د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ مو ملي مسئولیت دی/محمد نذیرزاهد

0 612

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد او خلکو د امنیت د تامین لپاره بېسارې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان خلک د دوی د دې سرښندنو او قربانیو په ارزښت پوهېږي.

په هېواد کې وروستیو پېښو او د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنو وښوده، چې افغانان په خپلو ظرفیتونو خپل هېواد ساتلای او ترهګرۍ د ګواښونو مخنېوی کولای سي. ولس ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ظرفیتونو باور لري او افغان ځواکونه د ترهګرو د ګواښونو د له منځه وړلو پوره وړتیا لري.

ولس له خپل هیواد او ملي ګټو د ساتني په لاره کي د نظام د ملاتړ لپاره  ژمن دی؛ ځکه خو امنیتي ځواکونو د خلکو په باور په پلازمېنې او نورو ولایتونو کې امنیتي حالات کابو کړي‌دي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه،  د افغانستان د حاکمیت  ساتونکي، د ملي یووالي  ممثلین او د هېواد  ریښتینۍ سرتیري دي، د هېواد د دې تاریخ جوړونکیو بچیانو څخه ملاتړ، د ټولو وګړیو ملي وجیبه ده.

د هیواد او خلګو دښمنان په خپلو ټولو عملیاتو کې ناکام سوي دي، همدا دلیل دی چي  په مقدسو ځایونو کې د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کوي. د دغسي غدار او مکار دښمن ماته او له منځه وړل  د ولس د پرګنو او ټولو اقشارو اتحاد، اتفاق او یووالي ته اړتیا لري ترڅو په ګډه د خپلو امنیتي قواو ترشا ودریږو.

د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې زموږ د امنیتي سرتیرو کارنامې به  په زرینو کرښو تاریخ ولیکلي، ځکه دا میړني سرتیري د نظام او هېواد بقا تضمین کړې ده ..

د تېرو کلونو  په پرتله اوس  زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مراتبو قوي سوي دي او د افغانستان دښمنان هم په دې پوه دي، ځکه نو په بېلابېلو برخو کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکو له خوا په نښه سوي دي چي بالاخر به ماته خوري .

زموږ د امنیتي ځواکونو د بریالیتوب راز له هغوی څخه د ولس په ملاتړ کي نغښتی دی ، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کالو کې سابقه نه درلوده، خلک او دولت مو په ټول توان سره د امنیتي قواو تر څنګ ولاړ دي.

په مساجدو او دیني او مذهبي مقدسو اماکنو کي د تروریستی حملاتو څخه یوه موخه د خلګو ویشل او زموږ ملي یووالي ته زیان رسول دي . دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي.

د هیواد دیني عالمان هم ددې ترڅنګ چي د افغان سرتیرو پروړاندي جنګیدونکي ډلي باغیان او واجب القتل ګڼی د ملي امنیتي سرتیرو مړینه شهادت بولي او په ټوله معنی ورڅخه حمایت کوي.

د تیري شنبې په ورځ د رواني عیسیوي میاشتي پر ۴  د خوست ولایت لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې پدې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.

دوی زیاته کړه چي افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په لاره کې قریاني ورکوي، نو علماء يې مرګ شهادت بولي او ملاتړ يې کوي.

د غونډې یو ویناوال قاري عزیز الرحمن مصباح په خپلو خبرو کې وویل:( موږ علماء کرام او قومي مخور د هغو خلکو اعمال په کلکو ټکو غندو چې زموږ په هېواد کې جنګ او جګړو ته دوام ورکوي، بې ګناه افغانان وژني، د هغوی وژنې ته جواز ورکوي، هغه کسان افغانان ندي بلکې د افغانانو دښمنان دي، افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي، موږ د خپلو امنیتي ځواکونو مړینه شهادت بولو او په دښمنانو يې غږ کوو، چې افغان ولس د خپل هېواد نه دفاع کوي او کولای شي.)

دغي غونډي ته  یو تن مخور قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼی په  خبرو کي وویل چي د افغان امنیتي ځواکونو سرتیري او منسوبین د دوی وروڼه او اولادونه دي او که اړتیا پېښه سوه، خلک به دوی سره د وطن د دفاع په مورچلو کې څنګ په څنګ ودریږي.

دا څرګندوني د ملي امنیتي ځواکونو څخه د ولس او روحاني قشر د پراخ ملاتړ څرګندونه کوي او همدا دلیل دی چي اوس ورځ تربلي زموږ ملي امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه پرځان بسیاکیږي او په ډیره ښه توګه د ولس او خاوري ساتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply