د عمران خان مېرمن عمران عباس ته ورغلې

0 1,353

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خو به پېژنئ. ده له خبریالې او فلم جوړوونکې ریحام خان سره یوازې د څو مياشتو له‌پاره واده وکړ او بېرته ورڅخه ولاړه.

اوس د ریحام خان په اړه تازه خبره دا دی چې هغې اوس یو ځلې بیا فلم جوړولو ته مخه کړې ده او د لالیووډ یا د پاکستانۍ سېنما له یوه ستوري عمران عباس څخه یې غوښتي چې د هغې په فلم کې کار وکړي.

ریحام خان په عمران عباس پسې ګوالمنډۍ ته تللې، چېرته چې هغه د نورالعین په نوم د یوې اردو ډرامې په عکس‌بندي اخته و.
عمران عباس هم د خان د پخوانۍ مېرمنې زړه مات نه کړ او په اول ځل یې خبره ومنله.

تر اوسه لا مالومه نه ده چې د دې فلم کیسه څه ده او کله به یې عکس‌بندي کېږي، خو ریحام خان ویلي، په نړیواله کچه به ځلېدلی فلم جوړ کړي، په داسې حال چې پاکستاني فلمونه لا دننه په خپله پاکستان کې څوک نه ګوري او لومړیتوب بالیووډ ته ورکوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply