په افغانستان اسلامې یرغل (!) ۴۳ کلن شو

0 944

په افغانستان اسلامې یرغل (!) ۴۳ کلن شو
افغانستان د تیرو ۴۳ کالو راهیسی د داسی یوه مرموز اسلامې یرغل ښکار شوی چې همدا اوس هم په خپل ټول شدت دوام لري، ولې مونږ د یوه ملت په توګه تری نا خبره یو. هو دا یرغل داسی یو یرغل دي چي:
زمونږ تاریخ پوهان هم تری یا ناخبره دي، یا پری سترګې پټوي، خپل غوږونه کڼوي او قلمونه یی تری جیب ته کړي دي.
هغه یرغل چې ویشتونکې عسکر او جنرالان یی هم افغانان او تیر باران شوی یی هم افغانان دي.
هغه یرغل چې زمونږ ملا صاحبان یی نه داچې یرغل نه بولې او ور ته یی د کفر په ویلو ژبه ګونګه ده بلکه برعکس دغي د اسلام په نامه کفری یرغل ته د جهاد نوم هم ورکوي.
هغه یرغل چې مقابله کوونکې افغانی عسکرو او پولیسود جنازو کولو نه یی هم همدا وطن پلورونکي ملایان انکار کوي ( یوه نمونه یی دا ده چې د پل خشتی ملا امام د ولسمشر په وړاندی د داسی یو وطن پال جنرال د جنازی نه انکار وکړ چې د هغه اسلامیت، اسلام پوهه او افغانیت د دغه نا خلف امام نه په مراتبو پورته وه).
هغه یرغل چې زمونږ ملت یی ټول چور کړ، زمونږ د ملک نظام یی را ختم کړ، زمونږ ملې اردو، ملې پولیس او نوری ټولی اداري یی را ختمې کړي. زمونږ طیاری، توپونه او نوري ټولې اسلحي او مهمات یی کباړ او زمونږ د بریښنا ستنې هم اره، او مزي یی هم وتښتول، او زمونږ په غرونو کی یی ځنګلونه او حتا د پیستو تر ونو هم شهیدانې کړي.
هغه یرغل چې زمونږ ملې وحدت یی داسی پارچه پارچه کړ چې اوس زمونږ په لستوڼې کی دننه د دوی نوکران په ډیره بد سترګې حتا د افغانیت او اسلامیت نه هم انکار کوي او په ضد یی زمونږ ولسونه هم هڅوي.
هغه یرغل چې په کیلومترونو خاوره یی را نه لاندی، او په هغه پوله چې مو په ټول تاریخ کی نه وه منلې نن خپلی پخې مورچې جوړوي، او اغزن سیمان پری غزوي، په غرنیو کلو مو توپونه را وروي، او زمونږ دولت او ملت دواړه نه یوازی دا چې ور ته په عاجزو عاجزو سترګو ګوري، بلکه زمونږ خپل یو شمیر نا اهله وطن پلورنکې بیا د دی مکار کافر دښمن دا اعمال تقدیروي هم. پداسی حال کی چې د اروپایی اتحادی معاون د ډیورند د منحوسی کرښی د لغوه کولو غږ کوي ، خو زمونږ بیچاره دولت اقلآ دا هم نشی کولای چې په نره د دی ناروا کرښې د نه منلو غږ قدر هم پورته کړي.
هغه یرغل چې زمونږ د هیوادوالو پت، عزت، وقار او حیثیت یی ټول له منځه ویوړ او زمونږ د سلګونو ځوانانو په وړاندی زمونږ سپین ږیري او قومې مشران بی عزته کوي، ښځې مو په درو وهي او سنکساروي یی، او بی شمیره مسلکې ځوانان مو په عام محضرونو کی بیله کوم دلیله په دار زړوي، او مونږ ولس ور ته هک حیران ګورو.
بلاخره دا هغه یرغل دي چې په وړاندی یی نه جهاد روا دی او نه پکې شهادت شته. په نورو ټولو یرغلونو کی به زمونږ ځوانان د شهادت په طمعه د زمرو په څیر جنګ ته ور دانګل، خو د دی کفری یرغل په وړاندي دی وطن پلورونکو ملایانو زمونږ ځوانانو ته جنک ګول هم کفر و باله او د دوي شهادتونو ته یی توهین او سپکاوی وکړ.
هو دا یرغل د اسلام تر نامه لاندی هغه کفری یرغل دی چې د سونګ مواد یی ( وطن پلورونکې مجاهدین، ملت خرڅوونکې نا اهله او نا پوهه طالبان، بی ضمیره انسانیت وژونکې داعشیان، او خونخوار حقانیان او نوری غلامې ډلې) هم دغه بی وجدانه افغانان دي. بیله شکه د داسی کافری هیوادونو چې په افغانستان یی داسی بده ورځ راوستي، ملګرتوب هم کفر او په وضاحت سره د دی ټولو ډلو پیروانان هم بیله شکه کفار، وطن پلورونکې دی او په وړاندی یی جهاد روا او فرض دی.
که مونږ د هر خارجي یرغل منفی اثرات په یوه ملت وارزوو، نو په هغوي کی د انسانې، مالې او ساختمانې تلفاتو نه زیات مهم د هغه یرغل هغه اثرات دي چې د هغې ټولنې ذهنې، فکرې، مورال، او د هغې ټولنې د ارزښتونو په وژلو او بدلولو کي پراته دي. که مونږ د دغه اصل له مخې په افغانستان باندی د تیرو ۴۴ کلونو کی د شوروي، امریکا او د پاکستان او ایران دغه غیر اسلامې یرغلونه مقاسیه کړو، نو کوم هغه خصارات چې د دغه اسلامې یرغل له امله افغانستان ته اوختی دي، هغه په سل ځله د ټولو هغو تاوانونو نه زیات تباه کوونکې، درانده او خطرناک دي چې د شوروي او امریکې له خوا افغانستان ته وراوښتي دي. د مثال په توګه: د شوروی، انګیس او امریکې د یرغلونو په وړاندي زمونږ د خلکو احساسات دومره بیدار او جدی وه چې هر افغان دا یرغلونه په اسانه تشخیص او په وړاندي یی مبارزه جهاد وباله او دغو هر یو تجاوز په خلکو کی د مقاومت او دفاع روحیه فوق العاده لا پیاوړي کړه، او په چټکې سره ټول افغانان د یوه واحد سنګر له لاری د دی خارجي یرغلونو په وړاندی د سر قربانیو ته تیار شول، ولي د دغه کافری یرغل په وړاندی عوام خو لا پریږده چې زمونږ تاریخ پوهان، سیاستمداران، لیکوالان، او ملایان هم چوپه خوله دي. او دی اسلامې (!) یرغل برعکس زمونږ خلک په ډلو، قومونو، مذهبونو او نورو نومونو داسی سره وویشل او هر یو یی د بل په وړاندی داسی دښمنې ته تیار کړل چې په خلکو کي د بی اتفاقیو، انسان وژنو، د خلکو د بی عزتی، او سپک کوالو، د ‌ذهنې انحطاط او تنګ نظریو، غلطو اسلامې عقایدو او افکارو ، د افغانې ارزښتونو د بی ارزښته کولو او حتي د هیواد د خپلواکې ، د خاوری د تمامیت، او د ملې هیویتونو او ارزښتونو نه د دفاع روحیه هم په خلکو کی داسی تار او مار کړه چې بیرته احیا یی که نا شونې نه وي نو پیړي به واخلې. په تاسف سره چې پدی برخه کې زمونږ زیاتې جهادي ډلو هر یو د بل سره د دښمن ته په خدمت کولو کی لومړیتوب ته برتری ورکوله او لا یی هم ورکوي. د هغوي نورو په وړاندي جګړو کي به زمونږ قربانیان شهیدان او غازیان ول، ولې پدی کرغیڼه جګړه کی بیا دغه بی وجدانه او نا پوهه ملایان زمونږ د قربانیانو جنازه هم جرم بولې.
هغه څه چې د ډیر تعجب وړ دي هغه دا دي چې هغوي چې ځانونو ته د اسلام مدافعین وایی ( اخوانیان، طالبان، داعشیان، حقانیان، او نور وحشیان یی) دوی هر یو یی په ډاګه د هیڅ نوعه غیر اسلامې او غیر انسانې اعمالو او وحشتونو نه لکه انسان وژنه، مسلمان وژنه او زورونه، د اسلامې نظامونو په وړاندي بغاوتونه، د وطن ښمنانو ته د هر نوعه پرمختګونو زمینې برابول (لکه د ډیورند په منحوسه کرښه د پوستو جوړول، د اغزن سیم زغلول، د پاکستانې ملیشو ځای په ځای کول او د هغوي نه دفاع) هغه جرمونه دي چې اسلام خو لاپریږده چې انسانیت ور ځنې کرکه کوي. ولې دوي بی وجدانه بیا پری فخر هم کوي.
دي تولو وطن پلورونکو ډلو په جلا جلا ډول او په ګډه د افغانستان د دفاع د ملا تیر (پښتانه) د پولې په دواړو خواوو کي په یو شمیر داسی مرموزو توطیو کی راګیر او تباه کړل، تر څو د دی لاری د خپل بادارانو (دغه غدارو دښمنانو) په مقابل کی د افغانانو مقاومت په ابدی توګه له منځه یوسی. د دی وحشی اسلام نما کافری یرغل یو بل ځانګړتیا پدی کی ده چې د نورو جنګونو برعکس چیرته چې د دښمن لښکری جنګیږي، دلته برعکس بیا د دښمن توپک هم هغه وطن پلورونکې جهادیان او طالبان چلوي چې نه قرارګاه ته ضرورت لری او نه هم اعاشی ته، ځکه دوي دا دواړه په زوره د ملت نه غواړي. نو دا جنګ زمونږ دښمن ته بی له هر ډول خساري او افغانانو ته په هره برخه کی په دوه چنده خساره تمامیږي.
نو اوس دی نتیجې ته رسیږو چې په افغانستان دا راتپل شوی جنګ هماغه شان یو کفری او یرغلګر تجاوز دی چې خطرات یی په سلهاوو ځله تر هغو نورو یرغلونو درانده، خطرناک او اوږد مهاله منفې اثر لرونکې دي.
نو اوس باید ټول افغانان دا په وضاحت سره واوري او ومنې چې هر هغه څوک چې نن په افغانستان کی د افغانې نظام په وړاندی جنګیږي، نه هغه مجاهدین دی، نه افغانان، او نه هم انسانان؛ بلکه هغه د پردو او هغو کفارو اجنټان او نوکران دي چې له ځانو یی د اسلام چپن تاوه کړي او نه یوازی دا چې افغانان وژنې بلکه بی عزته او بی غروره کوي یی هم.
باید افغانان دا ومنې چي په مونږ دا نا اعلانه شوی یرغل د مرحوم سردار محمد داودخان له وخته چي نصرالله بابر (احمدشاه مسعود، ګلبدین، رباني، سیاف او نور وطن پلورونکې) د پیښور په بالاحصار کی ومنل او ور ته یی د افغانستان د خرابولو لپاره پیسي او اسلحې ورکړي شروع او لا تر ننه هم د همدوی وطن پلورونکو په لاس روان دی.
زه دافغانستان په دولت او ټول ملت دا غږ کوم چې تر څو مونږ په زغرده دغه اسلام نما کافر دښمنانو ته دښمن او یرغلګر و نه وایو او په وړاندی یی په نره جهاد اعلان نه کړو، مونږ به همدا شان وژل کیږو، بی شرمه او بی حیا کیږو او د وطن پالو عسکرو جنازی به مو په میدان پرتي وي. زه په ټولو هغو ملایانو او عالمانو چې ځان ته افغانان، او مسلمانان واي غږ کوم چې دوي نور نشی کولای چې (ډوډی زما خوری او غاپی د لالې په بام) تر دی زیات خپل ځانونه یا پټ وساتې او یا د دښمن صفتونه زمونږ په ممبرونو وکړي. دوی به سر له همدا اوسه یا زمونږ سره وی یا د دښمنانو سره. دوي مسؤلیت لری چې سر له ننه په منبر یا د دوی په وړاندی د اسلام سره برابر غوڅ دریز ونیسی، او یا دی زمونږ جوماتونه پریږدي. مونږ نور په خپلو لستوڼو کی ماران نشو ساتلې.
د افغانستان خلک هم د دی وحشتونو په وړاندی د جهاد او مقابلې پرته بله لار نه لری. باید زمونږ د هرکلی خلک خپل ملا ته داسی نیغ په نیغه او غوڅه ووایی چې یا سم مسلمان او افغان شه یا ورځه د دی کافرانو په ښکاره ملګری شه. ته نور نشی کولای چې زمونږ په اوږو سور د دی کفارو پلوي وکړي، او د دی په عوض چي خلک یی په وړاندی جهاد ته وهڅوي ، خلک د دوی ملګرتوب ته هڅوي. او د هر کلې ولس باید د خپل کلو نه دفاع پخپله شروع کړي.
د افغانستان دولت هم باید خپل دغه بیطرفه مؤقف پریږدي او پر ځای یی یو غوڅ او قاطع دریز غوره کړی. د دی نه پرته دغه پټه یارانه د قبلولو وړ نه ده.
د افغانستان مؤرخین، سیاست پوهان، لیکوالان او قومې مشران هم جدی مسؤلیت لری چې پدی اړه خپل ټول قضا شوی مکلفیتونه په جدی او درسته توګه تر سره کړي، او نور دی دوي د منفې بیطرفې او سکوت نه مخنیوي وکړي، که نه د دوي مخونه به هم ملت ته تور وي.
داکتر تاج الدین ملت مل

په افغانستان اسلامې یرغل (۱) ۴۳ کلن شو1

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply