هندواڼې هر څوک خوري، خو داسې ګټه نه‌شي کولای

0 974

تاسې به هم په ښار کې پرېمانه هندواڼې اخيستې او کور ته وړې وي، يا به مو په کوم باغ کې د پولې پر سر هندواڼه ماته کړې او نوش جان کړې وي، بس کيسه خلاصه، خو راځئ نن ولولئ چې يوه سړي د هندواڼې د خوړلو له شوق څخه څومره ګټه تر لاسه کړه.

کیسه داسې ده چې د امریکا په مشهور سوپر مارکېټ وال مارټ کې يوه کس د هندواڼې اخيستلو ته ولاړ و چې ولوېده او ژوبل شو.
ټپي شوي کس پر مارکېټ دعوه وکړه چې د ده د ټپ ۷،۵ میلیونه ډالر تاوان به ورکوي.
کیسه تر محکمې ورسېده او محکمې د ټولو اړخونو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه چې وال مارټ به د دې ټپ په بدل کې اړوند کس ته ۷۵لکه ډالر تاوان ورکوي.

تر دې وړاندې په دوه زره پنځلسم کال کې، د امریکا په الباما ایالت کې هم په یو مارکېټ کې یو کس ټپي شو چې بيا مارکېټ ۷،۵ میلیونه ډالره تاوان ورکړ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply