غزل/ سید شاه سعود

0 1,685

په ظاهره به بیمار شوم بیا به ښه شوم
چې له سترګو به وزګار شوم بیا به ښه شوم

په لمبو به دې ایره کړم قلندره
ستا د لاسه به ازار شوم بیا به ښه شوم

ټوله شپه به مې تیرې ځان نه څنډلې
چې سهار به رابیدار شوم بیا به ښه شوم

په نشو به مې غم لا سوا کیدلو
چې په بل څه به خمار شوم بیا به ښه شوم

بی ازاره به مزه د بازار نه وه
چې بازار کې به ازار شوم بیا به ښه شوم

د ژوندون ذموارو به ژړولم
ستا په غیږ کې به قرار شوم بیا به ښه شوم

سپیلنو سره مې عمر و سعوده
په لمبو به د انګار شوم بیا به ښه شوم
_______________________________
سید شاه سعود

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply