي راته پاتې، هر څه رانه لوټل شوي دي.

جهاد د هوس د میدان د څو بزکشو پهلوانانو هغه سخوندر ته پاتې دی چې څوک غواړي د امریکا تر دایرې پورې یې ورسوي او څوک یې د ایران او پاکستان تر دایرې پورې رسول غواړي، خو د ملت د وینو تابلو لا هماغسې پر څټ پرته ده. لا د وینو او اوښکو باران پرې اوري، لا هم د اسمان په شنه لمن پورې د وریځو تور او لوغړن پېڅولونه نښتي دي، لا هم د اسمان شنه کېږدۍ د لوخړو تورو لوګیو پر سر اخيستې ده.

د دنیا له ګوټ ګوټ څخه جنګیالي راغلي دي او دلته د خپلو راتلونکو نسلونو او وختونو د مفاداتو جګړه کوي، خو هغه ملت چې ما او ننګیال یې د راڼه سباوون خوبونه د پېښور په ګوړو منډه‌یي کې یو بل ته تعریفول، نن د مرګي په خوب ویده دي او یا خو مړه دي او په دې څلور کنجه دنیا کې داسې څوک نه‌شته چې دغه ملت د مرګ پوسټ ماتم وکړي، یعنې د مړینې عدلي لایسنس یې اجرا کړي.
څوک یې دین نه مني او څوک یې دنیا، څوک یې پر هویت منکر دي او څوک یې پر موجودیت، څوک یې د تاریخ دوښمن دی او څوک یې د جغرافیې، څوک یې سهارونه لوټي او څوک یې د تورو ماښامونو ستوري په بډه وهي.
های ننګیاله! یاد دې شي چې ویل به دې دا رهبران دلته رهبران دي چې د افغان وطن د ګټو حکم د اسلام‌اباد له لوري ورکول کېږي.

په والله که په افغانستان کې د دې خلکو په خوله څوک تریخ پیاز وخوري. که نن د وسلو ګودامونه او د کلدارو اکاونټونه د اسلام‌اباد له لوري وتړل شي دا رهبران دومره معنوي توان نه لري چې د افغانستان پر خلکو دې د یوه ساعت له‌پاره هم د رهبرۍ او زعامت برم جلال او پرتم پرېباسي.

هماغه رهبران په کابل کې د وسلو ګودامونه او د ډالرو اکاونټونه لري او ستا هغه باتور ملت رګ هم نه ښوروي، کوم چې تا د غلو او لوټمارانو د محاکمې او محاسبې لاپې او شاپې پرې وهلې.
ستا تر ملت خو عربان هم ښه شول، خپل غله خو یې په رڼا ورځ تر څټ ونیول، ستا تر ملت خو د مرکزي اسیا تر روسي استعمار لاندې تاجکان، ازبکان، ترکمنان او قرغیزیان هم ښه شول.

لږ تر لږه د دنیا د ګټو دومره ستر ناورین د لوبو الې خو نه دي ترې جوړې، ستا تر ملت د ایتوپیا د دوښمنو قبیلو ناجوړه ملت هم ښه دی، لږ تر لږه د فهیم په څېر د جمهوري ریاست معاون خو نه لري «اوس چې دا کالم خپرېږي د جمهور رييس لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم دی.» د عطا په څېر بې‌سواده خو پکې والي کېدای نه‌شي.
ننګیاله! له ۳۲۲ کالو وروسته نن یو ځل بیا ستا یاد زما د لېمو پر اسمان وریځ شوی دی او څاڅکي څاڅکي اوري.
بس د الفاظو یوه بې روحه تابلو ده در وا یې خله!

ننګیال ته!
له اوښلنو سترګو توی چې څومره نم دی
هغه رنګ ستا د خامې، ستا د قلم دی
د رنځور وطن انځور په کې ښکارېږي
زړه دې نه دی، خو تصویر د جام جم دی
ستا د سترګو په کاسه کې عدن ښکاري
ستا صنم لا د ارمان د کور صنم دی
د غمونو څومره لویه پانګه ساتې
چا ویلو د احساس انګړ دې کم دی
د ګلانو وریځ بل وطن ته ولاړه
د سرو وینو باران ستا پر وطن تم دی
زموږ په چیغو اولس ویښ نه‌شو، ویده دی
سرنوشت مو د خوشحال په څېر په غم دی
د مغل پر سوټه اچوي ګوزونه
د پښتون ټغن څغۍ ته متار سم دی

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply