پرځان باور مو پیاوړی کړئ /ژباړه: رحيم ګل شفـق

0 1,643

ډېری بریالي کسان سر بېره پردې، چې پرځان باور لري، پر خپلو کړنو او وړتیاوو هم باوري دي.
په حقیقت کې د بریاوو شتون پرځان د باور لامل نه کېږي، بلکې په داسې وګړو کې له پخوا څخه پرځان باور وي.
ــ په تاسو کې د باور شتون، ستاسو په شا وخوا خلکو کې د شک لامل کېږي. ولې خلک ستاسو پر توانايي او عقایدو باور ولري، په داسې حال کې چې تاسوهم پر هغوی باور نلرئ؟ له هر ډول ستونزو سره سره باید پر ځان باور ولرئ.
وېره لرونکي خلک د نا امنۍ احساس کوي او د خپل تړلي چاپېریال څخه پرمختګ ته تمایل نه ښيي، خو ارامه چاپېریالونه ډېر کم دي او په سختۍ سره پيدا کېږي.
په همدې دلیل هغه کسان چې پرځان باور نه لري، په مناسبو فرصتونو کې هم ښه پرمختګ نه شي کولای؛ ځکه هغوی پرهغه څه ځان خوشحالوي چې د ښه راتلونکي او پرمختګ ځای نه نیسي. د لاپرمختګ او لاسته راغلو فرصتونو څخه سمه ګټه نشي اخیستلای.
ــ هغه کسان چې پرځان باور نه لري، بهرنیو شرایطو ته انتظار باسي.
بریالیو کسانو ته هره ستونزه، چې پخوا به اړینه ښکاریده د هغوی مخنیوی نشو کولای. غیر له خپله ځان څخه مو، هېڅوک ستاسو د لاسته راوړنو او غوښتونو مخنیوی نشي کولای.
ـ هغه وخت رارسیدلی، چې پرځان بې باوري موپرېږدئ.
د بریالي کار د تر سره کولو لپاره، اساسي او اړین شی پرځان باور دی او په پوره ډول د هغه منل، خلکو ته یو ښه کاري فرصت په لاس ورکوي، چې هيڅ کله يې تصور هم نه وي کړی. هر څوک د مناسبو لارښونو او هڅو په تر لاسه کولو سره کولای شي، چې زیات پرځان باوري شي او دا هغه وخت احساسوي چې کله پرځان پوره باورلاسته راوړي.
په دې مقاله کې د بریا د لاسته راوړلو لپاره ( ۸) کړنلارو ته کتنه کوو:
۱ــ له ځان سره رښتیني اوسئ: د غرور او پر ځان باور تر منځ ستر توپير شتون لري، غرور د ځان په اړه لاپې وهل دي، مګر پرځان باور د کارونو په ترسره کولو باندې ستاسو وړتیا، باور او اعتقاد دی.

یا پر بل ډول پرځان باور د سختو کارونو له امله لاسته راځي، ځکه ډاډ من خلک د ځان په اړه پوره معلومات لري. کله چې په ځينو کسانو کې پرځان د باور میزان د هغوی د کړنو په پرتله زیات شي، هغه وخت بیا په غلطۍ او ځان ښودنې اخته کېږي، ځکه باید د دې دوه معقولو تر منځ په توپير پوه شو پر ځان رښتينی باور یوه واقعي او عینې پدیده ده. پرځان باور د لوړیدو لپاره ښه ده چې له ځان او کړنو څخه مو دقیق او رښتینی ازمېښت ولرئ، که چېرې په ټوله کې د کمزورۍ احساس کوئ، نو لازمه ده چې د مهارتونو د پیا وړتیا او د کمزورو ټکو د لمنځه وړلو لپاره کړنلاره جوړه کړئ. د کمزورو ټکو بابېزه ګنل او یا هغوی ته د پياوړتیاوو په سترګه کتل هيڅ کله د کمزورتیاوو د لمنځه تلو لامل نه کېږي. سربېره پر دې له وړتیاوو څخه د ښه درک درلودل د هغو ستونزو او نیوکو د خلاصون لامل کېږي چې په خپل چاپير یال کې ورسره لاس او ګریوان یو، او پدې ترتیب کولای شو پرځان پوره باور لاسته راوړو .
۲ـ د سانفرانسکو په کالیفرنیا پوهنتون کې، د منفي ځواب یا(نه) په اړه څېړنو ښودلې، که هرڅومره ډېره د نه ویلو ستونزه ولرئ هغومره د دې احتمال شته، چې په استرس، اندېښنو او خپګان باندې مبتلا یاست چې دا ټول عوامل د پرځان باور د لمنځه تللو او کمزورۍ لامل کېږي. پرځان باور لرونکي خلک پوهېږي، چې د نه ویل سم کار دی. خو د منفي ځواب یا(نه) لپاره د روښانه دلایلو او مناسب پرځان باور درلودونکي دي. هغوی د (نه) ویلو په وخت کې د دې عبارتونو څخه( فکرنه کوم چې ترسره به يې کړم) یا (ډاډمن نه یم) څخه ځان ساتي او په پوره باور منفي ځواب ورکوي. ځکه هغوی باور لري، چې د نویو ژمنو منل ورستیو ژمنو ته احترام دی. ترڅو د بریالیو کارونو د ترسره کولو لپاره یو فرصت برابرشي.
۳ـ د خطا کړنو جبرانول او د مدیر رضایت لاسته راوړل.
له رییس سره د ښې اړیکې نه درلودل، حتی د با استعداده خلکو پرځان باور د لمنځه تلو لامل کېږي. په داسې شرایطو کې، چې رییس تل د خپلې کاري ډلې پرکمزورتیا باندې نیوکه کوي، پرځان باورلرل ډېر ستونزمن دی.
هڅه وکړئ، په اړیکو کې مو په شته ستونزو پوی شې او داسې کار وکړې چې رابطه مو بيرته عادي حالت ته راوګرځي. که چېرې مو اړیکه د بېرته راګرځېدو نه وي نو ښايې هغه وخت رارسیدلی وي، چې په کار کې مو اساسي بدلون رامنځته کړئ.

۴ـ دکوچنیوبریاوو په لټه کې: پرځان باوري خلک دې ته لیواله وي، چې کله د هغوی هڅې د کوچنیو بریاوو لامل شي؛ نو د هغوی سره ځان په رقابت کې ښکېلوي.
کوچنۍ بریاوې په مغز کې د (اندروژن) په نوم هورمون د رامنځته کیدو لامل کېږي، چې په خلکو کې د انګېزې رامنځته کولو مسوولیت لري.
د اندروژن هورمون په زیاتیدو، یو بل هورمون د (تستوسترون) په نوم رامنځته کېږي، چې پر ځان د باور او ستونزو پر وړاندې د مقابلې لامل ګرځي، چې د کوچنیو بریاليتوبونو په تر لاسه کولو سره تر ډېره پر ځان باوري کیږي.
۵ـ د لارښود پیدا کول: د ښه تجربه لرونکي، با استعداده لارښوونکي شخص پرته، بل هېڅ شی پر تاسو کې پر ځان باور نشي را منځته کولی. ښه لارښوونکی د هغې هېندارې په شان عمل کوي، چې تاسې پکې خپل څېره وينئ او پرځان باوري کېږئ.
۶ـ سپورټي کړنلاره: د شرقي انتاروي موسسې د څېړنو له مخې هغه خلک، چې په لسو اونیو کې د اونۍ دوه ځلي تمرین کوي، د ټولنیز، علمي او ورزشي پلوه د خوښۍ احساس لري او همدارنګه د خپل غړو او نفس په اړه ښه تصور لري. یا په بل عبارت: د فزیکي بدلون څخه د لاسته راغلي پر ځان باور د زیاتوالي سربېره ورزش په ځان کې د (آندروفین) په نوم د هورمون د زیات والي لامل ګرځي، چې دا هورمون بیا په ورزشکار کې پرځان باور د زیاتیدو لامل کېږي.
۷ـ په بریالیتوب کې د جامو تاثیر: دا حقیقت باید ومنو چې د جامو څرنګوالی په خلکو تاثیر لري. څېړنو څرګنده کړې، د هغو خلکو سره خبرې کول چې رسمي جامې پرتن وي له هغه وخت سره چې معمولي جامې یې اغوستې وي، توپير لري.
پرځان د باور لپاره ښې جامې واغوندئ. له ځان لپاره جامې ټاکل ستاسو د شخصیت څرګندونه کول او د هغه تصویر وړاندې کول دي، چې تاسې يې غواړئ.
۸ـ دپرېکنده روحيې درلودل: ژبه کول نه یوازې دا چې پرځان باورنه دی، بلکې یو ناوړه عمل دی. پر ځان د باور په نشتون کې بیا ژبه کول ډېر ساده کار برېښي.
هڅه وکړئ چئ خپل هویت بې له پرېکده روحيې او پرته د نورو د حق له پښو لاندې کولو ثابت کړئ. تر هغه وخته، چې پوه نشئ څرنګه ځان له نا امنیو څخه لرې وساتئ پرځان باور مو نشي لوړیدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply