وطن دوستی/فضل الله رشتین

0 906

د افغانستان د لا ینحله ستونزو یو مهم دلیل دادی چې یو شمیر چارواکي او مسؤلین د دې پر ځای چې د خپل هیواد او خلکو سره همدردي اوخواخوږي ولري، برعکس د پردیو هیوادونو له ګټو سره دلچسپي او علاقه لري. دا علاقه او دلچسپي یا خو د لالج لپاره وي او یا هم سیاسي او مذهبی او قومي ریښې او عوامل لري. هغه وطن فروش عناصر او چارواکي چې د نورو هیوادونو د سیاستونو حمایت کوي او د خپل هیواد سیاست ته ضربه رسوی او خپل وطن بدناموي ، دا عناصر او چارواکي په پوست پاک خلک نه دي، دوي په اصل کې چټل او ناولي سیاستمداران دي چې د پاک هیواد ځمکه او فضا په خپله بد بویی مرداروي .

زمونږ هیواد له څو لسیزو را په دې خوا د جنګ جګړو په یو میدان بدل شوی دی او په دې جنګ جګړو کې زمونږ یو شمیر ناولي سیاستمداران او خارجي استخبارات لاس لري.
زمونږ یوشمیر سیاستمدران داسې خطر ناکې لوبې کوي چې په نتیجه کې د باندنیو هیوادونو ترمنځ شخړې زمونږ خاورې ته انتقالیږي او زمونږ هیواد کې د نا امنۍ فضا ږرځ په ورځ نوره تودوي. افغانستان د لویو او کوچنیو هیوادونو د رقابت په میدان بدلول د افغانستان او د افغانستان د خلکو په حق کې لویه جفا ده.
د سوریې په سیاسي او نظامې فضا کې چې نن د خطر دوړې خورې دي ، دا د دوو طاقتونو ، امریکې او فدرالي روسيې تر منځ د تقابل په نتیجه کې پیدا شوي دي. د افغنستان حکومت او خلک باید په سوریه کې ځان په کوم طرف ونه تړي او د تل په شان باید خپله بې طرفي قایمه وساتي، که چیرې افغانان یا د ملی وحدت د حکومت غړی د سوریې به جنګ کې خان شریکوی نو ددې کار پایلې دیرې خطرناکې دي.
په تهران کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال ښاغلي محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د بې طرفۍ له سیاست سره په تقابل ګر کټې دي . په سوریه کې د جګړې ډ ګر ته د جګړې لپاره افغان تنکي ځوانان لیږل ، په افغانستان کې د امریکې او روس تقابل ته زمینه مساعدول دي.
هغه ځوانان چې په ایران کې د ایراني مقاماتو له خوا په زور سره عراق، سوریې او یمن ته د جګړې لپاره لیږل کیږي او د ا عمل د محقق صاحب له خوا تشویق او تحسین ویل کیږي دا کار د افغانستان د خارجی سیاست لپاره لوی تاوان دی او په هیواد کې امنیتي او سیاسي ستونزې نورې هم زیاتوي. ددې پر ځای چې دا ځوانان عراق، سوریې او یمن ته د جنګ میدان ولیږل شي ، دا به بهتره وي چې دا ځوانان تشویق شي چې وطن ته راشي او دافغانستان د خلکو د دښمنانو په مقابل کې ودریږي، وجنګیږي او دا وطن د دښمنانو له خطر څخه وژغوري.
که زه هزاره یم او دایران سره ودریږم او د خپل هیواد سیاسي نظام ته تاوان رسوم نو زه هزاره افغان نه یم. که زه تاجک یم او دا کار کوم نو زه تاجک افغان نه یم، که زه ازبک یم او د خپل هیواد منافع د ازبکستان له منافعو څخه قربانوم نو زه ازبک افغان نه یم.که زه پښتون یم او د خپل وطن سره خیانت کوم نو زه پښتون افغان نه یم.
په ایران کې د محقق دا وروستۍ بې ځایه او خطرناکې څرګندونې د افغانستان او عربي هیوادونو او په خاص ډول له سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو ، کویټ ، بحرین او نورو عربي هیوادونو سره په روابطو منفي تاثیر کوي.
کوم موقف چې ډاکتر عبدالله عبدالله د محقق د څرګنونو په عکس العمل کې ونیولو اوویې ویل چې افغانستان باید چې هیڅ هیواد ته د جنګ لپاره نیرو ونه لیږي. دا دریځ معقول دریځ دی او دا د افغانستان د اسلامي دولت دریځ دی او د دې دریځ احترام د افغانستان د هر فرد مسؤلیت دی . محقق د دې دریځ احترام نه دی کړی نو ځکه د دده څرګندونې په سختو ټکو محکوموم .
مححق صاحب همدا اوس له طلوع تلیزیون سره سره په مرکه وايی ما همیشه د هزاره قوم د حقوقو حمایت کړی او کوم. نو درنو هیوادوالو راشئ قضاوت وکئ . د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال یواځې د هزاره قوم حمایت کوي او نور قومونه یې په بلا!
دا وطن به جوړ شي ؟ هیڅکله نه. دا محقق باید خپل هزاره ګان تشویق کړي چې د داعش د مقابلې لپاره مشرقي ته لاړ شي نه عراق ته ، نه سوریې ته او نه یمن ته.
ولسمشر صاحب ! اجرائیه رئیس صاحب ! لږ را ویښ شئ او د وطن سیاست له نورې خرابۍ څخه وژغورئ.

څه وکړو؟ مونږ افغانان له بده مرغه له خپل وطن سره هغه مینه نه لرو کومه چې یې نورو هیوادونو وکړي له خپلو هیوادونو سره لري. یو ترکی چې د نړۍ به هر کوډ کې دی نو هغه ځان ترکي ګڼي او په خپل هیواد ترکیې فخر کوي. ددې ته وطن دوستي وايي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply