تجزیه که پاکستان شي
*****
تجزیه که« میلاوټه» پاکستان شي+
نوجهان به ټول په آمن اوآمان شي
*****
دنړۍ جنایتکارودویم هیواد دی+
بیله شکه چې آرام به ترې جهان شي
د مکارانګلیس په چل باندې جوړشوی+
که شي وران، سیمه به خلاصه له سرطان شي
*****
امریکااوانګریزان لا،غول خوشیان هم دلوینه(۱)
چې به کله یې زړه یخ په دې زندان شي
دډیورنډ په جعلي کرښه لا ټينګارکړي+
تاریخ وایي په دې وینابه پښیمان شي
*****
دیورپ د«اتحاد»مرستیال(۲) وایي+
دډیورنډکرښې، جعلي خط بایدوران شي
شي آزادبه ولسونه دپنجاپ دجغ لاندې+
هم مالک به تراټکه لوي افغان شي
*****
که په سمه کار ونه شوافغانان به ټول راپاڅي+
اوپه پنجاپ باندې به تندردآسمان شي
سرې سکروټې به له غرونوورباران کړي+
چې ستي پې د «… ایس،آی» بامبړان شي
*****
چې یې پوځ(دجینۍ ورور)(۳)هم ټول لتاړشي+
په کورناستي سرکاوته به جنرالان شي
اوسره اورونه یې په«توروماڼو»بل کړئ+
چې سکاره په کې تورڅټي پنجاپیان شي
*****
تر«اټکه» ټول افعان اوس بیدارشوی+
ربعه باندې پیړۍ ،وروسته به یې سردزړه ارمان شي
چې درې رنګه بیرغ کوزپه آټک، لوړشي+
اوآزاد زمونږمحکوم افغانستان شي
*****
زه«عیان»به هغې ورځې په زوره کوکې وکړم+
اوپه «ګور»کې به خوشاله«صمدخان»او«غفارخان»شي
*****
(۱) : غول دلول= چټي چټي خبرې.وایي چندانې خبرې یې ونه کړې.اسې غول اوخوشایان یې ودلول.
ryszard czarnecki (۲) :
(۳) : پوځ(د جینۍ ورور)= اوس اوس نن سبا د پاکستان پوځ د جینۍ دورورپه نوم مشهورشوی دی.کیسه یې اوږده ده. لیکین لیکوال دپاکستان پوځ دهغه هیوادپه خپرونوکې په دې ټوکه ښه شرمولی دی.
دشعر«پای»
*****
یادونې: ۱۱- داشعرمې دنامنلې ډیورنډ کرښې په غاړه داغزن سیم ددیوال (کټارو)اودروازودلګولوپه «غم» کې ولیکو. زه اوزما په شان نورد پاخه عمروطنوال، په پردي وطن کې کډ وال کسان اوس اوس هلته نه شوورتلای چې دغه داغزن سیم دیوالونه اودروازې په بیاتي ګانو(قینچی ګانو) پریکړواویایې په بل څه آسمان ته والوزوو.مونږبیله دې چې دقلم جنګ ته دوام ورکړوبل هیڅ عملي کار نه شوکولای ځکه چې سپین ږیري یو. بس یواځې اویواځې به په شعراولیکنوکې هلته ځوان میشت کول(نسل) ته الهام ورکوو. زمونږدقلم جګړه به دمحکوم افغانستان ترازادۍ پورې دوام لري. زمونږځوان کول دې پاک الله د محکوم افغانستان په آزادولو بریالی کړي.آمین.
۲- ماچې اوریدلي دي دافغانستان اودانګریزدوخت هندوستان پوله«جیلم ،مارګلۍ اوټکسیلاځمکې»دي.لومړني دواړه ځایونه خومې نه دي لیدلي ،لیکین ټکسیلامې کتلی اوورغلی یم.بلکل څرګنده ده چې له همدغه ځایه هندي ذات اونسل شروع کیږي اودې خواته دافغانانوسپین اوغنم رنګي رنګونه ښکاري، یانې دانښې ثابتوي چې ترټکسیلاپورې دافغانانوځمکه ده.
۳- دریمه یادونه مې داده چې: دافغانستان حکومتي چارواکي اوملي شوراباید دانګلیس سفیرد«پرسونا نانګراتاـ ناوړه شخص ـ آدم نامعقول» په نوم اعلان او له افغانستانه یې وشړي.ځکه یې بایدپه دغه نوم وشړي چې دډیورنډ دکرښې په اړه یې دنړیوال پروتوکول اوقوانینوپه خلاف د بي بي سي سره دخپل انګریزي ګیډیالیزم په بنسټ داسې مرکه کړې چې زمونږدهیوادپه کورنیوچاروکې یې له ټاکلي دیپلوماتیک حدنه تیری کړی دی.زمونږټول ملت دډیورنډ کرښه دانګریزداستعماردوخت تپلې کرښه ګڼي اوچې په سیمه کې استعمار پای ته ورسیدونودافغانستان سره ټول تړونونه لغوه اوباطل اعلان شول. دافغانستان داوومې دورې ملي شوراهم دغه کرښه نامنلی اعلان کړې ده . اوس (۱۲۵کاله) وروسته چې دانګریزانوسفیر «نیکولاس کي»زمونږدملي داعیې په خلاف له خولې غول دلوي نوباید چې دافغانستان دبهرنیوچارووزارت یې ناوړه شخص اعلان اوچټک یې له هیواده څوړغوږونه وشړي، چې بیابل یود داسې غولود دلولوجرأت ونه کړي.
(۴): یره دخدای دپاره!مړه دخدای دپاره! په افغانستان کې په دا څه دپاسه سل ګوندونوکې دومره نرقد رې ګوند به پیداشي که نه چې د انګلیس دسفارت په مخ کې مظاهره وکړي اوددغه له تاریخ نه ناخبره اووچسري سفیرد شړلوغوښتنه وکړي. «پای»
دلیکلونیټه یې: ۱۴/۱۱/۲۰۱۷ـ ۲۳/۸/۱۳۹۶
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320