دکابل خونړۍ پیښی او د چارواکو بی وسي/ قریب الرحمان سعید

0 1,004

دپنجشنبی په ورځ د کابل دخیرخاني په سیمه کي د ودونو دپروګرامونو له پاره په یوه ستر محل کي د شمال د ټلوالی پوري اړوند دبلخ د والي یو شمیر حواریونو او پلویانو غونډه جوړه کړی وه ترڅو د ښاغلي عطاءمحمد نور د ولایت د تیرو ۱۶کلونو لاسته راوړني د غونډی دګډون والو تر منځ رابربنډی او هم هیوادوال د بلخ په ولایت  کي د شوو تعمیراتي او ودانیزو پرمختګونو څخه خبر کړي . اوپه دي توګه دښاغلي عطامحمد نور د ولسمشرۍ د کاندیداتورۍ له پاره لمړني تبلیغاتي پروګرامونه دهمدي ځآیه پیل کړي . د ولسمشرۍ ټاکنو ته چي لا تراوسه نژدی دوه کاله او یا لږ څه کمه موده  ورته باته ده، د ټاکنیز کمپاینونو پیلول اوبیا ددغسي امنیتي ستونزو ترمنځ ډیر دوخت مخته کار حسابیږي .

د ټاکنو ازاد کمیسیون هم د خپل تنظیمي اړخه  د تشکیلاتي داخلی سترو ننګونو او کشمکشونو سره مخ دی ،  دا لا تر اوسه څرګنده  نه ده چي دا ټاکنی به په خپل وخت اجراء کړل شي او که دپارلمان د ټاکنو به څیر به د یوه کال نه بل ته وغخیږي.

 ښاغلي عطامحمد نور هم په هرات کي د خپلو ملاتړو پلویانو ترمنځ د ولسمشرۍ دټاکنو له پاره خپله کاندیداتوري  اعلان کړه . خو د ټاکنو د قانون له مخي ، ښاغلي عطاءمحمد نور باید لمړۍ دبلخ د ولایت دمقام څخه  ځان ګوښه  اوبیا خپل نوم په رسمی توګه د کاندیدانو په لست کي ثبت کړي .اما تر اوسه پوری دا کار نه دي شوی ، خو دهغه دملاتړو  په واسطه دهغه له پاره انتخابی کمپاین پیل شوي چي د تیري ورځي  غونډه یی ګواهي ورکوي .

بدبختانه چي د تیري ورځي دغه غونډه ، د هیواد ددښمنانو د ځآنمرګي برید سره مخ شوه او د یو شمیر سرچینو له مخی په کی تر شلو زیات کسان وژل شوي او نور ګڼ شمیر زخمیان   دي. چی دا عمل پخپله دعطاءمحمد نور راتلونکو پروګرامونو ته کلکه ضربه رسوي او دهغه ملاتړی دخپلو راتلونکو پروګرامونو له پاره په احتیاط کولو مجبوروي .

په کابل کي دا لمړۍ برید نه دي اونه به وروستۍ برید وي . مونږ ګورو چي د هیواد دنورو ولایتونو په پرتله  کابل زیات د ګواښ سره مخ دی ، داګواښ دي ښار ته د ټولو وسلوالو له اړخه پیښ شوي ، چي په خپله د ښاغلي عطاء محمد نور ډله هم په دي ګواښونو کي د نورو زاویو څخه شریکه ده . په دي ګواښ کي اوس د طالب ځواکونو ترڅنګ ، دداعش ډله هم پوره فعاله ونډه لري . همدی ډلي د عطاء په پلویانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی ، خو طالبانو ددي برید دملامتیا نه ځآن  خلاص کړي او ویلی یی دي چي په دی پرید کی هیڅ ډول لاس نه لري .

دا په داسي حال کی چي  هیواد ته د بهرنیو عسکري ځواکونو بله ۳۰۰۰کسیزه جوپه هم راورسیده . خو امریکایان او ناټو ګواښ کړی چي په دغه شمیره کي به زیادښت راوړي ، او دهیواد په ټولو برخو کي به خپلي بی پيلوټه الوتکي (Dron Fiter) فعاله ساتي او دهمدی له لاري به خپل عسکري عملیات ترسره کوی . تر اوسه پوري دهمدي الوتکو د ړندو بمباریو په واسطه د هیواد په ډیرو ولایاتو کی ، او تازه تازه په کنړونو کي ، د ودونو، جنازو او جرګو ګڼ شمیر وګړي دخاورو سره خاوري شوی ، کوچنیان اوښځي له منځه تللي ، په هلمند ، او پکتیا کي یی د اوسنیو بمباریو په واسطه ګڼ  شمیر بی وزله انسانان په مارکیټونو کي شهیدان شوي ، خو دولت او چارواکي یی ، په ځانګړی توګه ددفاع وزارت ددي په ځاي چي په بهرنیو د احتیاط غږ وکړي ، مجرمینو ته یی د سزا اعلان وکړي ، دهغوي ټول وحشتونه  په خپل ځان اخلي او ددفاع  د وزارت پوری یی اړوندوی .

په دي اړه د اجرائیه درئيس ،‌ښاغلی عبدالله عبدالله  امریکا ته اوسنی سفر هم  د مکث وړ دی . هغه دخپل سفر په جریان کي  امریکایانو ته ویلي  چي یا دي په افغانستان کي د وسلوالو مخالفینو په خلاف  کلک قدم واخلي او کنه دا جنګ به امریکا ته راځي . په داسي حال کی چي د امریکایی ځواکونو په شتون کي په نژدي ۱۷ کالو کی دا جنګ امریکایانو او ناټو په خپل ټول توان سره  خاموش نه شو کړای ، نو معلوم نه ده چي اوس به یی د ښاغلي عبدالله په غوښتنه په دغو  شلو زرو وسلوالو عسکرو څه ډول خاموشه کړي .

دبهرنیو عسکرو ډیرښت  به همدومره وکړي چی دملي یووالی د حکومت شتون به په کابل کي تر یوي مودی پوري تضمین کړي ، خو په ولایاتو کي حالات  ډیر خراب دي . پخبله همدغه بهرنۍ استخباراتی کړۍ وایی چي  د افغانستان  نژدي ۶۰سلمه خاوره نا امنه ده ،‌ ددي نا امنی برخي څه برخه  د وسلوالو مخالفینو د مستقیم کنترول لاندی ده او څه نوره کی یی که دولت هم  شتون ولري خو شتون یی نمایشي دی . په دي نا  ارامیو کی که له یوه اړخه وسلوال په جنګ بوخت دي خو دبله اړخه پخپله د عطاء محمد نور ډله اودهغه اربکیان هم په پوره توګه مصروف دي . ددوي مصروفیت د مخالفو وسلوالو ځواکونو د لیکو د ټینګښت او غښتلی کولو له پاره پوره رول لوبوي . ځکه ددوي اربکیان خپل مخالف وګړی محبوروی خبلی سیمي پریږدی، دسیمي پریښونکي وګړي بیا دخپل غچ اخستو په خاطر د وسلوالو مخالفینو لیکو ته ځانونه رسوي اوپه دي توګه دجنګ لمبي نوري هم تازه کیږي. اودا هغه بدبختي ده  چي ولس به مو ورسره  تر ډیره وخته  پوری  لاس وګریوان وي . د عصبیت لمن به خوریږي ، ورورګلوی به لمنځه ځي ، دامن تړونونه به خپل اصالت له لاسه ورکوي او ددولت چارواکی به دخپلو کړو ژمنو نه ورځ تر بلي په شا کیږي  چي ژوندي مثال یی همدا اوس زمونږ تر سترګو دی .

په دي اساس ددي غمیزی دحل له پاره ، د احساساتی خبرو او تبصرو ، نه اخوا عملي قدم اخیستلو ته اړتیا ده ،  چي دا قدم باید دهیواد دریښتونو مینه والو سیاستمدارانو له اړخه په پوره جدیت او قوت سره واخیستل شي .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply