د کندهار غونډه؛ د آی ایس آی د ستراتېژیک عمق پلان پلي کولو هڅو دوام

0 720

روښان زرغون

د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتېژي په اعلان او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره د امریکا کلک هوډ چې د ترهګرو پر ملاتړو فشار په کې ټینګار شوی، ای اس ای وارخطا کړی نو ځکه خو  اوس خپلو موخو ته د رسېدو له پاره نورې لارې چارې لټوي.

   ای اس ای ته جوته شوې چې د زور له لارې نه شي کولی افغان حکومت کمزروی کړي نو اوس هڅه کوي چې افغان حکومت له نورو لارو کمزوری کړي چې په دې توګه یا خو له امریکایانو نور امتیاز واخلي او یا هم د خپلې خوښې لاسپوڅې ډله (طالبان) په خپلو شرطونو افغانستان کې واک ته ورسولو او یا په واک کې داسې ستره ونډه ورته واخلي چې پرمټ یې خپلې موخې ته ورسېږي.

   د دې هڅو یوه برخه د سیمې او نړۍ هغو هیوادونو او ځواکونو سره د خپلو هڅو همغږي کول دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضوره ناخوښ دي.

داسې ښکاري چې ای اس ای  په دې برخه کې د خپلو کګوډاګیانو او جاسوسانو سربېره د روسیې، ایران او ځینو  نورو لورو ملاتړ هم خپل کړی دی.

 ای اس ای په خپله او هم د نورو پرمټ ځینې پخواني دولتي چارواکي هم هڅولي چې د اوسني حکومت بې اعتباره کولو او یا هم له حساب کتابه د تېښتې په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي. په دې برخه کې په زړه پورې دا ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزي او د هغه د بړیڅو هڅې دي چې په پخوا کې یې ځانونه د ای اس ای قسم خوړولي غلیمان ګڼل.

   د ولسمشر کرزي حساب خو اظهر من الشمس دی ځکه چې د ده واکمني به د افغانستان په تاریخ کې د عصرالفساد په نوم یاده شي. ویل کېږي، سره له دې چې حامد کرزي په رسمي توګه خپله شتمني ۱۰ زره ډالر ښودلې خو ځینو سرچینو موندلې چې ښاغلي کرزي په خپله شاوخوا ۱۳ کلنه واکمنۍ له ۱۴ میلیارده ډالرو ډېرې هغه پیسې ځان ته ټولې کړي چې نړیوالې ټولنې له خوار افغان ولس سره د مرستې په نوم افغانستان ته ورکړي او یا یې په تورو خلتو او نورو کې له بهرنیو هېوادو د هغوی ناڅرګندو او یا هم څرګندو موخو پلي کولو په موخه ترلاسه کړې وې، اوس چې فکر کوي ښایي د حساب کتاب وخت رانږدې شوی نو پر خپل ټول توان هڅه کوي اوسنی حکومت ړنګ کړي. په داسې حال کې چې ښاغلی کرزی ښایي د افغانستان په تاریخ کې لومړنی واکمن وي چې د ولس ارادې ته یې مخامخ سپکاوی کړی په دې مانا چې دده خپلې رابلل شوې مشورتي لویې جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون پرېکړه، وکړه خو ښاغلي کرزي یو مخ داغوښتنه ونه منله، اوس بیا همدغه کرزی وایي چې د افغانستان د ستونزو حل یوازینۍ لار لویه جرګه ده؟!

   په زړه پورې د ښاغلي کرزي د یو بړیڅي دریځ دی، رنګین دادفر سپنتا چې یو وخت یې په کانتینینتال هوټل کې یوې غونډې ته د شهروند او تبعه ترمنځ توپیر داسې څرګند کړ: «تبعه یعنې کسیکه پایبند به سنت باشد و شهروند یعنې کسیکه پایبند به سنت نیست بنآ مه  پایبند به سنت نیستم، مه شهروند هستم.»

   دا سړی سره له دې چې په خپله وایي دی یو وخت ماویست یانې د ماوتسي تونګ د فکر پلوی و چې له دین او عقیدې سره نه پخولاکېدونکی مکتب دی خو کله چې همدغه ماویست شهروند بیا د بهرنیو چاروازت څوکۍ نوماند و نو په ډېره ذلیله بڼه د حضرت صبغت الله مجددي پرلاسونو ورغورځېد او مچ یې کړل. دغه سړی چې تل دعوه کوي د قانون پلوی دی او له قانون لوړ بل څه نه پېژني خو کله چې ولسي جرګې د بهرنیو چار وزارت له څوکۍ بې واکه کړ نو په  ډېره سپین سترګي یې څلور کاله په ناقنونه توګه د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ بنده اچولې وه.

   سپنتا د کرزي په اشاره له څه باندې درې کلونو وروسته په ډېر بې شرمي دعوه کړې چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې عبدالله عبدالله ګټلې وې خو دی په دې برخه کې هیڅ کوم سند نه وړاندې کوي یوازې دعوه کوي چې امنیتي بنسټونو هغه وخت رپوټ ورکړی و چې د ولسمشري ټاکنې عبدالله ګټلي ایا امنیتي بنسټونو رایې شمېرلې وې او که علم غیب یې درلوده چې سپنتا ته یې دغه رپوټ ورکړی و، تول پوهېږي چې داسې نه و خو سپنتا د کرزي په اشاره په دغه وخت کې د اوسني حکومت بې اعتباره کولو په موخه دا ډول ادعا کوي او بس. بله دا چې همدغه شهروند چې د دود دوښمن دی د دودیزې لویې جرګې غوښتنه هم کوي؟!

  د ډرام نورو لوبغاړو هم همدغه حال دی، که په دې لوبه کې مهمو څېرو ته که وکتل شي داسې کوم اهل صالح کس نه په کې لیدل کېږي، پر چا د ملي اردو په قرادادونو کې د درغلي او دملي اردو د ملکیت غصب تور دی، څوک د هیروینو قاچاق وړونکي دي، څوک د تړونونو او بیارغاونې پر پیسو میلیارډر شوي، څوک بهرنیو ته د جاسوسي له امله مشهور او څوک پر څه او څه تورن دي خو د ټولو پړي بیا د بهرنیو استخباراتي کړیو په لاس کې دي.

   څو ورځې وړاندې یو وکیل د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په ډاګه وویل چې څلورو کسانو له بهرنیو استخباراتي کړیو د اوسني حکومت چپه کولو پروژه اخیستې چې هغه څلور واړه د کندهار د غونډې اصلي لوبغاړي او حکومت ته ګواښونه کوي.

   دغه راز، ای اس ای او همغږو یې په افغانستان کې یو بل خطرناک پلان هم ترلاس لاندې نیولی او غواړي په افغانستان کې د قومي جګړو اور بل کړي، د بېلګې په توګه ځینې مزدورې رسنۍ د حکومت خلاف د لنډغرو، غلو او داړه مارانو بغاوت ته د غلجي او دراني د اختلاف رنګ ورکوي په داسې حال کې چې دا مسله پر غلجي او دراني پورې اړه نه لري بلکې د غلو او قانون ترمنځ ټکر دی او بس.

 ای اس ای چې اوس د حکومت له چپه کېدو ناهیلی شوی غواړي د دروازې پر ځای له کړکۍ ننوزي. په دې برخه کې یاد بنسټ پراخه تجربه لري دوی تل خپلې ګټې د نورو پرمټ او پانګه ترسره کړي. پاکستان چې اصلي خاوند یې پوځ او ای اس ای دي د سړې جګړې پر وخت د امریکا او نورې نړۍ پر پیسو او ملاتړ د افغانستان ورانول مخ ته وړل اوس غواړي د روسیې او ایران په ملاتړ خپله پروژه پلې کړي. یو وخت یې د حامد کرزي حکومت ړنګولو په موخه د افغانستان لږکیو ته ځان نږدې کړ او داسې پیغام یې ورکاوه چې ګنې طالبان اوس پخواني طالبان نه دي که تاسې له کرزي مخ واړوﺉ او طالبانو سره سوله وکړﺉ نو ستاسې ګټې به خوندي وي. هغه مهال د ای اس ای مخکښ جاسوس سلیم ساپی ددې پروژې ارزونې په موخه افغانستان ته را لیږل شوی و، هغه کابل نورو وروستونو ته خپلو سفرونو د ارزونې رپوټ کې امرینو ته لیکلي و چې د پښتنو په پرتله لږه کیان پاکستان ته ښه نظر لري ده په پنجشیر او بامیانو کې له خلکو سره د لیدنو پر بنسټ خپله هیلمندي ښودلې وه.  دوی به دې پروژه کې تر یو بریده مخته هم لاړل خو وروسته لږه کي پردغه چل وپوهېدل نو ځکه خو هغه پروژه ناکامه شوه. اوس هم خپلې موخې ته د نورو پر مټ رسېدل غواړي. دوی روسان، ایرانیان او نور هڅولي چې خپل بړیڅي د دوی په پروژه کې شامل کړي او په بدل کې یې هغوی ته ډاډ ورکړی چې له یوې خوا به امریکا له افغانستانه ووځي او له بله پلوه به دوی ته دافغانستان په راتلونکې کې پوره ونډه ورکړي. روسان او ایرانیان په افغانستان کې د امریکا حضوره په وېره کې دي او دا پروژه ورته به زړه بورې ښکاري له بله پلوه یې طالبانو ته هم امر کړی، داسې شنه څراغونه ورکړي چې دوی له حامد کرزي سره د سولې خبرو مخالف نه دي. پاکستانيانو پخوا هم دا ډول لوبه څه ناڅه په بریالیتوب سره پلې کړې وه. کله چې یې په لومړي سره کې د طالبانو پروژه پیل کړه لومړی یې حزب اسلامي او تیت وپرک ډلې له مخې لرې کړل هرات، کابل او مزار سره یې ډېره سوله ییزه کړنلاره مخکې نیولې وه خو کله چې کابل ته وسېدل او  ځوکمن شول بیا خبره بل ډول شوه، دا ځل یې جمعیت په نښه کړ ترهغو یې هرات او کابل نه و نیولي د دوستم له ملیشو سره یې ښه یارانه اچولې وه چې بیا د کابل له نیوله وروسته د دوستم وار وسېد، پر نور بهیر بیا ټول پوهېږي.

    اوس هم ای اس ای غواړي د خپلو، روسانو اوایرانیو د بړیڅو پر پرمټ اوسنی حکومت ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې لاسپوڅې ډله (طالبان) واک ته ورسوي. ددوی اصلي موخه داده چې اوسنی حکومت ګوښی کړي او د طالبانو په مشري په لومړي سر کې یو ګډوله حکومت رامنځ او ورو ورو نور ترې وباسي او خپل د ستراتېژیک عمق موخې ته ورسېږي.

   دوی په دې سره غواړي چې دغه بهیر پیاوړی کړي که حکومت چپه هم نه شي کړی نو کمزوری خو یې کړي چې له هغه وروسته امریکایان پر دې قانع کړي چې له افغانستانه د وتلو له پاره دوی کاري پلان او فورموله لري او که امریکا د افغانستان چارې ور وسپاري نو له افغانستانه به امریکا ته کوم خطر نه وي.

 لومړی خو دې،  ای اس ای دغه خوب اوبو ته ووایي ځکه چې اوس نړۍ ته ددوی څېره او موخې په بشپړه توګه روښانه شوي چې له ترهګرۍ ملاتړ ددوی نه پرشاتلونکې خوخه ده او بله دا چې دغه غله او ټپوسان چې د بهرنیو استخباراتي کړیو پرمټ راټول شوي نه ددې توان لري او نه یې هم دې غټې مړۍ ته خول جوړه ده او بله دا چې ولس دې څېرو ته په خپله رښتینې ایینه کې ګوري، ددوی دوسیې له ولس سره شته او څوک اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر برخلیک لوبې وکړي او نه هم افغان ولس دومره خوار دی چې غله او داړه ماران یې برخلیک وټاکي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply