پاکستان، هند او افغانستان / عطاءالله خان حیران

0 1,042

د پاکستان د لومړي وزیر عباسي وروستۍ څرګندونې چې د هند او افغانستان د ښو اړیکو په اړه یې کړي دي ډېرې ماشومانه او د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره مداخله ده له دې نه ښه ثبوت نور څه شی کېدلی شي؟ له دې څرګندونو څخه د پاکستان نیت او دوه مخي توب ښکاره معلومیږي،  افغانستان که له هرهېواد سره اړیکې جوړوي نو له پاکستان څخه به اجازه اخلي او یا به یې د پاکستان په خوښه جوړوي؟ له دې جمال کوټې ته ورته څرګندونو څخه د تور پنجاب تور او شوم هدف په ښه توګه معلومیږي، چې ددوی غوښتنې څه دي او دوی څومره د افغانستان استقلالیت مني.

موږ به اوس د ستراتیژيک د ښمن په خاطر خپل ستراتيژيک دوست له لاسه ورکوه؟ پرپاکستان د ټرمپ نوې تګلارې دومره سر ګرځولی دی چې  له همغې ورځې څخه د پاکستان یو دولتي او  حکومتي چارواکی په سور نه دی غږيدلی.

که له دې نورو ټولو خبرو تېرشو، موږ به له یوداسې هېواد سره په ښو اړیکو ښه ښکاره شو چې نړۍ ته ټيکنالوژي صادروي او که هغه هېواد سره په ښو اړیکو ښه ښکاریږو چې زموږ په شمول نړۍ ته ترهګر او ترهګریز فکرونه صادروي.؟ بیا په کوم اعتبار له پیل نه تر دې دمه پاکستان په خپله کومه ژمنه وفا کړې ده او له پیل نه تر دې دمه یې له موږ سره څه کړي دي کوم وحشت او بربریت دی چې پاکستان دې په افغانستان کې نه وي کړی؟ کرزي شلو نه زیات سفرونه پاکستان ته وکړل او په هرسفر کې ورته پاکستان له شلو زیاتې ژمنې ورکړې خو په کومه ژمنه عمل وشو؟ اشرف غني چې څنګه واک ته ورسېد  لومړۍ غېږ یې پاکستان ته پرانسته دومره مینه یې پاکستان ته ورکړه چې ډېرد راز تړونونه یې هم ورسره لاس لیک کړل ډېره راشه درشه سره وکړه خو نتیجه څه شی شوه؟ غني ولې له پاکستان څخه مخ واړوه؟ دا ټول هغه څه دي چې د پاکستان درواغجنه توره ترهګره څېره موږ ته را پېژني که افغانستان د پاکستان پرځای د اسرایلو ګاونډی وی  په دا حال به نه وی له پاکستاني څخه موږ افغانانو ته یهودي ښه دی اسرایلی ښه دی هرڅوک ښه دي هندوستان خو زموږ تاریخي او هغه دوست هېواد دی چې هروخت یې موږ ته په سخته کې لاس راکړی دی او تل یې زموږ لاسنیوی کړی دی او پاکستان برعکس زموږ د لاسونو د غوڅولو کوښښ هر وخت کړی او کوي یې.

دیوه خپلواک هېواد په توګه دا دافغانستان حق دی چې له چاسره څنګه اړیکې جوړوي په دې کې هېڅ ګاونډی هېواد حق نه لري چې په د ې اړه خپل نظر څرګند کړي پنجابک اوس هم کوښښ کوي چې په افغانستان کې دې ددوی د خپلې خوښې حکومت وي او دوی چې ورته څه وايي هغه ومني پنجاب اوس هم د افغانستان استقلالیت نه مني او نه ورته د یوه خپلواک هېواد په سترګه ګوري د شاهد خاقان عباسي دا وروستۍ څرګندونې یې ښکاره ثبوت دی او دا خبره یوازې عباسي نه دپنجاب نورو سیاسیونوهم  کړي، دوی اوس  هم  په پخوانيو خوبونو کې خوبونه ويني موږ دې پنجاب په رسمیت نه پېژنو ته راته  فرمایشونه رالیږې.

پرنمک حرامو نه معلومیږي پرپاکستان باندې دوه ځلې حمله  وشوه ۶۵ کې پاکستان له هند سره په جګړه وه او موږ ته ښه موقع وه خو افغانان د چا له مجبوریته ګټه نه اخلي په دویم ځل ۷۱ کې ورباندې حمله وشوه  او د پاکستان ۹۰۰۰۰ پوځینان هندوستان ونیول او زندانونه یې ورباندې ډک کړل، داهغه بد وختونه ول چې پاکستان په کې راګېروه خو د ګاونډ ګیرۍ له اخلاقونه مجبور افغانانو پاکستان ته هېڅ ونه ویل کنه دا هغه طلايي چانسونه دي چې افغانستان له  لاسه ورکړي دي خو ددې ښو په بدل کې پاکستان له افغانانو سره وحشت او بربریت کړی دی کله چې د پاکستان په اړه خبره کونو لږ به تاریخ ته سر ور ښکاره کو چې دی څوک وه او څه یې کول او اوس څه کوي.

هند په دوستۍ هرافغان فخر کوي ځکه چې هندوستان موږ ته ترهګر نه رالیږي هندوستان له موږ سره مرسته کوي هندوستان زموږ پرمختګ خوښوي هندوستان زموږ په کورنیو چاروکې مداخله نه کوي هندوستان زموږ ځوان کهول ته ترهګرییز فکرونه نه ورکوي د وحشت او د دهشت مدرسو کې افغانان نه روزي د افغانستان بربادي نه غواړي د افغانستان د بنسټيزو پروژو مخه نه نیسي هندوستان له افغانستان سره په هربرخه کې چې د افغان حکومت خوښه وي مرسته کوي هندوستان خپلې مرستې نیغ په نیغه د حکومت په چوکاټ کې له افغانستان سره کوي هغو ډلو ټپلو سره چې د افغانستان په ورانۍ کې لاس لري مرسته نه کوي او داسې نور… نو ځکه افغانان له هندوستان سره مينه لري هند خپل دویم کور ګڼي نو ځکه یې نفوذ ورځ تربلې زیاتیږي هر افغان ځان د هند د احسانونو پوروړی ګڼي او پاکستان د هند برعکس نو موږ افغانان څه لیوني سپي خوړلي یو چې خپل ستراتژيک دوست د ستراتژيک د ښمن لپاره پرېږدو؟ پاکستان دې هم د هند په څېر خپله دیپلماسي و کاروي د هند په څېر دې افغانستان خپل دوست هېود وګڼي ترهګر دې نه رالیږي د وحشت او بربریت ټېکداري دې پرافغانانو مخکې نه بیا یي افغان هغه ملت دی که نن هم پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي افغانان به یې ستاینه وکړي دا خو نو څوک له چاسره نه  مني چې

ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه

د خپل خون په تور به ونیسم یو پل څوک

د هند او افغانستان په دوستۍ که د پاکستان زړه چوي موږ وایو همداسې چودلی ښه دی همداسې سرګردانه ښه دی افغان حکومت باید همدغه تګلاره چې د پاکستان په اړه یې غوره کړې ده وساتي او د پاکستان په درواغجنو وعدو او د مکر په خواخږیو تېرنه وځي پاکستان یعنې وحشت پاکستان یعنې بربریت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply