محمود یاسر /د وردګو او هلمند غمیزی

0 577

نن یو ځل بیا دپخوا په څیر، هیواد مو د خپلو معصومو بچیانو په وینو رنګ شو . د هیواد او بین المللي خبري اژانسونو له مخی د میدان وردګو په ولایت کي دنرخ د ولسوالئ په اړونده دعمرخیلو په مدرسي باندي د تیری په وخت کي دهغي مدرسی ۲۰ کسه کوچني قاریان او قران زده کونکي په شهادت رسیدلي ، ددوي د عمرونوپه اړه ویل کیږي چي د۱۲ او ۱۵ کالو ترمنځ وو . دوي د قران حفظ کاوه ، د خبرونو له مخي ، په دوي دشپي تیري شوي ، ټول کوچنیان یی یو په بل پسی د خپلو کوټو څخه راویستل شوي ، تر دیوال یی لاس تړلي درولی اوبیا یی یو یو د ټوپک په ګولۍ شهیدان کړی ، معلوم نه ده چي ددوي ګناه څه وه ، د قران زده کړه ، حفظ اویا نور څه ؟ دکوچنیانو وژل خو لا پریږده چي دهغوي بندي کول هم ،د ښکاره جرم د ثبوت پرته، په بین المللي قوانینو کي جرم ګڼل کیږي . اوبیا لا داچي د شپي شپي هغوي د خپلو خوب ځآي څخه یو په یو را وویستل شی اوپه داسي بیرحمانه توګه شهیدان کړل شي چي انسانیت تري ننګ کوي.
ددي تر څنګ د هلمند دولایت په بهمراچه سیمه کي د هوایی بمباریو په واسطه ښځي او نر شهیدان شوي ،ویل کیږي چي ددوي مړي لا تراوسه دخاورو لاندي دي ، دومره وسایل او امکانات هم نه تر لاسه کیږي چي د شهیدانو جسدونه پری په سرعت سره را بیرون کړل شي او احتمالي زخمیانو ته د علاج له پاره لاره همواره شي .
هیواد مو د تیرو نژدی څلویښتو کالو څخه راپدیخوا د مختلفو یرغلګرو تر ولکي لاندی ساه اخلي ، ملت مو د اختناق درجی ته رسیدلی ، که د روسي ښکیلاک په خلاف یی تر دوو میلیونو زیات شهیدان ورکړي او هغوي یی بلاخره په ګونډوکړي اودخپله هیواده یی په پوره میړانه شړلي نو دا د ملت افتخار او ویاړ وو او د تاریخ په پاڼو کی په زرینو پاڼو لیکل شوي ، خو بین المللي استعمار دي ته حاضر نه و چي زمونږ ولس دخپلی خوښي اودخپلو قربانیو په واسطه جوړ کړل شوی نظام ولری.په دي خاطر یی له یوه اړخه وسلوال د مجاهدینو په مقابل کي وروزل او دبله اړخه یی دغربي استعمار نښه او د پخواني فاسد رژیم مشران کابل ته را ورسول او تر څنګ یی په بن کي یو نامناسبه ، نا انډوله او په عصبیتي بنسټونه ولاړه داسي اداره رامنځته کړه چي پخپله په دي هیواد کي د اوسنۍ رواني غمیزي د اوږدیدو سبب ګرزیدلي ، همدوي دي چي د خپلی واکمۍ د وږدیدو له پاره دداسي غمیزو د زیادښت په هڅو کي دي او ددي کرغیړن عمل په خاطر هر بهرنی ته دمرستي له پاره لاسونه غځوي ، چي دادی پایلي یی مونږ په دغه ستره ۱۷ کلنه موده کي په خپلو سترګو وینو .
د اوسنیو غمیزو په اړه ، د کوچنیو قاریانو دشهادت ترڅنګ د لسګونو معصومو او مظلومو نارینه و او ښځو د وینو بهیدل ، د حاکم نظام او د په اصطلاح د ملي یووالي دحکومت په سترو مسؤلیتونو کي راځی تر څو دغه بی واګی میلمانه کنترول او د خپل مظلوم ولس نه ددفاع غږ پورته کړي .
دولت او دملي یووالي رژیم که خپل ولس ته د نورو سهولتونو او اسانتیاو په برابرولو کي په شرم ناکه توګه پاته راغلي نو لږ تر لږه دي دغه خپلسری عناصر چي دداسي خونړیو پیښو سبب ګرځي یا تر خپل کنترول لاندی راوړي او یا دي هم ولس ته دخپلي ناتوانۍ په اړه اعلان وکړي .
ددي ترڅنګ دهیواد سیاسي ګوندونه او هغوي چي په اصطلاح خپل ځانونه سیاسی شخصتیونه ګڼي ددي دنده لري چی په یوه خوله په متحده توګه د خپلو هیوادوالو د وینو دتویولو په مقابل کي غږ پورته کړي .
جناب حضرت صیب مجددي چي د امریکایانو سره یی د امنیتي تړون په لاسلیک کولو باندي دلیونتوب ترپولو اصرار کاوه او ویل یی چی که چیري دوي تیري وکړي نو په خلاف به یی مظاهری وکړي. اوس چي د ملت کوچني قاریان په وینو کي ډوب دي ، تري هیله کیږي چي که د مظاهري توان نه لری او د سپنتیا له قوله ددوو میلیونو ډالرو دبیرته ورکولو ویره په زړه کي ولری نو لږ ترلږه دی د دي غمناکو وژنو په اړه خپل غږ پورته کړي .
دولت او د ملي یووالي حکومت باید دخپلو مسؤلیتونو احساس وکړي او که نه خپل اعتبار به ،‌که لږ څه ورته پاته هم وي ، په مکمله توګه له لاسه ورکړي .
محمود یاسر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply