له واده وروسته نکريزي؛ / خوشحال آصفي

0 1,171

 

له واده وروسته نکريزي؛

په بهر کې د افغانستان سفارتونه درې مياشتې بعد خپلواکي نمانځي

خپلواکي هغه سپېڅلې کلمه ده چې د سر، وينو، مال او حال په قرباني کولو سره ترلاسه کيږي. خپلواکي د ولسونو، هيواد او یا دولت هغه حالت ته ويل کيږي چې له مخې يې د نوموړي هيواد، ټولنې او جغرافيې ټول اوسیدونکي، یا یوه برخه یې، خپلواک حکومت ولري او د نورو سره له له تړلتيا، د نورو له ګواښ او استعمار څخه خلاص وي. په ټوله کې په خپله خوښه او اراده، پرته له بيروني فشار او اغېز څخه، د خپل هيواد، وګړو، جغرافيې او سرمايې اړوند فيصلې کولو ته ويل کيږي.

خپلواکي ډير ډولونه لري لکه (سياسي خپلواکي، مذهبي خپلواکي، اقتصادي خپلواکي، فردي خپلواکي، جنسي خپلواکي، د وينا خپلواکي، د هنر خپلواکي او ..) دغه ټولې ورځې د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې په بېلابيلو ورځو کې په بېلابېلو دودونو نمانځل کيږي. دغه ټولې ورځې خپل ځانګړی ارزښت او د نمانځلو بڼه لري. په افغانستان کې هم د بيان خپلواکۍ تر څنګ د هيواد سياسي خپلواکي په يو شمېر ځانګړو مراسمو نمانځل کيږي. زمونږ د خپواکۍ ورځ د زمري اته ویشتمه نېټه ده چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې په شاندارو مراسمو نمانځل کيږي.

خو له بده مرغه دلته يو شمېر پردي پالې او د نورو د امر تابع کړۍ شته چې له کلونو راهيسې يې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د تخريب او کمرنګه کولو هڅې روانې کړي دي. کله د ملا پوه نوم د خپلواکۍ اتل ستر غازي امان الله خان پسې بد رد وايې، کله غله او ډاکوان د غازي امان الله خان په مقابل کې د خدای وليان او دوستان بولي، کله يو څه او کله بل څه وايې. دا هغه ډله ده چې د پرديو په لمسون او د ډالرو په زور په خپلو ملي نواميسو سودا کوي او آن خپل په خپلو ناموسونو سودا کوي.

بله ډله بيا د حکومت دننه د پرديو ځينې ځري دي چې د دولت په لوړو څوکيو ناست او د دولت او ولس بې عزتۍ ته يې ملا تړلې ده. دغه ډله ډيری کله له دولتي ټريبيون څخه په استفادې د خلکو په منځ خپل شوم غږ پورته کوي او د خپلواکۍ له ورځې سره په غير مستقيم ډول مخالفت کوي. کله وايې چې افغانستان يواځې يو قهرمان لري او نه د هيواد په تاريخ کې بل تير شوی دی او نه به په راتلونکي کې بل قهرمان موجود وي. د دوی په باور يواځې هغه څوک اتل دی چې د دوی له ډلې دی.

دغه ډله خلک په مختلفو ميتودونو هڅه کوي څو د خلکو په منځ کې د خپلواکۍ د ورځې بد انځور ورکړي. دوی يواځې د هيواد دننه خپلې کرغېړنې هڅې نه کوي، بلکې له هيواد د باندې د افغانستان په نمايندګيو د افغانستان په ملي غرور سودا کوي. ښه بېلګه يې تيره ورځ په المان کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د خپلواکۍ نمانځل دي چې د خپلواکۍ له اصلي نېټې کابو درې مياشتې وروسته يې نمانځي. همداشان يوه مياشت وړاندې په امريکا کې د افغانستان سفارت هم له واده وروسته نکريزې په خپلو لاسونو پورې کړې وې.

په پښتو کې يو متل دی چې وايې «چې واده تېر شي بيا خلک نکريزي په ديوالونو تپي» نو په بهر کې د افغانستان دغه نمايندګۍ هم له واده وروسته نکريزي خيشتې کوي او بيا يې په لاسونو تپي. د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د زمري اته ويشته نېټه ده، خپلواکي بايد په همدې ورځ ونمانځل شي، که احياناً د سفارت مصروفيتونه ډير وي او په دغه ورځ يې د نمانځلو امکانات نه وي نو بيا له دغې ورځې څو ورځې وړاندې يا وروسته بايد ونمانځل شی. خو دا چې د خپلواکۍ له ورځې پوره درې مياشتې تيريږي او بيا پس له ټ… نه پلتۍ وهل کيږي نو دا بيا هم په افغانستان او هم په خپلواکۍ ريشخند وهل دي.

دا چې دلته په افغانستان کې ځينې پردۍ او پلورل شوې کړۍ د افغانستان خپلواکي يواځې يو قوم پورې تړي او دا چې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان پورې سپکې سپورې وايې او اتلولي يې نه مني؛ دا ټول يوه پروژه ده چې غواړي د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې یعنې د زمري د اته ويشتمې نېټې روب او دبده کمه کړي، د دغې ورځې نمانځل په خلکو کې کمرنګه کړي او بلاخره دغه د وياړ ورځ له خلکو هېره کړي.

دا چې اوس د خپلواکۍ ورځ د خپلواکۍ له اصلي نېټې درې مياشتې وروسته د ځينو مغرضو کړيو لخوا نمانځل کيږي؛ دا هم په حقيقت کې د همدې پروژې يوه برخه ده چې غواړي د خپلواکۍ د ورځې اړوند د خلکو ذهنيتونو بدل کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply