ښاغلي کرزي د پام وړ

0 929


ومن يهن الله فما له من مکرم
د غني سپکه مه غواړه الله تعالی به دې خپله سپک او له ستونزو سره مخ کړي
د غني د ملي، سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو، اصلاحي واقتصادي پروګرامونو مخه مه نيسه! دا به دې له ملت سره ستره جفا وي. که ملاتړ يې نه کوې، نو مخالفت يې هم مه کوه! خپله دوره دې تېره کړې، کار ته يې پرېږده!

روی أن شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله كان يقول: ((إن الله يقيم الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا يقيم الظالمة وإن كانت مسلمة)).
څښتن تعالی عادل ((باانصافه)) دولت / حکومت پايي اګر چې غيرمسلم وي او ظالم حکومت نه پايي اګر چې اسلامي وي.

ښاغليه،
تاسې چې چا راوستي ياست اوس د هغوی پر ضد حرکتونه مه کوه! دا د ملت په خير ((ګټه)) نه دي. هسې بېځايه د چا دروازې مه ټکوه! امير شيرعليخان هم په مزار کې د يو چا په تمه پروت وو. هغوی پخپلو کې سره جوړ، بېځايه هيلې ورته ګټه ونه کړه. بالاخره ناهيلی شو او ناهيلۍ يې پر مرګ تمامه شوه. لوی قوتونه پخپلو کې سره د ګټو پر وېش ښه پوهيږي، خو موږ دغه کمال، زغم وبرداشت نه لرو.

نور به وړاندې نه ځم، خو يو څوک چې CIA او يا KGB وروزي، هغه هېڅکله هم د هغوی مخالف کيدای نه شي. جنرال اختر عبدالرحمان يو وخت د هغه وخت د سي آی ای مشر ته ستاسې د پېژندګلوۍ په وخت کې ويلي وو چې دی د فلاني خان زوی دی. زموږ جهادي مشران ان تر تاسې پورې يو هم ښه مخينه نه لري. له يوې سرچينې نه خړوبه شوي دي. ځکه خو پنجاب له تاسې يو نه هم ډار نه لري، خو له غني نه يې ډار خوړلی دی. تاسې چا راوستۍ، چا واک ته ورسولئ او تر ننه د چا پر ډالرو باندې شخوند وهئ؟

هندي الاصله مهاجر ديکتاتورانو ضياءالحق ومشرف وسندي سوشياليست و دپنجاب مياګانو او د افغانستان د تباهۍ تيوريسن زموږ له جهاد و اواره ګۍ ښه ګټه پورته کړه. ځان يې د اتوم څښتن څښتن کړ. له پنجابيانو نه زيات پرې زموږ د لرې پښتونخوا ځينې سياسي مشران لکه وزيراعلی سلاکار شوکت علي يوسفزی وياړي. موږ ته چين خپل اتوم نه يادوي، روسانو نه دی ياد کړی، نړيوال ائتلاف نه دی ياد کړی، خو دا خپل پښتانه يې د پنجاب په لمسون سترګو ته نېغ نېغ کوي. دا ځکه چې زموږ د جهادي مشرانو او نوموتو لنډه غرو سوانح له پوځيانو او استخباراتو سره دي چې ټول يې blackmail کړي او ځان ترې خوځولی نه شي.

د ډيورنډ لاين تش شعارونه دې هم پرېږده! زموږ نور پر دې نه لورېږې چې بيا بېواکو ملکي سياستوالو ته ورخوشې اوسې. بيا به د بوټو لمسيو او د ميا لور ته ورخوشې يې او ورته به ژاړې. پر دې مو هم نه لورېږې چې پخوانی ديکتاتور پروېز مشرف بيا درته ((شترمرغ / فيلمرغ)) ووايی. که تا د ښاغلي بوش په وخت کې ځان پېژندلی وای، نو هندی الاصله مهاجر تور کوني، دروغژن او مکار مشرف او ترې راوروسته به زرداري په دوره کې هماغو پوځيانو او څارګرې ادارې تاسې دومره نه دوکه کولئ چې شل ځلې يې ورغلئ او بيرته تږي ترې راغلئ. دا ځکه چې پنجاب ټول تاسې پخواني جهاديان د ځان دانه خواره بولي.

رحمان بابا وايی :
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چېرې ستا به د کوهي پر غاړه.لار شي

څښتن تعالی ته شعار نه، بلکې عمل ((کړنه)) ډېره مهمه ده.
اسلام واخلاق خو لا څه ان چې زموږ هغه افغاني ارزښتونه هم د دې اجازه نه راکوي چې څوک دې د بل چا مال ته ستا غوندې سپک نظره شي. که دا د غيرمسلمو د مالياتو پيسې هم وې، نو تا ته يې لوټمارانو ته دغسې بښنه هم روا نه وه. درست ده چې تاسې به خپله شخصًا ښه ياست، خو د ملت مال ته سخت سپک نظره وې. هر څه يې د جهاد ومجاهد په نوم لوټ کړل او نن هماغه بيا له تا راټوليږي او تاسې د شمال د هغه بل ښکرور غوندې له جنوبه ورته ګوتڅنډنه کوئ.

د بېلګې په توګه : ورونه دې وايی چې موږ په خپله ګټلي، عطا وايی چې ما جهاد کړی او ظاهر قدير وايی چې ما ته خدای راکړي دي. دوی لکه چې له موسی عليه السلام، عيسی عليه السلام، مريم عليها السلام او له محمد صلی الله عليه وسلم نه هم اوچت دي. تاسې ښه پوهېږئ چې الله تعالی د حرامخور او ظالم دوعا نه قبلوي، نو تاسې دا ووايي چې تاسې دا پانګه په ريښتينې پيدا کړې؟ نه هېڅکله نه؟ د جهاد و اسلام په نوم مو ملت، حکومت او نړيواله ټولنه لوټ کړه او مړښت مو نشته.

تاسې چې د امريکا په پيسو لويه جرګه راغوښتې وه څه دې وکړل؟ ولې دې راوغوښته او ولې دې ونه منله؟ ولې دې دا خوشې لګښت وکړ؟ تا خو ځينې خبرې په بُن کې هم کولای شوې، نو ولې دې هلته ونه کړې؟ ولې مخکې چوپ وئ؟ ستاسې له دې کړووړو څوک ګټه پورته کوي او چا ته يې ګټه رسيږي؟

تر اوسه لا مو هېوادوال هلته په پاکستان کې پراته دي. د هغې غم ونه خوړ. دا به خوشې پرړه وي چې ډيورنډ لاين نه منم. که تاسې ځان پېژندلی وای تاسې ډېر څه کولای شول، خو ودې نه کړل. اوس چې د غنی وخت دی پرېږده چې دا سړی دې هېواد ته کار وکړي او د ملي، سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو، سولې وامنيت او اقتصادي پروګرامونو پر وړاندې يې خنډونه مه جوړوه. د جرګو په پلمه سياسي نااراميو او د حکومت د راپرځولو او ورته ستونزې جوړولو دسيسو نه ځان لېرې ساته.

کله چې د روڼوالي ((شفافيت)) او حسابۍ خبره راځي، نو هر څوک بايد خپل ځواب ووايی او حکومت وملت ته حساب ورکړي. تاسې د چا لپاره کوتک وهئ؟ د ملت لپاره او که د غلو او لوټمارانو لپاره؟
که د ملت لپاره وي، نو تر تاسې پورې بايد ملت ته حساب ورکړئ او که د غلو ولوټمارانو لپاره وي، نو بيا تکړه شه تاسې به يې مخکې سرلښکر او هغوی به دې شا ته ولاړ وي.
مشوره :
د ملت خيرخواه اوسه او مخرب مه اوسه. يا په بله مانا ښه يې غواړه بد يې مه غواړه. د ظالمانو ملګرتيا مه کوه. الله تعالی خيره خواه ((ښېګنه کوونکي)) خلک خوښوي. د الله تعالی له ناخوښۍ نه ځان ساته چې دنيا واخرت دې خراب نه شي. له تا نه راتاو يو هم ښه مخينه نه لري.
پايله :
دا پر ياد ولرئ چې په داسې کړووړو سره به مو تېره مخينه او راتلونکې دواړه تر پوښتنې لاندې راشي. نوره دې خوښه خپله چې له مخالفته لاس اخلې او که دوام ته يې خوشاله ياست؟

په درنښت
سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply