کرزی څه غواړي! نن او پرون / طارق خان ساپی

0 940

سره له دې چې د ښاغلي کرزي په وطن دوستۍ او هیوادنۍ مینې شک نه لرم مګر داسې کوم لامل دی چې ځینې وختونه یی پریکړې او کړنې له ملي ګټو سره په ټکر کې وي!

ناقاطعیت، پڅې پریکړې، دریځ بدلول، محافظه کاري، څوک نه خفه کول او په ناوړه کړنو سترګې پټول هغه ټکي وه چې د اقتدار د لومړۍ ورځې ترې بهرني ملګري او افغان ملت سر ټکوي. د مجاهدینو د حکومت نه په تلو (هغه وخت د بهرنیو چارو سیاسي معین وه) او طالبانو په راپيداکیدو یې سیاسي فعالیتونه په دې راڅرخیدل چې طالبانو ته بهرنی سیاسي ملاتړ پیدا کړي. له یوې خوا لویدځوالو سفارتونو ته منډې او له بلې خوا له طالب چارواکو سره اړیکې هغه هڅې وې چې غوښتل یی ځان په ملګرو ملتونو د طالبانو نماینده وویني مګر د ده دوه کالو پرله پسې هڅو کومه مثبته پایله ونلرله او بالاخره د طالبانو په خلاف یې په سیاسي او نظامي ډګر کې کار پیل کړ. دا ځل یی هم د تیر په څیر بهرنیو سفارتونو نه د ملاتړ خپلولو په خاطر هڅې پیل کړې مګر د تیر دریځ برعکس. له طالبانو سره په مخالفت کې یې له شمال ټلوالې سره هم اړیکې ورغیدې، هیلې او امیدونه یې هلته ډیر شو کله چې ۱۹۹۸م کې کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارتونو خونړي بریدونو پړه القاعده په غاړه واخیسته. د سفرونو او اړیکو لړۍ لا روانې وې چې په ۲۰۰۱م کې د ۹/۱۱ پیښه رامنځ ته شوه نو له دې وروسته به یې په زغرده د طالبانو د ختمیدو اطمینان ورکوه او دا هغه وخت وه چې سي اې ای  CIAسره یې اړیکې ټینګې شوې وې او بیا یې د همدوۍ په مالي همکارۍ وسلوال مخالفت ته لاس واچوه چې بلاخره د امریکایی چورلکو په واسطه په ارزګان کې د طالبانو د محاصرې خلاص او جیکب اباد (پاکستان) هوایی اډې ته انتقال شو.

که رالنډه یې کړو، د طالبانو د سقوط وروسته د سیاسي واک د انتقال او دولت جوړنې لپاره په ۲۰۰۱ ډیسمبر کې د بون کنفرانس جوړ شو تر څو د موقتې دورې لپاره رییس وټاکي خو امریکايي او نور غربی استازي هله هیښ شول کله چه په رایه اچونه کې کرزي دوه رایې او په مقابل کې عبدالستار سیرت یولس رایې خپلې کړې نو هغه پلان ګډوډ شو کوم له مخې چه هغوۍ غوښتل کرزی واک ته ورسیږي، مګر د فشار او ډیروخبرو اترو وروسته یې ټول دې ته اړ کړل تر څو کرزی د زعیم په توګه ومني (دا مهال ښاغلی کرزی په اروزګان کې وه).

له دې خبرو مو موخه د کرزي د رامخ ته کولو تر شا لاملونه او لاسونه وه. د ۲۰۰۱م کال وروسته د افغانانو هیلې بیا راژوندۍ شوې، له یوې خوا د طالبانو د نظامه خلاصې وه له بل طرفه د لنډغریزم او ټوپکسالارۍ خلک تر پوزې راوستې وه چه روښانه  راتلونکی یې د ځوان او لوستي کرزي په رهبرۍ کې لیده. انتقالي او موقته دوره کې د ټوپکسالارانو، لنډغرو او نورو مافیایی ډلو ځاې پر ځاې کول یې اولس یو موجبوریت ګڼلو، مګر په ۲۰۰۴ کال په ټاکنو کې یې بیا د داسې خلکو رامخ ته کول د اولس او ملګروملتونو په شمول د ډیرو بهرنیو ملګرو اندیښنې راوپارولې (کی ایډي د ملګرو ملتونو استاذې ورته په خپل کتاب کې اشاره کړې)، خو بیا هم پدې امید چه د ده په رهبرۍ کې به مهار او خصلتونه به یې بدلون ومومي.

 برعکس، د ښاغلي کرزي دورې نه یواځې لوې شرمخان د لیونتوب تر بریده ورسول مګر داسې نوې لیوان یې راپیدا او وپړسول چه په پایله کې یې کرزی خپل مادون او مقروض باله، یوې خاصې کړۍ تر دې بریده تر نفوذ لاندې راوستی و چه د هغوۍ په هره ناروا کړنه یې نه دا چه سترګې پټولې بلکې دفاع یې هم ترې کوله. د ښاغلي کرزي او نړیوالو (په خاص ډول امریکا) تر منځ اړیکې ورځ تر بلې پیکه کیدې چه اساسي لاملونه یې خپل سرې عملیات او په هوایی بمباریو کې د عامه خلکو تلفات، د افغان دولت کمزوری مدیرت او قوي سیاسي ارادې نه شتون، فساد پر ضد جدې مبارزې او حساب ورکونې د میکانیزم نه شتون وه چه هر یو یې خپل دلایل لري. کرزي غوښتل طالبان سولې ته قانع کړي، هغوۍ ته یې د وروڼو خطاب کاوه او په بهرنیانو یې انتقادونه کول تر څو بمبارۍ ودروي مګر مقابل کې یې د امنیت ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت داسې چاته په لاس کې ورکړي وه چه د سولې مخالف او په اوږده ګیره، جامو او پښتو ویلو یې خلک بندیان او ځورول- بهرنیو ځواکونو ته په غلطو معلوماتو یې بې ګنا خلک بمبارول، او په جنوب کې یې د شخصي اړیکو پر اساس داسې والیان او قمندانان وګمارل چه د شخصي دشمنیو او تیرو دورو ناخوالو پر بنیاد یې عام خلک یا سوله خوښې طالبان پخپله ځورول او یا یې بهرنیانو ته په ګوته کول. دې بې عدالتیو او نابرابرۍ عقدې وزیږولې چه د مایوسۍ یا انتقام اخیستو لپاره ډیری خلک د دولت مخالفو لیکو ته لاړل. د هیواد بهر سیاسي نمایندګیو کې ډیری کارمندان د شخصی روابطو او مقاومت دورې پورې تړلې کسانو له خوا وګومارل شو، د نظامي رتبو ماشین بې له ځنډه کار پیل کړ، د مارشالۍ نیولې تر ډګروالئ رتبې په اخلاص تولید شوې او په هماغه مخصوص ګروپ لوریدلې چه په عاجل ډول به د رتبې مطابق دنده کې مقرریده. د دیموکراتیکو نورمونو خلاف کرزي هغه خواته توجه ونه کړه له کومې خوا چه یې ډیرې رایې اخیستې وې او یا یې تر شا دریدلې وه. جنوب حوضه یې تر ټولو ډیره وځپله، شینوارې لویه ولسوالي یې دوه نه کړې مګر مقابل کې وړې ولسوالې ولایتونه شو، خپل سري اوج ته ورسیده، ارګ لکه د خان دیره د ډلو ټپلو د ساعت تیرئ او معامیلو ځایې وګرځیده.

پدې کې شک نشته چه د ځینو خپل سرو کړیو تر شا به خاص لاسونه وه مګر کرزي وه نه شو کړائ هغه سپانسران اوملاتړي قانع کړي چه هغه لار چه تاسو غوره کړې، ترکستان ته تللې.

فساد لکه د سرطان دانې په سیسټم کې ورګډ شو، له چا پوښتنه نه کیده چه لاسته راوړنې یې څه دي. ارګ په شمول وزیرانو ته هم د پیسو بکسونه راروان وه، ایران نفوذ تر دې بریده ورسیده چه د کال مخصوصو وختونو کې فکر کوې کابل نه مګر قم ښار کې یم، فعاله شبکې او خپلسرې مرکزونه یې جوړ کړل. کرزي هم فساد ته تشویقي جنبه ورکړې وه خو په خوله د پیسو بهر ته د انتقال مخالف وه. مګر خپل معاون احمد ضیا مسعود چه کله ۲۰۰۹م کې د دوبۍ هوایی میدان کې د ۲۵ ملیونه نغدو ډالرو سره ونیول شو نو د ده په سپارش خلاص شو. د نړیوالې ټولنې د فشار له امله یې په ۲۰۰۸م کې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق د څارنې عالي ادره جوړه کړه مګر کله چه لودین صیب (نوموړې ادارې ریس) د فاسدو اشخاصو لیست تهیه او ولسمشر ته وړاندې کړ نو لیسټ یې ځان سره خوندي کړ، ځکه د نه غوښتل چه د خپل معاون نه نیولې تر وزیرانو، ریسانو او والیانو پورې چه پکې ښکیل وه په خلاف اقدام وکړي. د ده په دوره کې قومې اختلافاتو ته لمن وهل، اقوامو ته ښکنځل او په  ملي ارزښتونو ملنډې وهل پیل شو. رسنئ خپل سرې شوې او بیان د ازادئ تر نامه لاندې د پردیو پروژې پيل شوې.

د تجارت په برخه کې به یې په زغرده او فخر ویل چه پاکستان سره ۳ ملیارده کلنې تجارت لرو مګر دې ته یې پام نه وه چه ۹۸٪ واردات دي.

امریکا او نورو ملاتړو د خپل پلان پر بنسټ ملي اردو، ملي پولیسو او سترو دولتي ودانیو جوړول پيل کړل. ولایتونو تر منځ سرکونو او په نورو لویو لارو کار پيل شو چه په زرګونه خلک پکې بوخت وه. هر ولایت کې د پی ار ټي PRT یا ولایتی بیا رغونې په نامه بنسټونه جوړ شو چې ډیرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، مګر دولت کې داسې کاري ټیم پيدا نه شو چې دا پروژې منسجمې، د اولیتونو پر بنسټ تقسیم بندي او یا ډونران قانع کړي چې کوم کار باید چیرته وشي. مګر فاسد والیانو، وزیرانو، قمندانانو او ولسوالانو له لاسه کارونه بې کفیته، ځنډني او یا نیم تر سره شو.

په بهرني سیاست کې، لکه څرنګه مو چې وویل د بهرنیو چارو وزارت او بهر کې سیاسي نمایند ګئ د بې تجربو، بې مسلکو او حتې بې سوادو اشخاصو ډکې شوې. امریکې سره یې عقدوي برخورد پیل کړ، پاکستان ته یې تر ۲۲ ځله زیات سفرونه وکړل مګر کومه خاصه لاسته راوړنه یې نه درلوده. ټینګار یې درلود چې د ترهګرو ځالې د هیواده بهر دي، او پاکستان یې تل د هیواد په چارو کې په مداخله تورن وه مګر ۲۰۱۱م کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا او پاکستان تر منځ شخړه کې به کومه خوا نیسې نو په تلوار یې وویل چې د پاکستان طرفداري به کوم. د امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک یې د لوې جرګې پورې وتړو، کوشش یې وکړو تر څو د ولایاتو فرمایشي استاذې راجمع کړي مګر بیا یې هم د لوې جرګې د پریکړې مخالفت وکړ.

۲۰۱۴ کې کله یې چې د قانون مطابق حق نه درلود بیا ځان کاندید کړي نو د داسې ډلو او اشخاصو ملاتړ او هڅونه یې پیل کړه چې حتې د خپل وزارت په دوران کې ناکام وه، پدې شکل یې غوښتل تر څو لاسپوڅې ډله مخې ته کړي مګر پایله یې شنډه شوه. د ملي وحدت حکومت په راتګ سره یې سیاسی کړنې نورې هم تیزې شوي، د نیویارک ټایمز راپور له مخې چې ۲۰۱۶ کې خپور شو کرزی د خپلو ځینو پخوانیو چارواکو په شمول د ورځې په لسګونو خلکو، ټولنو استازو او بهرنیو ډیپلماټانو سره ګوري، بهر غونډو ته ځي او لا هم ځینو وزیرانو او حکومتي چارواکو سره په مختلفو موضوعاتو رابطې کوي. کور یې د موجوده دولت نه برطرف شوي یا خفه شوي چارواکو ډک وي، ټولو ته هره ورځ ښه میلمستیا تیاریږي. لا دا شک هم کیده چې کابل کې د حکومت خلاف ځینو لویو لاریونونو تر شا یې لاس درلود، خو په ټوله کې یې د حکومت خلاف د پروپاګنډې شبکه فعاله ساتلې.

که څه هم ښاغلي کرزی دا ټولې ادعاوې ردوي مګر په نږدې ورځو کې یې د وینا تزلزل او بې ثباتې له ورایه ښکاري، تیره ورځ مطبوعاتي کانفرنس کې یې په قهرجنه لهجه د سویلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژئ مخالفت وکړ او لوې جرګې دایریدوغوښتنه یې وکړه او دلیل یې وړاندې کړ چې نه غواړي افغانستان د ګاونډیو یا ځبرځواکونو د جګړې په ډګر بدل شي مګر خبرو کې ګاونډیان هڅوي تر څو افغانستان کې د امریکایي تګلارو خلاف اقدام وکړي.  د ملي وحدت حکومت په لمړیو ورځو کې چې اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او د همکارۍ غوښتنه یې ځینې وکړه نو کرزي او ټیم یې کلک مخالفت وکړ او نوی حکومت یې په دسیسو تورن کړ، کله چې اشرف غني ناامیده او نړیوال یې په پاکستان د فشار راوستو ته وهڅول نو ښاغلي په یوه رسنیز کانفرنس کې د دې پالیسئ مخالفت وکړ او افغان حکومت یې پاکستان سره په نه همکارۍ تورن کړ. تر پرون یې پاکستان د ترهګرو ځاله بلله او له امریکې یې غوښتل تر څو د پاکستان خلاف اقدام وکړي مګر نن د امریکي د دې ستراتیژۍ مخالفت کوي چې په پاکستان فشار راوړي. وایی چې نه غواړي افغانستان د جنګ په ډګر بدل شي مګر افغانستان کې داعش د امریکې پیداوار بولي او روسیه هڅوي چې مقابل کې یې اقدام وکړي. طالب ته یوه ورځ ورور وایې بله ورځ دشمن. تر پرونه یې پاکستان د افغان-هند په دوستۍ ننګاوه مګر نن له هند غواړي چې امریکا د پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي لیدلاۍ نو نه باید تاسې د امریکا ملګرتوب وکړۍ. چې دا ټولې خبرې یې په ټولنیزو رسنیو کې د ریشخند لامل وګرځیدې چې پاکستانۍ ټولنیزه میډیا کې یو هیش ټیګ کاریدو چې معنی یې وه (کرزي ته اوس عقل راغې).

په پایې کې! کرزي شاید داسې څه درک کړي وي چې د هیواد یا سیمي په ګټه نه وي مګر امریکا سره شخصي عقدوي برخورد تر دې بریده مجبور کړی چې د هیواد ابدي او ازلي دشمنانو دروازې ته ودریږي، او له هغو مرسته وغواړي چې سیمې ته د امریکا د راتګ لامل او اوس محال کې تر هر چا زیات د ګران هیواد په ورانولو او بیخ کندلو لګیا دي. سربیره پر دې له ده سره د تیر په شان جامع طرح او بدیل نشته مګر انتقادونه او نیوکې!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply