انوشکا او ویرات تیاری پيل کړی، خو پوهېږئ څه ډول؟

0 1,143

د هندي سېنما د مشهورې ستورې انوشکا شرما او د هند د کریکټ د ملي لوبډلې لوبډل‌مشر ویرات کوهلي د مینې له داستانونو خو به خیر یاست، خو راځئ له تازه خبرو یې په سرخط کې خبر شئ.

کیسې دې ځای ته رسېدلې چې اوس ویرات له انوشکا سره د راتلونکي له‌پاره تیاری پیل کړي، خو دا تیاری داسې نه دی چې ګنې په ګډه یې کوم کور اخیستی او یا یې هم د ګډ ژوند کولو پرېکړه کړې، بلکې یوازې سوداګریزه ملګرتیا یې قوي شوې ده.

ویرات او انوشکا اوس په ګډه جایدادونه اخلي او سوداګري کوي.
وړاندې ویرات او انوشکا په ممبيي کې زیات جایدادونه اخیستی وو، خو اوس یې په نوي ډیلي کې هم د کروړونو روپیو مارکېټ اخیستی او همدا ډول یې یو لوی رسټورانټ پرانیستی دی.
که څه هم ویرات په ځلونو د انوشکا په اړه خپل نېک نظر څرګند کړی، خو انوشکا بیا تر اوسه د ویرات په اړه څه نه دي ویلي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply