ډاکټر دې وي، خو داسې

0 969

زموږ ډاکټران دې خدای لري، څه به ورته ووایوو، له پنډ پنډ درمل ورکولو پرته یې بله لار نه ده زده، د میني او عاطفې په اړه خو یې پوښتنه مه کوئ.
خو راځئ په سرخط کې نن یو بل عجیبه مطلب ولولئ.

وړاندې مو درته خپاره کړي و چې په چین کې یوې ښځینه ډاکټرې د دې له‌پاره چې ناروغ ورسره د ارامۍ احساس وکړي، ځان په خپل کلتوري شکل سینګاروه، خو اوس تر دې هم ښه ډاکټر پیدا شوی.

کیسه داسې ده چې د شانګهای پروفیسرانو یوه طبي اله جوړه کړه چې له مخېيې یو شمېر معاینات کېږي، خو کله چې د شانګهای روغتون مرستیال ډاکټر فینګ زو ته راورسېده، نوموړي مخکې له دې چې د ناروغانو رنځ پرې تشخیص کړي، لومړی پر ځان تجربه کړه.

ډاکټر زو وايي، دا کار یې ځکه وکړ چې څو مالومه شي، ناروغ له دې معاینې څومره درد ویني او بیا وروسته هماغه ډول معاینات وشي چې اړتیا ده، څو د ناروغ له زیات اذیت څخه ډډه وشي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply