معلولان د مافیا په منګولو کې

0 763

جګړه چې په هر نامه وي، پايله يې شر او خواري ده. پر موږ په دې څلوېښتو کالو کې د جګړو له لاسه ګڼې ستونزې او قيامتونه راغلي، له مادي ويجاړي تر معنوي زيانونو، ټولې ناخوالې له همدې جګړې زموږ غاړې ته لوېدلې دي.
سقوط د ژوند په هره برخه کې خپل کومی شلولی، اخلاقي ځوړتيا، کلتوري زوال، موږ بد بد ځپلي يوو، د پرديتوب او پردي‌پالنې زهر يې زموږ په رګونو کې خوشې کړي، د ملي بنسټونو اډانه يې داسې را زيانولې چې هېوادپالنه مو هم له شلو زرو پوښتنو سره مخامخ ده.
يوې جګړې پر موږ بله تپلې ده، په يوه نامه جګړې موږ د بلې کندې ته غورځولي يوو.

جګړې جنګ‌سالاري او توپک‌واکي را منځ ته کړه، د غصب وبا يې خپره او د قانون لمن يې تار تار کړه، ټولنيز ارزښتونه او مناسبات يې وزيانول، يو په بل پسې يې مافيايي کړۍ او شبکې را منځ ته کړې، د هيروينو د قاچاق پر هغو برسېره، د وسلو پېر او پلور، استخباراتي لوبو او انساني قاچاق شبکو زموږ پر خاوره خپلې اډې پرانيستې دي، تر دې چې د سوالګرو او معلولانو مافياوو هم د خلکو پر ژوند خپل تور سيوری غوړولی دی.

د سوالګرو مافيا داسې منګول ښخه کړې چې بهرني سوالګر يې هم دلته را مات کړي، تر دې چې ايران خپل روږدي هرات ته را پارسل کړي دي.
دا اوازه اوس حقيقت ګرځېدلی چې د سهار په خړه کې د ښار بېلابېلو برخو ته سوالګر په موټر کې راوړل کېږي او ماښام بېرته په ګاډو کې له ښاره ټولېږي.
تاسې به هم ليدلي وي، که مو نه وي ليدلي کيسه يې دا ده چې د ښار په ځينو برخو کې ناقانونه پارکينګ او د لسګونه غرفو کرايه د معلولانو په لاس د مافيا په خزانه کې لوېږي.

په ظاهر کې په دغسې ناقانونه پارکينګونو د معلولانو قبضه ده، خو شا ته يې يوه لويه او خطرناکه مافيا پرته ده چې په مټ يې معلولان نه پر ښاروالي ری وهي، نه يې ټرافيک او پوليس مخې ته درېدای شي.

د کابل سيند پر غاړه له پل‌باغ عمومي تر پل‌خيشتي درېدلو غرفو کرايه او ملکيت معلولانو په خپل لاس کې اخيستی، د ښار په نورو برخو کې هم زورواکيو، د معلولانو په استخدامولو ډېری ځايونه په دغه بڼه لاندې کړي دي.
زورواکي او سياسي بدماشانو معلولان د ټاکلي معاش يا کمېشن په بدل کې د پارکونو او عامه ځايونو پر غصب له ګومارلو داسې شبکه را منځ ته کړې چې پوليس او ښاروالي يې يا پر وړاندې نه‌شي درېدای او يا يې په دې ماجرا کې لاس ورسره يو کړی.

د ښار په ډېری برخو کې د لاسي پلورنځيو، غرفو او پارکينګونو کرايه هره ورځ د معلولانو په لاس دغې مافيا ته رسېږي.
د بسونو تم‌ځايونه د پلورنځيو په پار همدغې مافيا په غصبولو په کرايه ورکړي.
دوی بېلابېلې لويې وړې ډلې جوړې کړې چې له امساوو، لرګيو او جګسو سره پر پوليسو ور دانګي، ان د بسونو په اډو کې يې هم له ګاډو غونډه ټيکس ټولولو ته مخه پرانيستې ده.

له معلولانو سره خواخوږي او مرسته د مينې، ملي او انساني فريضه ده، خو دلته يو شمېر معلولان د زورواکيو او بېلابېلو مافيايي ډلو چوپړ ته استخدام شوي دي.
په داسې حال کې چې ګڼ شمېر معلولان پر خواري او بې‌وزلي محکوم دي، يو شمېر نورو يې د نورو په مټ د بدماشي او غصب بازارونه تاوده کړي چې له امله يې ښاري ژوند او سيسټم له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply