په ډيلي کې د افغاني صادراتو محصولاتو نندارتون وو، نږدې نیم افغان حکومت ورته راغلی و

0 1,045

په ډيلي کې د افغاني صادراتو محصولاتو نندارتون وو، نږدې نیم افغان حکومت ورته راغلی و، له داکتر عبدالله یې راشروع کړه د ملي شورا تراداري ټيټ پوړیو مامورینو او د اوبو برېښنا وزارت تر کارکوونکو.
څلور ورځې یې دلته تېرې کړې یو نیم به یې لاهم په هند کې په چکرو وي.
د دوو هفتو په دننه کې د شهید اوونۍ رخصتي، د محرم رخصتي او سبا ته د سیمینار رخصتي…….
داخو هم درمالومه ده چې چهارشنبه مامورین نږدې غرمه له دفترونو وځي، شنبه هم تر نورو ورځو ناوخته راځي، چې رخصتي اعلان شي، که یکشنبه وي، شنبه هم لاړه، که سه شنبه وي، چهارشنبه هم لاړه.
اوس نو حساب وکړئ، چې څومره کار کوو څومره لاسته راوړنه لرو او څومره تنخا ورکول کېږي؟
که دقت وشي ددولتي دستګاه د کارکوونکو اوسنی مقدار کار حتا د دولتي عملې د انتقالونکو بسونو د تېلو د مصرف په اندازه هم ندی.
د سړي زړه لا بد شي، چې هره دولتي رخصتۍ کې ښوونځي هم رخصت وي او نیمګړی کال په مکمل تعلیمي کال حسابېږي.
زوړ نسل خو غرق و، خو لګیا یوو نوی نسل هم له ځان سره ډوبوو.

 

اباسین بریال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply