طنز – محمود نظری – بل شاه شجاع!!!

0 1,208

که نیسې لکۍ دداسې چا ونیسه  چي نه وي نیکنام

چې راتلل یې په تا و نه وینې په نیمه شپه باګرام

دباچا په ترات تګ  دبل هیواد د وزیر پښو ته  ښه دی

دا کار تل شاه شجاعان  په شرم پوخ کړي له اوم او خام

موږ نه وایو چي ته یو لوی  شاه شجاع نه يي، یې

پوهیږو مشکله ده  په خپلو ښکاره سجدو وکړې پام

دا د اوس باچاهي  په همدې جهاني سیاست چلیږي

سل ټنه منت به منې دخپلو بادارانو د ډالۍ  دیو ګرام

واک  اوس څوک  دولس په رایو تر لاسه کولای نسي

لکه هندو هر سهار به  خپل بت ته کوي رام رام

په هر مذهب چې دي  بادار وي هغه به په سترګو منې

په یولاس کې تسبې په بل به پورته کوې دبولو  ډک جام

نوم به دي هله واکمن او یا  د وطن ملي شاه شجاع سي

چې ورکړې پردوته  واک دوطن  او خپل ټول  کام

دا کار یوازې هغه با غیرته کسان کولای سي اوبس

چې د بادار پښو ته په تندي لکولو لوړوي تل خپل مقام

زور دي نام خدا خورا ډیر دی  موږ دي منو پهلوانه

چې تا کولای نسې په زور یوخر والی د خپل  بام

هیڅ کار کولای نسې شورا دي نه مني تقنني فرمان

د بل پښو ته د سجده کوونکی په څه وي پر نورو سام

خدایه شکر ښه متفکر  باچا مو اخیر په نصیب سو

د هغه هم د دنیا هم د اخیرت دامتحان سه پارچه ده ناکام

هر شی چي کوې کوه يي پام چې تاریخ لیکل کیږي

پوه سه د غیرت او بې غیرتي تر منځ  توپیر دی یو ګام

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply