د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستیال د څارنوالۍ له تحقیقاتو وروسته بیا دندې ته ستون شو

0 767

بسم الله الرحمن الرحیم

 

درنو هیوادوالو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ښاغلیو او آغلو وکیل صاحبانو، د قدر وړ دولتي چارواکو، د مخابراتو د وزارت مشرتابه هیت او قدرمنو رسنیو:

 

السلام عليكم ورحمةالله وبركاته.

 

له هر څه وړاندې، د افغانستان له عدليي او قضایي ارګانونو او په ځانګړې ډول له محترم لویې څارنوالۍ څخه مننه کوم چه زما د دندې د ځنډولو قضیه یې په پوره حوصله، هر اړخیزه او شفافه توګه وڅېړله.

 

زما د دندې ځنډول چه د افغان ټیلیکام د ریاست لپاره د نوي سرپرست د ټاکلو په هکله وه، چې زه پکې په قانون ماتولو تورن شوی ووم.  چه د دغی موضوع د پوره شفافیت او څېړلو لپاره محترم جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني زما دنده وځنډوله چه تر څو یاده قضیه په شفافه توګه وڅیړل شي.

 چه له نېکه مرغه، محترم لویې څارنوالۍ له شفافې او هر اړخیزې څېړنې څخه وروسته ماته برات راکړ او رفع د تعلیق شوم او یو ځل بیا خپلې دندې ته راستون شوم.

 

قدرمنو هیوادوالو:

یو شمېرمغرضو کړیو په سوشل میډیا خصوصآ په فیسبوک کی د شخصیت وژنی پر بنسټ زما د تعلیق قضیې ته بل رنګ ورکړی وو او هغه یې له ۱۰٪ مخابراتي مالیې کی د اختلاس پورې تړلې وه چې اصلا یې زما د قضیي پوری هیڅ تړاو نه درلود.

هېله مند یم چه هغه اشخاص چه په سوشل میډیا کی شخصیت وژنه کوي قانونی چلند ورسره وکړل شي.

 

په پای کې یو ځل بیا په پوره اخلاص، ایماندارۍ او د خپلو کلونو مسلکي تجربو پر بنسټ تاسو ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کی د خدمت ژمنه تکراروم، او ډاډ درکوم چې د مخابراتو په سکټور کې به نه ستړې کېدونکې هلی ځلې ته دوام ورکوم چه تر څو په لوړ کیفیت، ارزانه او مسُونه مخابراتي خدمات د هیواد په ګوټ ګوټ کی ولرو.

 

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان را باندې راشي که بهار

 

د یوه پرمختللی افغانستان په هیله

 

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت تخنیکي مرستیال وزیر

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

هموطنان عزیز، وکلای محترم ولسی جرگه و مشرانو جرگه، مقامات عالی قدر دولتی، هیئت رهبری وزارت مخابرات و رسانه های عزیز

: السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

 

قبل از همه، مناسب می دانم که از ارگان های عدلی و قضایی افغانستان و خصوصا از محترم لوی سارنوالی اظهار سپاس و امتنان نمایم که قضیه تعلیق وظیفه ام را با حوصله مندی تمام، همه جانبه و شفاف بررسی نمود.

تعلیق وظیفه ام بنسبت تعیین سرپرست جدید شرکت افغان تلیکام بود که من متهم به عدول از قانون شده بودم، جناب جلالتماب رییس جمهور محمد اشرف غنی جهت بررسی شفاف این قضیه؛ وظیفه ام را به تعلیق در آورد.

خوشبختانه بعد از بررسی شفاف و همه جانبه لوی سارنوالی برات حاصل نموده و رفع تعلیق شدم که امروز در حضور شما به وظیفه ام بر گشتم.

هموطنان گرامی! یک تعداد افراد مغرض در شبکه های اجتماعی خصوصا در فیسبوک، برمبنای ترور شخصیت قضیه تعلیق بنده را رنگ دیگر داده و متهم به اختلاس ده  فیصد ۱۰٪ محصول خدماتی مخابراتی نموده بود که الحمدلله هیچ ربط در قضیه ام نداشت. آرزومند ام اشخاص که در شبکه های اجتماعی ترور شخصیت می نمایند، با آنها برخورد قانونی صورت گیرد

 

. در اخیر یک بار دیگر اظهار می نمایم که با اخلاص کامل، ایمانداری و با در نظر داشت سال ها تجربه کاری در این سکتور، در وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی متعهد به خدمت بوده، و تاکید می نمایم که در سکتور مخابرات جهت ارائه خدمات با کیفیت، مصون و ارزان در سرتاسر کشور از هیچ نوع سعی و تلاش دریغ نمی ورزم.

 

همچنان ایستاده ام

 سر به فلک کشیده و سبز

 

انجنیر سید احمد شاه سادات معین تخنیکی، وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply