هېره شوې شربت ګله او د حکومت ناغېړې / عبدالواحد رضوانزی

0 1,215

 

دې وطن کې هر څه نمایشي او د ځان ښودنې ننداره ده، کاري مسوولیت او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول له چارواکو پاتې دي، ډېری وخت یې د خپلې څوکۍ په ساتلو، چاپلوسۍ او د فېسبوک په کمپاین لګېږي. ډېری چارواکو د فېسبوک پاڼو او د فیسبوکي حسابونو د چلولو لپاره یو تن یا څو تنه نیولې وي؛ معاش یې د ملت له بودیجې ورکوي. هر څو دقیقې وروسته یې پوښتې فلانکې تصویر مې څو لایکونه واخېستل او د فلاني جلسې راپور څو لایکونه واخیستل؛ دوی له خدای دومره نه وېرېږي څومره چې له فېسبوک وېرېږي او فېسبوک خپل ځان ته د کمپاین ښه وسیله بولي، څه به مو سر خوږوم راځم اصل موضوع ته.

هغه شربت ګله چې د سترګو ځانګړې ښکلا یې تر اوسه په نړیواله کچه د دې هېواد د ښکلا او پېژندنې الګو ده، هغه شربت ګله چې انځور یې په پاکستان کې د افغان کډوالو په یو کیمپ کې د مک کیوري کیمرې خوندي کړ او تر ننه په ډېرو نړیوالو نندارتونونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې د کډوالو د بې وسۍ او غریبۍ کیسې کوي، پوهېږئ په هغې نن سبا څه تېرېږي؟

کله چې شربت ګله پاکستانې پولیسو په دې تور چې ګواکې د پاکستان جعلي پېژندپاڼه یا شناختي کارډ یې اخېستی دی ونیوله او د ګران هېواد دا ستر ویاړ او ابرو یې د تورو تیارو او زندان مېلمنه کړه؛ په پاکستان کې د افغان دیپلوماتانو پاملرنه ورواغوښته دا داسې مهال دی چې د دې پېښې د پېښېدو د مخه د دې سترې مېرمنې هېڅ ډول احوال زموږ دیپلوماتان نه لري. که څه هم د شربت ګلې په خلاصون کې د هغوی دا هڅې د ستایلو دي خو بدبختانه چې تر ډېره بریده یې نمایشې او کمپاینې بڼه درلوده، زه غواړم له هغه څه مو خبر کړم چې تر اوسه یې ډېرو ته په اړه مالومات نشته دی.

کله چې پاکستاني پولیسو د شربت ګلې په کور چاپه اچولې او هغه یې زندان ته بوولې وه د چاپې پر مهال یې د هغې له کوره ۲۷۰۰ ډالر او ځینې نور قیمتي توکې پولیسو له ځان سره وړې وو، د شربت ګلې د کورنۍ یو تن غړي غوښتل چې د پېښور په یوه محکمه کې د پولیسو خلاف قضیه وچلوي، او دپولیسو له لورې لوټل شوی مال ترلاسه کړي؛ د دې کار لپاره هغه اړ وو چې د شربت ګلې په استازیتوب وکالت خط ولري تر څو د هغې په استازیتوب محکمه کې راڅرګند شي، هغه وکالت خط جوړ کړ، پېښور کې افغان کونسلګرۍ ترې سره د دې چې پوهیدل دا د مظلومې او بیچاره شربت ګلې وکالت خط دی د تصدیق ۵۰ ډالره فیس اخېستی دی، له تصدیق وروسته وکالت خط باید د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړی وای. پېښور کونسلګرۍ کې د افغان کډوالو د آتشې د رئیس جلیلي سکرتر ورته ویلي دي چې څه به اسلام آباد ته ځي، وخت دې هم لګېږي او پیسي دې هم مصرفیږي؛ ما ته ۵۰۰۰ روپۍ راکړه درته به یې تایید کړم. هغه وکالت خط ورکړی، سکرتر صیب پرې جعلي ټاپه لګولې ده او وکالت خط یې ورسپارلی دی. د شربت ګلې د کورنۍ غړي وایي، ماته د شربت ګلې وکیل وویل چې دا ټاپه خو به جعلي نه وي، ما ورته وویل چې نه ولې به جعلي وي! محکمې د ټاپې د تایید لپاره خط د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلي وو، هغوی ورته یوه نېمه میاشت وروسته ویلي دي چې په خط لګېدلې د تایید ټاپه جعلي ده. محکمې د شربت ګلې د کورنۍ د غړي د نیولو امر کړی دی؛ هغه چې خبر شوی دی افغانستان ته تښتېدلی دی.  ۵۰۰۰ روپۍ یې هم لاړې شربت ګله لا بدنامه شوه، ۲۷۰۰ ډالر او نور قیمتي شیان یې هم وسوځیدل.

وطن ته په راستنېدو یې په ارګ کې د جمهوررئیس له لورې تود هرکلی وشو، تقدیرنامې وویشل شوي دیپلوماتانو پرې کرېډیټ واخېست. جمهوررئیس امر وکړ چې شربت ګلې ته دې په کابل کې اپارتمان ورکړل شي، په پیل کې دا دنده کاملې صدیقي ته چې هغه مهال یې په جمهوري ریاست کې کار کوه او اوس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معینه ده وسپارل شو، هغې شربت ګله قصبه کې پراته زاړه د مکرویانو په څېر بلاکونو ته بوتله، لومړي پوړ کې یې دوه اطاقه داسې اپارتمان ورکوه چې هېڅ سیستم یې جوړ نه وو، بد بوي وو او ډېر بد حالت کې وو، اوبه یې نه درلودي، برېښنا یې نه وه او ښیښې یې ماتې وي؛ شربت ګلې د اپارتمان له تسلیمۍ انکار کړی دی. کامله تللي او شربت ګله په میدان پاتې شوي ده؛ کاملې ته یې زنګ وهلی چې موږ ځو جلال آباد ته، کاملې د دې لپاره چې ونه شرمېږي په منډه ځان شربت ګلې ته رسولی دی هغه یې کانټیننټل ّهوټل ته بوولې ده، هلته یې د ۹ ورځو له تېرولو وروسته ورته شیرپور کې په کرایه کور نیولی دی، ورته یې ویلي تر څو چې تاسې ته بل اپارتمان پیدا کوم دلته اوسېږئ. شربت ګله تر ننه په هغه کور کې اوسېږي د څو میاشتو کرایه یې نه ده ورکړي هره ورځ یې د کور مالک کور ته ولاړ وي؛ هغه سوداګرېزه سیمه ده د میاشتې ورپسې له ۲۰۰۰۰ زیاتې افغانۍ بیل راځي، د څو میاشتو د برېښنا بیل هم پرې پاتې دی.

دري میاشتې کېږي چې د مالیې وزارت ته د یو مکتوب له لارې حکم شوی دی چې د شربت ګلې د کور کرایه او د برېښنا بیل ورکړي، په دا درې میاشتو کې چا د مکتوب ورقه  نه ده اړولي، مالیې وزارت یې کورنۍ ته وایې موږ سره ډېر مکتوبونه دي صبر وکړئ چې ستاسې نوبت ورسیږي. د شربت ګلې کورنۍ د اپارتمان د نه ورکړې ستونزه په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره شریکه کړې ده او د ګواښ په توګه یې ورته ویلي؛ که حکومت اپارتمان نه راکوي موږ جلال آباد ته ځو کرایه اوسېږو یا بېرته پاکستان ته ځو، زاخیلوال صیب ورته ویلي لاړ شئ، زه به ګلاب منګل ته ووایم که  کوم کور درته جلال اباد کې په کرایه پیدا کړي؛ دا هڅه هم ناکامیږي او د زاخیلوال صیب له لورې زړه ماتونکی ځواب ترلاسه کوي. شربت ګلې ته د اپارتمان د پیدا کولو دنده اوس داوود نورزي ته سپارل شوې ده، هغه یې کورنۍ ته ویلي دي تاسې کور خوښ کړئ موږ به یې درته واخلو، هغوی کور خوښ کړی دی اوس نورزی صیب ورته نن او سبا کوي؛ غولوي یې.

هغه بي بي شربت ګله چې په ارګ کې یې تود هرکلی وشو او ټول ترې د ځان مطرح کولو په پار ګرم تاوېدل نن بې سرنوشته ژوند کوي، افسوس داسې هېواد کې اوسو چې رټل شوې جنګسالاران او بدنام غاصبین په کې اوچت بلډنګونه، مجلل محلونه لري خو داسې یوه مېرمن چې نړۍ کې د افغانستان پېژندنې سمبول دی او سترګې یې د نړیوالو په زړونو کې لار اوباسي بې سرپناه او بې سرنوشته اوسي. په ستر څښتن قسم چې شرمېږو، ډېر د شرم ځای دی، که زموږ ګاونډي هېواد خبر شي چې شربت ګله یې له دې ځایه په داسې جوش او خروش کې بوتله اوس داسې بې سرنوشته ده رسنۍ به یې راباندې هره ورځ د ریشخند شخوند وهي، آی کاش چې دلته د شرم  په نوم هم خلکو څه پېژندلی!!!.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply