د کورنۍ د نږدې غړو سره ودونه/ ډاکټر لطیف یاد

0 1,710

که څه هم کورني او د خپلوۍ ودونه(Close Relatives marriagess) نن ورځ به ډیرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې رواج لري ، خوطبي تجربو ښودلې ده چې په ډیرو مواردوکې ددغو ودونو په پایله کې ماشومان معیوبه او ناقص زیږي .ځینو هیوادونه بیا دغه ډول ودونو ته اجازه نه ورکوي او هغه غیر قانوي کار بولي .
ماشخصا دخپلو نږدې خپلوانو نه داتجربه ترلاسه کړې ده چې ځینو یې په خپلوانو کې ودونه کړي دي چې ماشومان یې ناقص او معیوبه راغلي دي او دیو نه ،بلکې دڅو تنو اولادونه یې ناقص او معیوب پیداشوي دي .ځکه علت یې په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي او دغه یووالې هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې ستونزه رامنځ ته کوي او اولادونه سم نه راځي او د مشترکو کروموزومونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي. په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورووروستیو نسلونو کې د غه ستونزې راپورته شي
زموږ پښتانه زیا تره دخبلو ترونو ( کاکاګانو ) ، دخپلو ماماګانواو دخپلو تریندو دلو رګانو سره ودونه کوي چې زیاتره ماشومان یې دThalassemia، Down syndrome او د وینو،هډوکو او نورې روانی ناروغۍ پیداکوي .همدارازکله کله د نږدې خپلوانو ترمینځ ودونه دکورنیو ترمنځ شخړې او جنجالونه هم پیداکوي او بیا دغه دوستۍ په دښمنیو بدلې شي .
زما په اند دا به ښه وي چې په خپلوۍ کې دودونو نه تیر شو او په نږدې خپلوانو کې ودونه ونه کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply