په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور یقیني شوی/ عبدالمالک عاصم

0 1,173

په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور یقیني شوی چې کابل اوس په اقتصادي او تجارتي برخه کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وکولی شو، چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هیواد خلاص کړي. دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې اوس یې نیمروز، شیرخان بندر، حیرتان، تورغونډۍ، اقینه او اسلام کلا بندرونه د تورخم او سپین بولدک پرتله ډیر بوخت دي. په وچه کې د راګیرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنۍ تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. سره له دې چې پاکستان وکولی شوپه تیرو ۴ لسیزوکې د افغان سپین ژیرو او ځوانانو وینو او مغزو ته خپل اغیزورپیچکاري کړي، خو د وروستۍ یوې نیمې لسیزې د سیاست له برکته یې د افغانانو د زړه د کرکې کندې ته د پاکستان نوم ورټیل وهلی او ټولې خوارۍ یې د پاکستان مرده باد له شعار سره وتړل شوې.

د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي سیاست اوس له هره اړخه دوی په خپله ناکام ګڼي او له اسلام اباد څخه د افغان بچي انځور د وژونکي تل پاتې دښمن دی، چې که یې لاس پرې برشود لوی افغانستان جنډه به په اټک کې ودروي. د اسلام اباد دسیاست د الف او با لیکونکي فکر کوي، چې په سیاسي ډګر کې هم دوی خپله لوبه هندوستان ته بایلودې او نوی ډیلي د چابهار له لارې تر کابل او منځنۍ اسیا دتګ راتګ موزې بلاخره په پښو او پر افغان خاورې یې د ځمکې له لارې هندي غنم تویدل شوني کړل. نیمروز د افغانستان د ګوټ ګوټ لاریو دورتګ کوربه دی، چې په کور دننه د لویوګاډو د تګ راتګ بازارته یې نوی لوری ورکړ. سیمه د بدلون په درشل کې ښکاري، او افغانستان له سرې کرښې خپل سرخوندې ویستلی او د خپلې تنې د خوندي کولو هڅې کوي.

هند وايي د چابهار بندر له لارې به د کابل اوډیلي راکړه ورکړه ژر میلیاردونو ډالرو ته ورسیږي او هندیان غواړي له نیمروز څخه د افغانستان ترمرکزي سیمو او ان شماله د اورګاډي داسې پټلۍ او کرښه جوړه کړي، چې منځنۍ اسیا ته یې مالونه ورسیږي. دا په سیمه کې د څو هیوادونو د راکړې ورکړې د نوي موسم پیل دی، چې ویل کیږي د دغه نوي زړه خوړونکي طوفان په مخالف لوري حرکت کونکي به بې هدفه ستړي وي. کابل او نوي ډیلي څه باندې یوه لسیزه د واګې بندر ته اړولي وو، چې ددوی د موټرونو پرمخ یې خوله خلاصه نشوه. د پاکستان پر ARY تلویزیون یوه بیګاني بحث دا خبره کوله، چې له اسلام اباد څخه د کابل د سولې د مرستې هیله به هم یوه ورځ د چا بهار په څیر له پاکستان پرته ترسره او افغانستان به د پاکستان له دې اغیزه هم خلاص شي. د همداسې ورځې په هیله د پرمختللي افغانستان منډې دې ګړندۍ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply