د هندي سېنما مشهوره کورنۍ چې کلونه یې مور و پلار پر بالیووډ راج چلولی، ښکاري چې نور څنډې ته شوې دي.
د دهرمیندرا او هیما ملاني نومونه به مو ډېر اورېدلی وي، هغه دوه کسان چې د میني لهپاره یې مذهب پرېښود، خو اوس د بالیووډ پر اسمان د دې کورنۍ ستوري ډېر نه ځلېږي او همدا دلیل دی چې په دې وروستیو کې فلم جوړوونکې کمپنۍ زړه نه ښه کوي چې کار ورسره وکړي.
سنيدېول چې د خپل وخت مشهور ستوری و او اوس یې یو نیم فلم نندارې ته وړاندې کېږي، له خپل ورور بوبيدېول سره د خپل نوي فلم پوسټربوایز د پروموشن پر مهال ویلي، دا یې ډېر ځوروي چې ورور یې څوک په فلم کې نه اخلي، ځکه هغه داسې ستوری دی چې ډېر وځلېده، خو یو دم هر څه سرچپه شول.
سنيدېول دا خبرې داسې مهال کولې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې او په ماڼېجن حالت کې یې پر فلم جوړوونکیو نیوکه کوله چې بوبيدېول ته د کار زمینه نه برابروي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320