د بريتانيا سفير تر خوله تېر شوی

0 837

په کابل کې د انګلستان سفير وايي، ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله بولي او دې کرښې ته نه يوازې بريتانيا، بلکې نړۍ د رسمي پولې په سترګه ګوري.
ده په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړې دي چې تازه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ناندرۍ روانې دي.

له هغې ورځې چې دغه توره کرښه د وطن پر سينه کښل شوې ده، نه د افغانستان کوم حکومت د رسمي پولې په توګه منلې او نه هم د کرښې يوې او بلې خوا ته پرتو قومونو پوله بللې، خو پاکستان او ملګري يې په بيا بيا هڅه کوي چې ډېورنډ خلکو ته د افغانستان او پاکستان د پولې په توګه ور وپېژني.
پاکستان په دغه موده کې په وار وار هڅې کړې دي چې يا په افغانستان کې پر خپلو لاسپوڅو حکومتونو دغه کرښه د پولې په توګه ومني، يا افغانستان دومره وځپي چې ډېورنډ يې له ياده ووځي.
حتا مجاهدينو او طالبانو هم له پاکستان سره دا و نه منله چې ډېورنډ په رسمي توګه ورسره امضا کړي.

د کرښې له امضا کولو چې د پاکستان تمه وختله؛ نو يې د پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار درولو ته مټې را ونغښتې، خو حتا د طالبانو د هغه مهال وياند ډاکټر حنيف هم په زغرده ځواب ورکړ چې که پاکستان تار دروي؛ نو پر اټک دې يې ودروي.

همدا لامل و چې بيا ډاکټر حنيف ونيول شو او وروسته پسې ترور کړل شو.
اوس چې بیا له څه مودې راهيسې پاکستان پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو خبره راپورته کړې او تر اوسه يې پر څو کيلو مټره کرښه تار هم درولی دی او افغانان يې پرله‌پسې مخالفت کوي، په کابل کې د انګلستان سفير د پاکستان خرې ته له بلا چپه شې وايي.

انګلستان که څه هم د پاکستان پلار بلل کېږي او د همدې انګليس له نطفې پاکستان زېږېدلی، دا د دوی دواړو خپل کار او خپل‌منځي اړيکې دي، خو د انګلستان سفير حق نه لري چې په کابل کې ناست وي او د پاکستان پر کوټه برکت وايي.
که بريتانيا ډېورنډ د کرښې په توګه پېژني، که د پولې په سترګه ورته ګوري، په اسلام‌اباد او لندن کې دې ورته ګوري، همالته دې دغسې څرګندونې کوي، په کابل کې دغسې څرګندونې، هغه هم په دغسې حالاتو کې له دوښمنۍ پرته هيڅ مانا نه لري.

د بريټانيا سفير به هېره کړې وي چې ډيپلوماټ حق نه لري د کوربه هېواد په کورنيو چارو کې لاس ووهي، يا داسې څرګندونې وکړي چې هغه په کوربه هېواد کې دننه د خلکو حساسيتونه او نفرتونه راپاروي، خو زموږ د بهرنيو چارو وزارت يې بايد ور په ياد کړي.

خارجه وزارت دې په کابل کې د بريتانيا سفير کلک وپوښتي چې د کومو اصولو او نورمونو په اساس، په داسې وخت کې چې درست افغانان له پاکستان سره د ډېورنډ پر سر لاس و ګرېوان دی، دا ښاغلی راځي او د کوربه هېواد په زړه کې، د کوربه هېواد د درست ولس د دريځ پر ضد څرګندونې کوي.
تر دې ور هاخوا د انګليس سفير دغه ډول څرګندونې د درست ولس ښکاره سپکاوی دی چې په خورا سپين‌سترګي کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت بايد دغه موضوع بابېزه و نه بولي.
بايد د انګلستان سفير ور وغواړي او و يې پوهوي چې يا دې خپلې خبرې بېرته واخلي، يا دې له دې ولسه بښنه وغواړي.
د دې ولس هر سړی په اعصابو کې يو رګ د لېونتوب لري او کله چې هغه رګ وغورځوي، يا ولمسول شي، بيا په ارامه نه کښېني.

ډېورنډ په دې ورځو کې د افغانانو له‌پاره تر ټولو حساسه موضوع ده او افغانان د دوښمن دوست ته، که هغه يې پر غولي ناست وي، يا يې د کورنۍ غړی وي، يا بل ځای وي، د دوښمن په سترګه ګوري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply