“په هلمند کې د طالبانو يوه قوماندان په خپل واده کې ۲۵۰۰۰۰ ‌ډزې کړې

0 2,830

“واده دې مبارک شه، واده”
په هلمند کې د طالبانو يوه قوماندان په خپل واده کې ۲۵۰۰۰۰ ‌ډزې کړې

سرخط ورځپاڼه
مومن خان په شېرينو مين و، جلاد خان پر شمايله زړه بايللی و، موسی خان به د ګل‌مکۍ اندېښنو خوب ته نه پرېښود، طالب جان به پر کتاب پروت و او د ګل بشرې خالونه به يې يادول، ظريف خان په مابۍ پسې ناقراره و، خشکيار تر شاترينه نه تېرېده، قطب خان به نازو په خوب ليده، دلی د شهو مينه‌وال و، ادم خان د درخانۍ په غم کې ناقراره و، تور دېو پر چونګښه زړه بايللی و، طالب قوماندان د يوه قاچاقبر پر لور مين شو او د واده په شپه يې له خوشحالۍ پنځه‌ويشت زره ډزې وکړې.

دا واده په هلمند کې د دېوانو د پاچا په واده مشهور دی او څه موده وړاندې د مارجې په نهم بلاک کې شوی دی.
د واده زلمی د طالبانو د اسلامي امارت يو سيمه‌ييز قوماندان دی او نجلۍ يې د سيمې د يوه قاچاقبر لور ده.
کيسه داسې پيلېږي چې د ملا سحر په نامه د طالبانو يو قوماندان په مارجه کې د يوه قاچاقبر پر لور زړه بايلي.
وروسته له زور او جرګو دواړو کار اخلي او د پنځه ميليونه افغانيو په بدل کې دغه نجلۍ ځان ته په نکاح کوي.
د ملا سحر بړېڅي او چڼي د واده ورځې ته توپکان او نورې درنې وسلې غوړوي او د واده په شپه پر مارجه قيامت راټيټوي.
په دغه شپه د واده په مراسمو کې د ملا سحر بړېڅي پنځه ويشت زره فايرونه کوي او د مارجې اسمان په مرميو پوښي.

عجيبه لا دا ده چې په دغه واده کې د ناوې پلار زوم ته يوه نادره ډالۍ ورکوي.
دی خپل زوم ته د واده په تحفه کې يو هشتاد و دو توپ، يو ار پي جي راکټ، يوه بې‌غږه تمانچه، يو طلايي ساعت، قيمتي موټر او جامې ورکوي.
خو تر هغه جالبه لا دا ده چې د واده په سهار ملا سحر ورکېږي، د مړي او ژوندي درک يې نه مالومېږي، يوه داسې اوازه راځي چې زوم کوټې ته پر لاره ليدل شوی، خو بيا يې يوه مياشت لوری نه مالومېږي.
سرخط په دې اړه له بېلابېلو سرچينو سره اړيکې ټينګې کړې او بلاخره وتوانېده چې د دېوانو د زوم څرک مالوم کړي.
موږ ته رسېدلي مالومات ښيي چې ملا سحر له اصله د فراه دی، پلار يې جبار اکا نومېږي او په قوم نورزی دی.
کلونه وړاندې جبار اکا په مارجه کې دهقاني نيسي او تر دې اخيري کالونو پورې هلته د بزګرۍ ژوند کوي.

وروسته د مارجې په تعميرانو بلاک کې ځمکه اخلي او خپل پټی پيدا کوي، خو زوی چې يې لويېږي طالب کېږي او بيا په سيمه کې د بې‌شمېره ځوانانو وينې تويوي.
په ديارلس سوه شپږ اتيايم کال کې ملا سحر د امريکايانو په يوه چاپه کې نيول کېږي او بيا دوه کاله په باګرام زندان کې بندي کېږي، خو وروسته بېرته خوشې کېږي.

ملا سحر له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته بېرته هلمند ته ځي، وسله پورته کوي او د طالبانو امارت يې په مارجه کې قوماندان ټاکي.
دی په سيمه کې د تارياکو پيسې ټولوي، له قاچاقبرو سره اړيکې جوړوي، له کروندګرو باج اخلي او بيا يو وخت د مارجې د يوه قاچاقبر پر لور زړه بايلي.
که څه هم دغه نجلۍ په عمر خامه ده، خو ملا سحر يې د پنځه ميليونه، يا پنځوس لکه افغانيو په بدل کې ځان ته په نکاح کوي.
د دغې نکاح پر مهال ملا سحر يوه بله ښځه هم لري او دا يې دويم واده و چې پنځه ويشت زره ډزې په‌کې وشوې.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي، کله چې د کوټې شورا د ملا سحر په دې کار خبرېږي، له ده څخه وېره احساسوي چې دغه کس ورته دويم ملا منان نه شي، نو هغه و چې د واده په شپه ورته حال رالېږي چې سهار دې د اذانو پر مهال د واده له بسترې راولاړ او کوټې ته ورشي.
ملا سحر يوازې يو نږدې کس خبروي چې کوټې ته يې غوښتی او بيا چې کوټې ته رسېږي، هلته يې د کوټې شورا تري تم کوي.

دی پنځه ويشت ورځې د کوټې په کچلاغ سيمه کې د طالبانو په يوه سرای کې بندي ساتل کېږي او د بې‌وسلې کولو او مرګ ګواښونه هم ورته کېږي.
بالاخره ملا سحر طالب مشرانو ته ډاډ ورکوي چې سرغړونې به نه کوي، د دوی امرونو ته به غاړه ږدي او تر دې وروسته به د تارياکو او باج پيسې هم يا امارت ته سپاري، يا به يې د امارت د مشرانو تر مشورې وروسته پر خپلو چړچو لګوي.
هماغه دی چې ملا سحر بېرته راخوشې کېږي او اوس هم په مارجه کې د ګڼ شمېر طالبانو د جنګ قومانده په غاړه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply