اروپایي بازارونو ته لاسرسی، د اقتصادي غښتلتیا لامل / حمیدالله فیضي

0 962

افغانستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له نړیوالو سره وغځوي او بېلابېلې لارې تجربه کړي چې نړیوالو بازارونو ته لاره پيدا کړي. افغانستان غواړي د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د روسیې په ګډون اروپایي بازارونو ته ورسېږي.

یوازې ناامني نه ده چې له افغانستانه د توکيو پر لېږد را لېږد يې منفي اغېز کړی دی، د دې تر څنګ د افغانستان جغرافیایي موقعیت هم د دې لامل شوی چې ځینو هېوادونو ته د سختو لارو له امله نه‌شي کولای خپل توکي ولېږدوي او یا هم له دغو هېوادونو نېغ په نېغه واردات ولري.

افغانستان په وچه کې را ګیر هېواد دی او نېغ په نېغه سمندري اوبو ته لاره نه لري. پر همدې بنسټ افغانستان مجبور دی چې د ایران «عباس، امام خمیني او چابهار بندرونو» او د پاکستان له «واګې بندر» څخه چې په لاهور کې دي، د صادراتو او وارداتو په موخه ګټه واخلي.

تر ډېره بریده افغانستان له دې اقتصادي تړلتیا چې د محصولاتو د صادرېدو او پېر و پلور له‌پاره یې له هېوادونو سره لري، خوښ نه ښکاري، ځکه چې له یوې خوا ګاونډي هېوادونه په سوداګرۍ کې شریک دي او له بل پلوه په تولیدي برخه کې خپل توکي له افغاني محصولاتو سره په سیالۍ کې دي. د همدې له‌پاره افغانستان هڅه کوي چې د محصولاتو د صادرېدو په موخه نورې لارې ولټوي او د توکيو د صادرېدو په موخه نور ملګري پیدا کړي.

اذربایجان کېدای شي نړیوالو مارکېټونو ته د لارې موندو په موخه د افغانستان یو ښه شریک پاتې شي. په دې وروستیو کلونو کې د کابل او باکو تر منځ اړیکې ډېرې نږدې شوې دي، د دواړو هېوادونو چارواکي هوډ لري چې له دې لاس ته راغلي چانسه ښه ګټنه وکړي. په همدې موخه د لاپيز لازوي پروژه په پام کې نیولې چې د افغانستانه اروپا ته د ترکمنستان، اذر بایجان او ګرجستان له لارې لېږد را لېږد تر سره شي.

افغانستان هوډ لري چې د اذربایجان له لارې د اروپا مارکېټ ته دننه شي او خپل محصولات ټولې نړۍ ته صادر کړي. په دې وروستیو کې د افغانستان اړیکې له ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان سره پراخې شوې او له اذربایجان سره يې اړیکې ډېرې نږدې کړې دي. افغانستان د ترانزیټ په برخه کې د اذر بایجان سټراټېژیک موقعیت ته ډېره اړتیا لري چې د دې هېواد له لارې کولای شي، افغاني محصولات اروپا ته ولېږدوي او په بدل کې اذربایجان هوډ لري چې د افغانستان له لارې خپل توکي سویلي اسیا ته اسانه صادر کړي.

دمګړۍ د افغانستان او ا‌ذربایجان تر منځ د صادراتو او وارداتو کچه ۱۴ میلیونو ډالرو ته رسېږي او له اذربایجانه ډېری ماشینونه، خوراکي توکي او ټکنالوژۍ راوړل کېږي.

افغانستان کولای شي د اذربایجان له لارې وچې، تازه مېوې او نور کرنیز محصولات چې کيفيت يې ښه دی، اروپایي مارکېټ ته صادر کړي چې په دې سره به د افغانستان تکیه پر هغو هېوادونو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي، کمه شي او افغانستان به له بېلابېلو لارو په ګټې اخیستنې سره پر ګاونډیو هېوادونو تکیه کمه کړي.

دا مهال د افغانستان تازه او وچه مېوه، زعفران په نړیوال بازار کې شهرت لري او غوښتنه یې هم ډېره ده چې په ښه بیه پلورل کېږي، خو له بده مرغه د افغانستان ډېری محصولات د ګاونډیو هېوادونو په نامه نړیوالو بازارونو ته وړل کېږي چې د افغان محصولاتو کیفیت یې هم له پوښټنې سره مخ کړی دی.

تر اوسه د افغانستان ډېری محصولات د پاکستان له لارې صادرېږي چې کله کله د ناامني او د اړیکو د کړکېچنتیا له امله په لارو کې بند پاتې وي او بیا ارزښت يې ټيټېږي، خو له نیکه مرغه چارې پیل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د اورګاډې د پټلۍ په وسیله د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې له اروپا سره تقابلي اقتصادي صادرات او واردات ولري.

افغان دولت د اذربایجان له لارې اروپا ته د صادراتو په اړه د باکو له حکومت سره لومړني مذاکرات کړي او ځینې هوکړې هم شوې چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي. افغانستان لېوال دی چې ټول لېږد را لېږد باید د ځمکې له لارې یانې د اورګاډي په وسیله وکړي او که چېرې ستونزې وي بیا د بېړۍ هم ګټه اخيستلای شي چې اذربایجان دغه شونتیاوې ټولې لري.

د اقتصادي کارپوهانو په اند، له ډېرو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې کولای شي افغانستان د اقتصادي ودې لوړې کچې ته ورسوي او د ټرانزیټ د پله په توګه افغانستان ځان بساینې ته ورسوي.

تر دې مهاله افغانستان څو اړخیزه هوکړه لیکونه له ګاونډیو پټلۍلرونکو هېوادونو سره نه دي لاسلیک کړي، خو هیله کېږي چې ژر تر ژره له اروپایي بازارونو سره د تړاو په موخه دا هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي چې له نړیوالو بازارونو سره عملي تړلتيا وموندل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply