تر دې وروسته به مو پاسورډ په لستوڼي کې وي

0 848

په سرخط کې به مو ډېر راپورونه لوستي وي چې ځينې د ټيکنالوجي وسايل د ګوتې په لګولو درته پرانيستل کېږي، د ځينو پاسورډ ستاسې په سترګو کې وي، ځينې مو څېره پېژني او ځينې نور بيا په بله لار درته پرانيستل کېږي، خو راشئ نن دا ولولئ چې له لستوڼي هم د پاسورډ کار اخيستلای شئ.

کیسه داسې ده چې په واشنګټن کې څېړونکي د یوه داسې کميس یا شرټ په جوړولو بریالي شوي چې نه بېټرۍ لري او نه نور برقي توکي، خو کولای شي چې ستاسې پاسورډ خوندي کړي.
دا لستوڼی د میګنیومیټر په وسیله لوستل کېږي، هغه چې له وړاندې لا ستاسې په ټلېفون کې شته.

کولای شئ چې د دې پاسورډ په وسیله، دروازه، ټلېفون، کریډیټ کارډ او نور ډول ډول وسایل خوندي وساتئ او یوازې هغه مهال یې پرانېزئ چې دا لستوڼی ورسره مخ کړئ.

لومړی به خپل پاسورډ په همدې فیتې شکل لرونکي ټوټه کې ځای پر ځای کوئ او بیا وروسته له دې چې هر ډول برېښنايي توکي ته یې نږدې کړئ، س‌مدلاسه درته پرانیستل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply