د افغانانو ستر خدمتګار/ عبدالرووف لیوال

0 728

زموږد خلکوپه دوستانو کې له هند نه وروسته ، د آلمان هیواد دوهم ځای لری ،آلمانی موسسې

Basic Education For Afghan Refugee (Befar)   د G.T.Z  ترچترلاندې   په پاکستان کې د افغان مهاجرو اولادونوته نه هیریدونکی دقدر وړ خدمتونه کړی ، دې موسسې په پاکستان کې دافغان کډوالو ، پنډ غالو،له ناصر باغه نیولی تر کچه ګړۍ ، شمشتو، جلوزو، باغوانان ، په بې (ببو) ، بر زاخیل ،کوز زاخیل – نوښار- صوابی – ناګومان ، کبابیان ، جبارخیل ،مردان ، علیپوره (۱۹اوشلم کمپونه) په لنډه توګه نوی سلنه پنډغالوته يې ښوونځی جوړاوزموږ اولادونو ته یې روزنه ورکړه ، زما په اند ډیری هغه روزل شوی ماشومان به اوس ستر خلک وی ، ددې موسسې اړوند افغانی ریسان ، متخصصین M.Tګان (master trainer ) لکه سید کمال باختری ، ارواښادپوهاند رحیم الهام ، شاآقا مجددی ، نورالحبیب نثار ، ښاغلی متقی ، ښاغلی همت ، ښاغلی عالمی ، ښاغلی همکار ، ښاغلی فیاض (دښاغلی شیرمحد کریمی ورور) ، ښاغلی سیدملا ، ښاغلی اسدالله خان اوارواښاد (    ) دکابل پولی تخنیک پوهنتون استاد چې همالته په حق ورسید او استادان لکه ښاغلی هیله من غزنوی ، عبداله خان ، عبدالرحیم خان  نور محترم ښوونکی چې نومونه یې دبحث داوږدیدو په خا طر نشم یادولی ، دافغان ماشومانو اوتنکی ځوانانو(ژڼو) په روزنه کې زیار ګاللی .

د دې سریزې یادونه د څه لپاره ؟

هسې هم زموږ خلک ورځ تر بلې ورځی په دولت کې فساد ، شوکې اودرغلۍ ځوروی داناسور ټپ د ښوونې اوروزنې په برخه کې دبیزوپه زخم بدل شوی ، ددې تر څنګ دامیر څټک دپیر زوړ اوشړیدلی روزنیز نصاب په دې غوړیدلی اوپرمختللی عصر کې موږ ته دپیغور لامل شوی ، نودې پورته یادې شوې موسسې هغه روزنیز نصاب اودزده کړې میتودونه چې زموږ دماشومانو دروزنې لپاره دآزمیښت له تلې بریالی وتلی او(سافټ) نرم مواد یې هم لاتر اوسه ساتل شوی که چیرې په همدې نصاب کی انګلیسی ژبه له څلورم ټولګی پورته اوسیانیسی مضامینو برخه هم یو څه غوښنه شی ، هغه لګښت چې امریکایانو دنویو کتابونو دچاپ په هکله منلی ـ په پورته چارو ولګیږی او هماغه سیستم دې پورته نوښتونه سره افغانستان ته راوړل شی ، زما په اند به زموږ راتلونکی کول ته بیاهم ستر چوپړ سرته رسیدلی وی .

پوهنه ، رڼا ده .

عبدالرووف لیوال د(Befar)   پخوانی استاد .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply