په اتو کې ډبل حکمتيار / حميد هڅاند

0 817

په پرو «قطعو» کې یوه لوبه ټېکه نومېږي. که درې نور کسان «رنګ» نه ووایي، څلورم کس مجبور دی رنګ وټاکي او لږ تر لږه اته جبري لاسونه وګټي. په دې لوبه کې اته لاسونه ګټل تر ټولو لږ دي. تر ټولو زیات دیارلس دي چې د پربازۍ په اصطلاح کې لاړیس ورته وایي. اوس نو که مقابل طرف پنځه لاسونه وګټي، هغه کس او ملګری یې چې اته یې ویلي و، ډبلېږي او شپاړس تاوان کوي. که کوم کس په اتو کې ډبل شي، سخته د خندا کیسه ځنې جوړېږي، ځکه نو عام خلک چې یو څوک له یوه داسې کاره راګرځوي چې نتېجه یې تاوان وي، ورته وایي چې ګوره! په خپلو اتو کې به ډبل شې.

ښاغلی حکمتیار چې د لوبې یو اړخ پاتې شوی، داسې انګېري چې نورو ټولو نوبت تېر کړی، اوس نو باید دی رنګ وټاکي. ده چې پخوا یې د پان‌اسلامیزم نظریې پلوي کوله او په نړیوالو جیوپولیټیکي مسایلو کې د هېوادونو تر منځ پر خاورینو کرښو یې زیات باور نه درلود، سم له واره یې د افغانستان جګړه قومي وبلله. مانا دا چې یو وخت لاړیس ته ناست و، خو اوس یې لوبه اته لاسونو ته را کښته کړه. ګومان مې دا دی چې حکمتیار صاحب غواړي په دې توګه په پښتنو کې خپل حمایت لا غوښن کړي. حکمتیار صاحب پوهېږي چې د دې حرکت مانا یې دا ده چې په نورو قومونو کې یې ملاتړ چې په دې ورځو کې کم شوی دی، لا کم‌رنګه کېږي. اما دا چې په لوبه کې به ارومرو خطر منې، ده هم ارومرو وروسته له ارزونې دې خطر ته غاړه ايښې ده.

پښتانه په ټاکنو کې د نورو قومونو په پرتله په کم شمېر برخه اخلي. همدا رنګه د غني او اتمر په څېر کسانو په شتون کې د پښتنو د رایو یو ورخ هغوی ته ماتېږي، تر څنګ یې دا چې ښاغلي حکمتیار به وار له مخه په نورو قومونو کې خپل محبوبیت صفر ته نږدې کړی وي، په نتېجه کې به ښاغلی حکمتیار په خپلو اتو کې په اسانۍ او تېزۍ ډبل شي.

دا چې حکمتیار صاحب له تاوده وسله‌وال مخالفته د سولې بهیر له لارې په سیاست کې ښکېل شوی و او تر څنګ یې دا چې حزب اسلامي په نورو قومونو کې هم ريښه لرله، د ولس تمه دا وه چې دی به د سولې بهیر او همدارنګه د قومونو په نږدېوالي او یووالي کې رغنده رول ولوبوي. داسې اېسي چې ولس هم د خپلو تمو په اتو کې ډبل شوی دی.

د حزب اسلامي له خواخوږيو مو هیله دا ده چې د قومي لانجې د زیاتېدو حساسیت درک کړي او له خپل ګوندي ظرفیته د دیني و قومي لانجې د زیاتولو پر ځای، په کمولو او له منځه وړلو کې کار واخلي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply