طنز – محمود نظری – د پيسو مجاهد

0 1,105

***

مرګ په هغه چې د ورور سر خپل نه بولي

هیڅ یوبل یو کام د کام برابر خپل نه بولي

پردي تر بل وطني کام ډیر لوړ او ښه بولي

د بل افغاني  کام آس لکه ګوډ خر خپل نه بولي

 

***

خیر چې د وزې هر وخت لکۍ پورته ده

دپسه چې یووار پورته سوه بې ناموسي ده

باغیرته يي تر لاس لاندې د لوچګانو کړه

هر چیري همدا  د یلغلګرو سیاست او پالیسي ده

هر وطن ته چې هېولا خپل لاس  دی اچولی

هلته یې په لاس په کې روانه کړې خرکراسي ده

د وطن لوچکان په کې پرتوک ایستلی  ډانګیان سوي

په کښې چاقو کشي د کج کشتي  او لوچکي قانوني  ده

با ابرو خلک له وطنه ځان او خپل اعیال  باسي

د زورورو له یو بل سره ښکاره پرتوګ کشي ده

وخوره ، یوسه،  مات کړه ،وهه   اوغورخوه

په دې کار کې دهریوه خره  زور ازمایي ده

دخپل د باچا امر او د خپل مشرانو امر مه منه

دپردو به چپړوسي کې خورا  لوړه ښه سیالي ده

هر یو غټ نر ځان ته یو بهرنی نر بادار لري

په دې کار کې د ټولو ونډه خري په خري ده

هیڅ نر سیاستوال په دې وطن کې بې نره نسته

په دې وطن کې اوس دهلک پر ځای نر بازي  ده

***

لوی مرستیال يي د سپین زیرو سره زیاتي کوي

د والی دبچو یې خوښه د خلکو د غوږ بریاني ده

یو يي په سړک دځان ښووني لپاره  ترافیک ډبوي

دبل  د کورمخي ته د ځان له ډاره روانه ادم کشي ده

یو لو زیری یې خاین ته  د جنت زیرۍ ورکوي

په ولایاتو کې  د غلو روانه رسمي وطن چوري  ده

ترهغه  چي دلته  په خپلو ګناهونو لوی غله ویاړي

تر هغه  روانه په دې ملک کې لوبه د باچا وزیري ده

پردي غله  له همدې دیسي غلو سره ښه  چلیږي

د دوی تر منځ ددي غنمنت وطن د وېش برابري ده

هغه چي له دولته د جهاد په نامه  امتیاز غواړي

په دې یرغمل وطن کی د دوی ونده سمه  نیمايي ده

***

اوس تر پزي ماړه غله  په دې وطن کې ویریږي

دغټ خیتو د سبا له ویرې بهر ته روانه کوچ کشي ده

هلته د بنکلو، مغازو او دبنس موټرو  روانه سیالي ده

دوی بهر دی مګر د هغو تنخواه په وطن کې جاري ده

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply