ننګرهار کې حکومت شته؟ / عطاءالله خان حیران

0 904

ننگرهار چې د علم او ادب په ټاټوبي پېژندل شوی و، په غالب گمان ۵ کاله وړاندې ورته د سولې د ټاټوبي نوم هم ورکړل شوی و، په افغانستان کې یو له هغو ولایتونو څخه گڼلی کېده چې خورا ښه امن پکې و، خلک په کې شپه او ورځ بېغمه گرځېدل هېڅ ډول ویره له چاسره نه وه تجارانو پکې د ډاډمن امنیت له امله ښه پانگونه هم وکړه، وړو او غټو تجارانو بېغمه خپله سوداگري پکې کوله.

 ننگرهار ته به جوپې جوپې خلک له نورو ولایتونو په چکر راتلل، دلته به یې ورځ او شپه نیمه تیره کړه بېرته به تلل. نه په ننگرهار کې دغه شان جدي امنیتي ستونزه وه او نه پر لویه لاره. خو… ( اوس دې یادونه افسانې ښکاري) نن د سولې په ټاټوبي کې د بمونو مور استعمال شوه چې د نړۍ په یوه جگړه کې ورته د استعمال اړتیا نه ده پيدا شوې نن د ادب په ټاټوبي کې هغه څه کیږي چې په باړه کې نه کېدل نن د سولې او د ادب ټاټوبي ننگرهار ته خلک باړه وايي خو دا له باړې سره ظلم دی زیاتی دی ځکه چې باړه په خپل وخت کې دغه شان شهرناپرسان نه وه لکه نن چې ننگرهار دی نن سبا په ننگرهار کې انسان تښتونه، قتلونه غلاوې په رڼا ورځ کېږي پخوا پکې دغه شیان د شپې چا نه شوی کولی په ننگرهار ښار کې څوک د سړک پرسر او یا د ښار په منځ کې په موبایل خبرې نشي کولی غله یې ورڅخه تښتوي له ښځو څخه بیکونه تښتول کیږي د ښارپه منځ کې نامسوله وسله‌وال داسې ازاد او په فلمي ایکشن کې گرځي ته به وايې چې په ننگرهار کې د حکومت په نامه هېڅ شی شتون نه لري ډېره جالبه خبره خو لا داده چې د ولسوالیو ولسوالان چې کله ښارته راځي نو طالبانو ته پیسې ورکوي چې ولسوالۍ ونه نیسي او یا پرلاره ورباندې بريد ونه کړي.

۲۰۰۹ کال کې طالبان د ننگرهار په لرې پرتو سیمو کې نه ول خو نن د ښار په درې کیلو مترۍ ته راوځي پاټکونه یې اچولي او خلک تالاشي کوي خو د مشرانو د جرگې ریيس مسلمیار په داسې وخت کې د ننگرهار د امنیه قومندان کابل ته راغواړي چې په ستاینلیک یې ونازوي ځکه چې دې وخت کې ننگرهار کې غلا، قتلونه شکونې، تښتونې او ناامنۍ اوج ته رسېدلي دي. والي هم نشته سرپرست والي هم امنیه قومندان دی اود خپلسرو قومندانانو خپلسري وسله‌وال په ښار کې پرموټر سایکل داسې لراوبر گرځي ته به واويي چې د کوم فلم شوټينگ روان دی هېڅ دې یقین نه راځي چې دا به د ننگرهار ښار وي په ولایتي ادارې نیوکه نشې کولی که چېرته چا د ننگرهار په ولایتي ادارې نیوکه وکړه اول ورته د مرگ گواښ کوي که بیا یې هم په ولایتي ادارې نیوکه وکړه بس هسې هم شهرناپرسان دی وژني یې د ننگرهار ولایت ویاند به هم رسنیو ته ووايي چې ناپېژنده وسلوالو یو ځوان نن ما ښام وژلی دی او بس خبره ختمه.

قومی جوړښتونه یې لمنځه وړي میدان یې په لوی لاس ځانته شغالي کړی دی بس د والي چې څه زړه وغواړي هغه کوي موږ د ښاغلي گلاب منگل په شخصیت او پوه شک نه لرو خو دا پوښتنې موږ ته ضرور راپيدا کیږي چې ښاغلي په هلمند کې څه توره وکړه چې بیا یې راوست د قبایلو وزیر یې کړ، هلته یې څه توره وکړه چې د ننگرهار والي یې کړ د کار سړی د کار په میدان معلومیږي ننگرهار خو د ده له راتگ سره په باړه بدل شو ننگرهاریان نه پوهیږي چې دا څه لوبه روانه ده د جگړې اړخونه او د ناامنۍ اړخونه دومره تیاره او گونگ دي چې سړی فکر نشي کولی ښاغلي گلاب منگل ته خلک په ځانگړي توگه ننگرهاریان ډېر خوښ ول چې نوموړی قومي سړی دی تجربه کار سړی دی دا به ننگرهار ته ډېر کار وکړي خو نن ورڅخه ننگرهاریان ترستوني راغلي دي هغه څه ښاغلي والي په ننگرهار کې روان کړي دي چې د چا په خیال او فکر کې نه گرځېدل.

چې د شپې عملیات وکړي سبا چې اورې ټول ملکي وگړي یې وژلي وي د امنیتي ارگانونو تر منځ نه همغږي غلط معلومات او بې عدالتي د دې سبب شوې ده چې ورځ تربلې د ښمن قوي کيږي او د ننگرهار ولایتي اداره کمزورې کيږي.

ظاهر قدير او مسلیمیار چې ځانونه د ننگرهار استازي بولي یو له ځان څخه مومن خان جوړ کړی لاړ شي د خلکو په وینو چاړه سره کړي بیرته کابل ته راشي د گل پاڼې سي ډي په پارلمان کې نېغه نېغه کوي، که دا مې پلې کړه ملک سقوط کوي د خدای لپاره. هغه بل بیا چې څومره ننگرهار ناامنه کیږي دی همغومره ستاینلیکونه امنیه قومندان او نورو مسوولینو ته ورکوي یوه ورځ یې د ملي اردو سرتیری د ملي امنیت سرتیری را ونه غوښته چې شپه او ورځ په سنگرونو کې سړې تودې تېروي دلته عدالت برعکس دی.

موږ له هیچا سره مشکل نه لرو خو په ننگرهار مو زړه درد کوي په ننگرهاریانو مې زړه غوڅیږي نو ځکه چوپ نشو پاتې کېدلی دا حالات موږ ته په هېڅ ډول د زغم نه دي که چېرته غني غواړي چې شړۍ یې ورټوله شي نو دا کومه بې غوري یې چې د ننگرهار،هلمند او… په اړه غوره کړې ده دې ته دې ادامه ورکړي.

غله چور واکي مفسدین ټول د والي په شاوخوا ناست وي او د اور لاندې یې نیولی د ننگرهار غریب ولس. دا څه چې نن په ننگرهار کې روان دي دا یوه ننگرهاري ته نور د زغم نه دي.

ښاغلی گلاب منگل نور د ننگرهاریانو لپاره عذاب دی، فقر دی، ناامني ده او… نور یې ننگرهاریان نه غواړي غني دې نور د ننگرهاریانو د حوصلې امتحان نه اخلي بس د داسې پېچلو حالاتو په اړه چوپتیا داسې ناوړه پایلې له ځان سره لر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply