بُست پوهنتون د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ/سحرګل سحر

0 1,603

 

يونسکو (UNESCO) د ملګرو ملتونو لخوا په علمي، ساينسي او کلتوري برخو کي یو سازمان دی چي په (۱۹۴۶ م) کال رامنځته سوی دی، دفتر یې د فرانسې  هیواد  د پاریس په ښار کښي دی، تر دې مهاله ۱۹۵ دولتونه او ۱۰ نړيوالي اتحاديې يې غړيتوب لري او ددې ترڅنګ په زرګونو پوهنتونونه ورسره راجستر دي، ددې ارګان موخه په نړيواله کچه د علمي، ساينسي او کلتوري برخو تقويت او ملاتړ دی.

بُست پوهنتون چي دهلمند ولایت دلښکرګاه ښار په زړه کي موقعیت لري، په ۱۳۹۱ کال کي د علمي او اکاډميک پرسونل سره په هلمند کي په فعاليت پيل وکړ، بُست پوهنتون د خپلو ټولو منسوبينو د رښتيني زيار په نتيجه کي، د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۳ کال په هغه ارزونه او کتنه کي چي د هيواد د (۸۰) څخه په زياتو د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو او  مؤسسو کي ترسره سوې وه،  د (۸۸.۳) نومرو په ترلاسه کولو سره په ښه درجه تر  ټولو لومړی ځای خپل کړ .

له هغه وروسته د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۴ کال د هيئتانو د ارزوني او کتني په نتيجه کي د بُست دلوړو زده کړو مؤسسې څخه  و پوهنتون ته ارتقاء وکړه، چي د لوړو زده کړو وزارت سره د ۲۱ . ۶. ۱۳۹۴ نېټې په ) ۱۶ ( مسلسل نمبر او ) ۶۸۳ ( ثبت نمبر راجسټر دی، تر دې مهاله په شپږو پوهنځیو کي په زرګونو محصلین لري او ددې ترڅنګ په حقوقو، اقتصاد او انجنيرۍ کي يې څلور دورې محصلان هم فارغه کړي دي.

همدارنګه بُست پوهنتون په (۲۰۱۶ م) کال کي د کیفیت د نړیوال سازمان یا (ISO) International Organization for Standardization  غړیتوب ترلاسه کړ چي دهغه غړیتوب پر بنسټ بُست پوهنتون له هغو نړیوالو معیارونو له مخي فعالیت شروع کړ چي نړیوال پوهنتونونه یې کوي او څارنه او ارزونه یې هم د همدې (ISO) سازمان لخوا ترسره کیږي.

په همدې ترتیب بُست پوهنتون  په (۲۰۱۷ م) کال کښي د ایراسموس فلس پروګرام ( Erasmos + Program)  له لاري خپل څو تنه محصلین د هسپانیې هیواد ته د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره ولیږل چي اوس هم هلته په زده کړو عملاُ بوخت دي او همدارنګه په (۲۰۱۸ م) کال کي هم پلان لري چي د همدې ایراسموس فلس پروګرام له لاري خپل محصلین بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره ولیږي.

بُست پوهنتون د هيواد د لوړو زده کړو په نافذه قوانينو، مقرراتو او لايحو کي ټاکل سوي معيارونه او د پوهنتونونو نړيوال معیارونه تر ډېره بريده پوره کړي دي چي له همدې ټولو لاسته راوړنو له کبله یې د يونسکو(UNESCO) نړیوال غړیتوب ترلاسه کړ او د يونسکو(UNESCO) د نړيوالو معتبرو پوهنتونونو په ليست کي ثبت سو، همدارنګه د يونسکو لخوا چي هر کال د نړیوالو پوهنتونونو دنومونو لپاره د ثبت کتاب ( International Handbook of Universities ) چاپوي، د ۲۰۱۸ کال په کتاب کي يې هم د نړیوالو پوهنتونونو  د نومونو په کتار  کي  نوم ثبت سو.

ددې ترڅنګ یو بل ویاړ چي هغه نه یوازي د هلمند ویاړ دی بلکي د ټول افغانستان ویاړ دی هغه دا چي  يونسکو په هر هيواد کي د پوهنتونونو په برخه کي یو ځانګړی سفير لري، چي خوشبختانه په افغانستان کي یې د بُست پوهنتون مؤسس ښاغلی احمد جان پوپل د سفير په توګه وټاکل سو.

د يونسکو(UNESCO) د غړیتوب په ترلاسه کولو سره اوس د بُست پوهنتون تحصيلي اسنادو نړيوال اعتبار تر لاسه کړ، اوس ددې پوهنتون فارغه محصلان د نړۍ په هر ګوټ کي په معتبرو پوهنتونو کي زده کړي کولای سي، د بُست پوهنتون تحصيلي سند د يونسکو په غړو هيوادونو کي په کاري، تحصيلي اونورو برخو کي منل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply