د ریکارډ برخه/ډاکټر فرقان احمد توقير

0 968

حکمتیار صاحب نن هم تر ولسمشر خپل زور زیات ګڼي، لکه پرون چې په پاکستان کې تر نورو تنظیمونو خپل زور زیات ورته ښکارېده، یو تنظیم به په جېب کې د ځایولو ورته برېښېده، بل به یې په رڼا ورځ په بډه ګرځاوه.
ولسمشر غني چې په جذبه کې راشي د سرکس زمری ګرځېدلی وي، د چا د سر ماتولو اعلان کوي د چا د پښو پرې کولو، خو د افغانستان له سره نه د مکارو ګاونډیو لاس لنډ کړای شو، نه یې د ځریو په لاس د مرګونو، ویرونو لمن ټوله کړای شوه، ځکه چې ولسمشر خپل زور یوازې سر او پښو ته راټول کړی، لاسونه یې له پامه لوېدلي دي.

تاسې به د حکمتیار صاحب پرله‌پسې خبرداري اورېدلي وي، د هغې اجازه به ور نه کړو، د دې اجازه به ور نه کړو، څوک به پرېنږدو چې داسې وکړي، هغسې وکړي…

خو چا ته چې حکمتیار او ولسمشر دغسې خبرداری ورکوي، هغوی په ټول زورو او ځواک پر هماغو چارو لګیا دي، د دغسې خبرداریو بېخي په کیسه کې نه دي.
یو سړی چې د بل تر سوکانو لغتو لاندې پروت و، له هر ګوزار سره یې همدا یو خبرداری ورکاوه، ګوره چې بل وار و نه کړې ګنې بیا زه هم وار کوم…
د اګسټ څوارلسمه په کابل کې د پاکستان سفارت جشن نیولی و، د سفارت پوځي اتشې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو په یادولو د پاکسان جمهور رییس سردار محمد داود خان وباله، هغه وه چې له ډېرې ورخطایۍ یې د خپلې وینا تصحیح ته هم پل و نه‌شوای نیولای، په دې توګه د ریکارډ برخه پاتې شوه.
شارژ دافیر فدا یونس د خوړو پر مېز افغان چارواکيو ته وویل، تاسې پښتونستان غوښت، دادی ټول پاکستان ستاسې په نامه شو!
زموږ چاپي، تصویري او غږیزه رسنۍ چېرې دومره سنجېده، خپلواکه او مسلکي دي چې له ټولنیزو رسنیو یې هیله وپاللای شو؟

د خواله رسنیو د دغسې خپلسریو پړه ډېری د کومتي چارواکيو په غاړه ده چې خپل ملاتړ او د مخالف یا انتقاد کوونکيو سپکاوي ته یې د دغو رسنیو د استخدام بده تیږه کېښوده.
دلته وه چې د سرکار یا حکومتي چارواکي په اړه که څوک په کومه نیوکه خوله بېرته کړي، له خواله رسنیو د غاښ ماتوونکي ځواب په توګه له جعلي اکاونټونو اووه پښته په تلي کې ورته ايښودل کېږي.

د لودیز او پرمختللې نړۍ مثالونه راوړم، له پاکستان یې خواله رسنیو یوه بېلګه را نقلوم چې نیوکه یا د زړه بړاس ته یې د طنز څومره ښکلې جامې سکښتې دي.
نواز شریف زرداري ته وویل، که د عمران خان واده له سونیا ګاندي سره وشي نه داچې زه او ته به یې له غضبه خلاص وو، بلکې په جهیز کې به مو کشمیر هم تر لاسه کړی وي.

زرداري وویل، لېونیه! ته نه پوهېږې چې عمران خان مېرمنې نه‌شي سمبالولای، که طلاق یې ورکړ، پاکستان به مو په حق مهر کې له لاسه وتلی وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply