داسې رسټورانټ چې په کثافاتو ډوډۍ ورکوي

0 804

تاسې به رسټورانټونه ډېر ليدلي وي، د لويو لارو د سر هغه، په ښار کې عادي رسټورانټونه او پرمختللي رسټورانټونه چې هره يوه به بېل بېل شکولي ياست، خو راځئ نن په سرخط کې د داسې رسټورانټ په اړه ولولئ چې د پيسو نه، بلکې د کثافاتو په بدل کې خلکو ته ډوډۍ ورکوي.

دا رسټورانټ په اندونیزیا کې دی او تر ټولو جالبه یې لا دا چې مالکه یې مېرمن ده او د دې هېواد تر ټولو په غریبه سیمه کې ودان دی.
د دې رسټورانټ نوم میتهین ګېس کانټین دی. سایوتا چې د دې رسټورانټ مالکه ده وايي، رسټورانټ یې د خپلو خلکو د مړولو له‌پاره پرانیستی او له خلکو څخه يې د ډوډۍ په بدل کې غوښتنه يوازې دومره ده چې له کورونو او کوڅو څخه کثافات ټول کړي او په ټاکل شوي ځای کې يې وغورځوي.

په دې رسټورانټ کې په یوه وخت کې د ۳۰ تنو د کښېناستو ځای شته او ورته په خوراک کې د ماهي غوښه، وریجې، ترکاري سوپ او هګۍ ورکول کېږي.
په رسټورانټ کې د یوه خوراک بیه له نږدې ۳۰۰ افغانۍ سره برابره ده، خو بس د پیسو پر ځای د همدومره پیسو کباړ ور وړل په کار دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply