که مامورین خپل چلند سم کړي!/ بشیر یوسفزوی

0 661
په افغانستان کې روانې جګړې پر وژنو، ورانۍ او دربدرۍ سربېره زموږ د خلکو اخلاق،  متقابل درناوی، خواخوږي، چلند او نور ټولنیز ارزښتونه هم متضرر کړل. ځینې بیا د خپلو ناسمو کړنو او چلند د توجیه لپاره په ډېره اسانۍ دغه بیولوژیکي فرضیه دلیل راوړي چې انسان ټولنیز موجود دی او له ټولنې رنګ اخلي، نو امکان نه لري چې د لسیزو جګړو اغېز زموږ د خلکو په کړو وړو کې و نه لیدل شي.
مګر دولتي مامورین چې عموماً د ټولنې لوستی قشر دی باید خپلو کړو وړو او چلند ته تر نورو زیات پام وکړي، ځکه دوی هره ورځ له ولس سره په اړیکه کې وي. د دوی کړه وړه او چلند پر هغوی نېغ اغېز لري.
 دوی باید د خلکو د زړونو د ماتولو پرځای د زړونو د ګټلو هڅه او له خپلو مراجعینو سره نېک چلند وکړي، اړوند کارونه یې پر وخت ور خلاص کړي، دوی ته په نرمۍ لارښوونې وکړي او که د داسې اجرااتو غوښتنه ورڅخه کوي چې د دوی په وس نه دي او یا له قانوني پلوه یې نشي کولی، نو خپل عذر دې وړاندې کړي او په واضح دې وپوهوي، ځکه اکثر کلیوالي خلک په اداري اصولو، قوانینو او مقرراتو نه پوهېږي، د دوی توقع لوړه وي او فکر کوي چې د مامور په وس هر څه پوره دي، خو په حقیقت کې داسې نه ده.
اکثریت مراجعین له دولتي مامورینو څخه ډېرې او تکراري ګیلې کوي. اکثره خلک وایي چې دوی پر وخت د مراجعینو کارونه نه خلاصوي، بډو ته لارې او پلمې جوړوي، په نن او سبا یې سپاري. په ورځو ورځو غیر حاضر وي. غوښتنلیکونه او عریضې یې نه کتل کېږي. نه ورسره څوک سم چلند کوي او نه هم ورته لارښوونه.
دغه مامورین سره له دې چې د همدغو مراجعینو له برکته د کار، دندې او معاش خاوندان دي او د دوی د ستونزو د حل په موخه ګومارل شوي دي، مګر که دوی د مراجعینو چارې پر وخت ترسره نه کړي او مناسب چلند ورسره ونه کړي، نو د دې تر ټولو لویه بیه حکومت پرې کوي.
ځکه له خلکو او مراجعینو سره د مامورینو ناسم چلند پر حکومت د خلکو باور کموي، خلک له حکومت څخه واټن نیسي. حکومت د ځان نه بولي او ممکن په ډېرو مواردو کې مراجعین د دوی پرځای د وسله والو مخالفینو صحرايي محکمو ته مخه کړي او خپلې ستونزې د حل په موخه هغوی ته ور وړي. له هغوی سره اړیکې او خواخوږي زیاته شي.
حکومتي مسوولینو ته ښایي چې د دغو ستونزو د مخنیوي او د ولس په منځ کې د وسله والو مخالفینو د خواخوږۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د خپلو تر لاس لاندې مامورینو چلند او کړه وړه وڅاري. هغه څه چې د مراجعینو د خوابدۍ لامل کېږي د هغو مخه ونیسي او که کوم کس په قصدي ډول دغسې چلند کاوه، نو هغه دې له دندې ګوښه او د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
ممکن په خپله دولتي مامورینو او یا ځینو کسانو ته له عامو خلکو او مراجعینو سره د دوی ناسم چلند عادي وبرېښي، مګر دا عادي مسله نه ده، بلکې د دوی د ناسم چلند له امله خلک له حکومته واټن نیسي، کرکه ورڅخه کوي او د پردیتوب احساس ورکوي. لنډه دا چې د دوی د ناسمو کړنو تر ټولو زیات زیان، حکومت، په خپله ولس او په لویه کې هېواد ویني.
خو که مامورین خپلو کړنو، دندو، مسوولیتونو او چلند ته پام وکړي، هم به کارونه ښه او پر وخت ترسره شوي وي، هم به د نورو له حکایت او شکایت بېغمه وي، هم به یې په کار او ګټلي رزق کې برکت وي او هم به په ټولنه کې بدبینۍ، تشدد او توندي له منځه تللي وي. عقدو، د نهیلۍ او پردیتوب احساس ته به هم ځای نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply