سعودي عربستان تیرو ۲۵۰ کالونو کې!/ لیکوال: آرین پکتیار

0 1,524

سعودي عربستان تیرو ۲۵۰ کالونو کې!

پاچا الملک سلمان خپل زوی د وليعهد په حیث ټاکلو باندې لویه تیروتنه وکړه!

په ۱۷۳۶ز کالونو کې چې نادر افشار د هندوستان له چور او تالان نه راوګرځید او اوسني ایران کې يې اعلان د سلطنت وکړ، لودیز اړخ ته یې عثماني ترکیې د ځواکمنی اوج کې وه او د غرب خاص ډول انګریزانو لپاره يې ځواکمن بلاک جوړ کړی وو انګریزانو هم د عثماني ترکيې د کمزوري کولو ستراتیژي طرحه کړه چې د پلان مطابق د عثماني ترکیې نه آل سعود په مشری د سعودي عربستان بیلول وو.
سعودي عربستان تر ۱۷۴۵۵ (دا هغه وخت وو چې احمدشاه دراني د نادر افشار لښکر کې دنده اجرا کوله او په اوسني ایران کې د بغاوتونو سره مخ وو ) د عثماني ترکیې برخه وه،چې به لومړني ځل بریتانیې محمد بن سعود او عبدالوهاب نجدي سره پخلا او د عثمانيې بر خلاف يې بغاوت ته وهڅول شول ،(دا مهال احمدخان ابدالي ((احمدشاه بابا)) خپلواک او ټولواک دولت ډبره کیښوده.)چې دغه بغاوت تر ۱۸۱۸ز کال پورې دوام وکړ بلاخره عثماني ترکيې بغاوت ختم کړ او برلاسي شوه.(دا مهال افغانستان کې د لومړنۍ سیاسي وژنې وروسته چې تیمورشاه ته په شرابو کې زهر ورکړل شو. او شاه زمان واک ته ورسید خو شاه محمود د انګریزانو به لمسون شاه زمان مات کړ او شاه محمود واکمن وو خو مرکزي حکومت ډیر ضعیفه شوی وو.)
خو بریتانې د عثماني ترکیې د ضعف لپاره د سعود اولاده بیا وهڅوله چې بغاوت پیل کړي او د ۱۸۲۵زکال کې د آل سعود زامنو ریاض ونیولو خو د آل سعود او آل رشید زامنو تر منځ د واک به سر شخړه د دې باعث شوه چې ۱۹۰۲ کې د آل رشید خاندان جلاوطنه کړ.(دا شخړه افغانستان کې د سدوزو او محمدزو ورڼو تر مینځ شخړو ته ورتوالی درلود. او همدا وخت په افغانستان کې امیر عبدالرحمن د وفات نه یو کال تیر شوی وو) او آل سعود واکمنې تر خلیج پورې وغزوله مکه او مدینه يې په ۱۹۲۵ کې د چوړ، تالان او مرګ ژوبلې وروسته ونیوه(دا مهال افغانستان کې د دویمې مشروطه خواهی خپلواکه زرینه دوره وه.چې وروسته انګریزانو سبوتاژ کړه.)
۱۹۳۲ کې آل سعود د (المملکته سعودیه العربیه) د جوړیدو او خپلواکی اعلان وکړ خو هیره دې نه وي چې د بریتانیا له خوا حمایه شو تر څو عثماني ترکیه ضعیفه شي.(دا مهال وو چې افغانستان کې هم انګریزانو هم خپل ګوډاګی نادرخان واک ته رسولای وو او یو کال وروسته ۱۹۳۳ ز اتم د نومبر کې ووژل شو. )
په ۱۹۳۸۸ کال د سعودی عرب د تیلو چینې پیدا شوې(دا مهال افغانستان ظاهرشاه د انګریزانو په حمایت د پلار په نقش قدم روان وو) او ۱۹۴۵ کال د دویمې نړیوالې جګړې په ختمیدو سره امریکا د موقع نه ګته اخستنه د سعودي عرب د تیلو کیلی خپلې کړې.او د برطانیې سره د سعودي ځایناستو په سر نندرې شروع شوې.(دا مهال افغانستان کې ټولواک په خپله ظاهر شاه وو)

۱۹۵۳ کال کې عبد العزیز بن سعود وفات شو اور سعود بن عبد العزیز بادشاه شو.
۱۹۶۴۴ز کال کې سعود بن عبد العزیزد فساد او عدم مدیریت په تور له واکه لرې کړل شو او فیصل بن عبد العزیز بادشاہ شو.(چې د امریکا مخالف او برطانیې ته وفادار وو.)
۱۹۷۵ز کال کې فیصل بن عبد العزیز د وراره به واسطه ترور شو.(دا کار د امریکا د استخباراتو اقدام وو.) او خالد بن عبد العزیز بادشاہ شو.(دا مهال داودخان په ظاهرشاه سپینه کودتا کړي وه او واکمن وو.)
۱۹۸۲ ز کال کې خالد بن عبد العزیز وفات شو. او فہد بن عبد العزیز بادشاہ شو.(دا هم د امریکا سړی وو.دا مهال افغانستان باندې روسانو یرغل کړی وو او ببرک کارمل ګوډاګی واکمن وو.)
۲۰۰۵ ز کال کې فہد بن عبد العزیز وفات شو او عبد اللہ بن عبد العزیز بادشاہ شو.(دا بیا د برطانیې سړی وو.دا مهال افغانستان باندې امریکا یرغل کړی وو او حامد کرزی واکمن وو.)
دغه دوره کې غواړم د سعودي عربستان یوې ځانګړي تیروتنې ته اشاره وکړم هغه دا چې کله ایران د هالنډي شرکت (shall)سره قرا داد وکړ چې د د ایران کلنی ۶۰۰ ملیونو بیلرو نفتو استخراج کچه به ۱۲۰ ملیونه بیلرو ته رسوي نو سعودي عربستان اروپا ته د نل لیکې طرحه دیزاین کړه چې یوازینی خنډ په سوريې کې د بشارالاسد واکمني وه لومړۍ باید هغه له پښو غورزول شوي وای او د سوريې دولت مخالفین يې وپنځول چې د دغه اقدام سره یو عظیم ملت د تباهی کندې ته ولوید او وروسته يې دغه لاره بریالی نشوه نو اعراق او سوریه کې د داعش په پنځونه کې کلیدي رول ولوباوه خو روسيې دا پلان هم شنډ کړ.
۲۰۱۵ز کال کې عبد اللہ بن عبد العزیز وفات شو او سلمان بن عبد العزیز بادشاہ شو.(چې د امریکا سړی دی.دا مهال هیواد کې اشرف غني واکمن شو.)
۲۰۱۷ز کال کې د امریکا ولسمشر ٹرمپ سعودي عربستان دوره ووهله او د محمد بن سلمان پادشاه، نائب وزیر اعظم او وزیردفاع جاج يې واخيست او امریکا د برطانیې واکمنۍ ته د پای ټکی کيښود .( او امریکا افغانستان کې هم خپل نړیولو رقیبانو ته ماته ورکړي او د خپلې خوښې حکومتونه بدلوي رابدلوي.)
دا مهال چې د سعودي عربستان پاچا د خپل حمایه کونکي ټرامپ په مټ خپل ۳۲۲ کلن زوی ولیعهد وټاکلو دا کړنه داسې اساسو شرایطو کې نه وه پکار او ولیعهد چې د نړیوالو سره د ولسواکی د راتګ وعدې ورکوي ۲۰۸ امیران (تره زامن)د ۱۰۰ملیارده ډالرو فساد په تور باندې نیسي او ټولو سعودیانو ته د مساوي حقوقونو وعده ورکوي، نو راتلونکي قدمونه ډیر په احتیاط اچتول پکار دي.
تازه په تازه الملک سلمان تګ مسکو ته د بشارالاسد سره د دښمنی او داعش پنځونې بښنې غوښتنې لپاره کچکول وروړنه دا په ډاګه کوي چې سعودي عربستان د امریکا د ستراتیژی ښکار شو او د بریطانې او امریکا له لاسوهنو په تنګ شوی او غواړي چې د نړیوال سیاست یو نوی باب پرانیزي چې دا ایران ته هم یو سیاسي ګذار شمارلای شو.
وړاندیزونه:
د سعودي عربستان واکمنان دې ، لومړي قدم کې مطلقه شاهي په مشروطه شاهی بدله کړي او انتصابي غیر امیر(چې د آل سعود کورنی پورې تړاو ونلري) اجرایوي صدراعظم وټاکي او د امنیتي سکتور وراخو ټول وزیران غیر امیر وټاکي او تر دیرشو کالو پورې همداشان مخکې واټن ووهي وروسته دې امنیتي سکتور کې هم مسلکي عامو سعودیانو ته لار هواره کړي،ورسره دی صدراعظم انتخابي شي او تر پنځوسو کالو وروسته دی یا مشروطه شاهي تر امکانه برحال پاتې شي او یا دې خپل ځای جمهوري دولت ته وزګار کړي او د لیبرال ولسواکی اکمال ته دې ورسیږي.
که پوشتنې درته پیدا شوې ځوابولو ته حاضر یم!

ماخذونه:
افغانستان در مسیر تاریخ
بازنګري دوره امانی وتوطیه های انګلیس
IFP

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply