حکومت د بلا پر خوا ګام ور واخيست

0 539

افغان حکومت اعلان وکړ چې په هلمند کې افغان سرتېريو د ناټو په ملګرتيا د هيروينو پر فابريکو عمليات کړي او د هيروينو د پروسس اته مرکزونه يې ويجاړ کړي دي.
دغه عمليات د هلمند په سنګین، کجکي، نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو کې شوي دي.
حکومت وايي، تر دې وروسته به پرله‌پسې د مخدره موادو د پروسس پر مرکزونو دغسې عمليات کوي او له منځه به يې وړي.

د حکومت دا اقدام خوندور دی، خو له ځان سره يو لښکر اندېښنې لري. کټ مټ لکه حکومت چې د بلا پر خوا يو ګام ور اخيستی وي.
بلا په کور کې ناسته ده، حتا لنګه ده، حکومت بايد يا څو کاله وړاندې يا نن يا سبا يا بله ورځ د دغې بلا پر خوا ګام وراخيستی وای او پنجې يې ورسره نرمې کړې وای. ګام حتمي دی، خو اندېښنې د حکومت کاواکه ګامونه، لړزانده پاليسي، دوه زړي چارواکي او د ولسمشر کمزورې حافظه زياتوي.

ولسمشر په ډېرو برخو کې نن ښه تود وي، داسې چيغې ووهي چې هم ورته ناستو خلکو ته زړه ور ښه کړي، هم دوښمن ووېروي، خو په سبا يې د پرون چيغې هېرې وي چې څه يې ويل.
د ولسمشر چيغې به يا ښې وي يا بدې، خو ښکاره تاوان يې دا دی چې په ډېرو برخو کې ويده دوښمن راويښ کړي.

حکومت د بېګا نه لري، ځوانان له وزګارۍ ځانونه وژني، کلونه وړاندې د هند په پيسو يو جوړ شوی بند يې پرانيست، ورسره چيغې يې کړې چې پر ګاونډيانو اوبه بندوم، په سبا يې چيغې هېرې شوې، خو له هغې ورځې تر اوسه پورې پاکستان او ايران سمې هڅې پيل کړې دي چې افغان حکومت له پښو وغورځوي او دا ورڅخه هېره کړي چې پر دغو هېوادونو اوبه پارچاوې کړي.
اوس دا دی حکومت د نشه‌يي توکيو د مافيا پر ضد جګړه اعلان کړه، که خدای مه کړه حکومت يا زړه نازړه شي، يا يې خپله خبره هېره شي، يا وډارېږي، دغه مافيا به لا خونړۍ شي.

طالبان او نور ترهګر رښتيا هم د نشه‌يي توکيو په دود پايي، هر کال ميليونونه ډالر يوازې د طالبانو لاس ته ورځي، څومره چې تارياک پر پراخو ځمکو کرل کېږي، هغومره پراخې ځمکې د حکومت له واکه وځي او د طالبانو تر تسلط لاندې کېږي، بهرنۍ مافيايي کړۍ له شکه خلاص د افغانستان د نشه‌يي توکيو په کاروبار بوختې دي، په کور دننه پراخ مرکزونه او ملاتړ لري. حکومت به د دې ټولو تر هوده ووځي؟

دا اوس اوس که لږ سم وپلټل شي د افغانستان د حکومت پرېمانه لوړپوړي چارواکي د نشه‌يي موادو د مافيا ځري دي.
د پارلمان ډېری وکيلان د نشه‌يي توکيو کاروباريان دي، امنيه قوماندانان او نورو امنيتي چارواکي د مافيا له کسانو سره سمه راشه درشه لري او مافيا هم وخت ناوخته ورته لاس نيسي.

دا څو ورځې وړاندې د غزني قره‌باغ ولسوالۍ ته د عبدالله عبدالله د لومړي مرستيال په فرمايش يو کس د امنيه قوماندان په توګه لېږل شوی و. دی چې ولسوالۍ ته تللی، عسکرو ته يې لومړۍ خبره دا وه چې دا قاچاقبر پر کومو لارو تېرېږي، د ده اړيکه ورسره جوړه کړئ.

په دې کې شک نه‌شته چې د نشه‌يي توکيو د مافيا پر ضد په جګړه کې به په بهرنيو خونکارانو سربېره، طالب ترهګرو، داعشيانو او نورو بلابترو سربېره، حتما حکومت ته له خپلو پڼو هم ماران سر راپورته کړي.

دا بايد ياد وساتو چې حکومت به په دغه جګړه کې له دننه وننګول شي او له ستونزو سره به مخ وي، خو دا جګړه د افغانستان د بقا له‌پاره حتمي ده.
اوس چې يې نغاره وهل شوې، ولسمشر او نور هغه چارواکي چې پر حکومت يې زړه سوځي، بايد تر شا ټولو بېړيو ته اور واچوي. که‌ نه د ودانې پر ځای به يې هم ورانه کړې او هم ځان شرمولی وي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply