په لغمان کې د طالبانو جګړه له دولتي پرمختيايي پروژو تمويلېږي

0 659

ډاکټر سباوون زېری

که څه هم په دې وروستیو کې په لغمان کې پرمختیايي کارونه چټک روان دي، خو ورسره په دې ولایت کې ناامنۍ هم زور اخيستی دی. د دولت مخالف وسله‌وال د خپلې جګړې د غزېدو له‌پاره له انکشافي پروژو باج اخلي. چارواکي هم مني چې له انکشاف سره جګړه ګړندۍ شوې، خو ولس ته ښيي چې د دولت مخالفان د انکشاف پر ضد دي، ځکه د لغمان له انکشافي بهير سره جګړه نوره هم ګړندۍ کېږي او زور اخلي.

کېدای شي دا خبره په ټوليزه کچه سمه وي، خو په لغمان کې موضوع بل ډول ده. دلته چارواکي ولس ته سترګو ته خاورې شيندي او د دولت له مخالفانو سره پټه خواخوږي لري.

څه موده وړاندې داسې خبرونه اورېدل کېدل چې لغمان سقوط کېږي، مخالفانو پر لغمان ولايت ډله‌يز بريدونه تېز کړي وو… تر دې چې وسلهډوال د مهترلام ښار پنځه سوه مترۍ ته راغلي وو. که حکومت اقدام نه وای کړی، کېدای شي لغمان د کندوز پر برخليک اخته شوی وای. اوس هم د امنيتي ځواکونو له دومره قربانيو سره سره طالبان په شدت د نظام پر وړاندې خپله جګړه پر مخ وړي.

د لغمان ولايتي اداره د ولس له دومره شور او نيوکو سره سره بيا هم ټول تاکيد پر بيارغونې کوي او امنيت يې له پامه غورځولی دی. په لغمان کې موجوده شرايط او زموږ څېړنې ښيي چې ولايتي اداره په شعوري ډول امنيت له پامه غورځوي او هغه څه کوي چې ظاهر ولس دوکه کړي او باطن يې ګټه جګړه‌مار او خاين چارواکي تر لاسه کړي.

تحقيقات ښيي چې هره پروژه په لغمان ولايت کې عملي کېږي، طالبان ورسره په فيصدي کې شريک دي او خپل باج ترې اخلي. يوه شرکت لرونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې «له طالبانو سره د لغمان د ټولو شرکتونو او څوک چې په لغمان کې پروژې عملي کوي بشپړ لېسټ او مالومات پراته دي. هر کله چې کوم شرکت پروژوه وګټي، طالبان يې ورته د عملي کولو اجازه نه ورکوي. که هغه په مرکز کې وي او که په ولسوالۍ کې وي، ځکه طالبان پرې مخامخ جنګ هم کوي او بمونه هم ورته خښوي، خو دولت يې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

شرکت لرونکي مجبور دي چې د طالبانو نام نهاد والي يا د سیمې مسوول ته خپله عريضه وړاندې کړي. هغه يې د موسساتو او شرکتونو مسول ته راجع کوي او بيا پرې هغوی د پروژې اصلي قيمت ته په کتو خپله فيصدي ټاکي او شرکت‌دار مجبور دی چې دا فيصدي ورکړي، که نه پروژوه نه‌شي عملي کولای.»

ښې بېلګې يې د عمرزيو سړک، د بادپښ سړک، د سنګر سړک، د مهترلام حلقوي سړک او په لېرې پرتو سيمو کې د دولتي تاسيساتو جوړول دي چې پر يو شمېر يې د طالبانو د غوښتنو تر پوره کولو او دې پروسې تر عملي کولو وروسته کار روان دی او يو شمېر يې په ټپه ولاړې دي.

په دې صورت کې دولت دوه زيانه ويني. لومړی خو دا چې د دولت پر انکشافي بوديجه د دولت مخالفان خپله جګړه پر مخ وړي او بله دا چې د انکشافي پروژو کيفيت ورسره خورا خرابېږي، ځکه دولتي رييسان او ولايتي اداره له شرکته په لومړي سر کې خپل سهم اخلي او کله چې مخالفان هم ترې سهم واخلي، د پروژې کيفيت ته هيڅ پام نه کېږي.

د لغمان ولايتي ادارې په داخل کې له محلي چارواکيو سره بې‌باوري خپل اوج ته رسېدلې ده. له يوې ورځې بلې ورځې ته د نظام په داخل کې د طالبانو د خواخوږو څېرې بربنډېږي چې د نظام په پيسو ورته مرمۍ، خوراکي توکي، ژمنی لباس او د دوی د اړتيا وړ شيان وراستوي.

د ولايتي ادارې رييسان په يو ګونګ رقابتي ډول د طالبانو تمويل ته زړه ښه کوي، ځکه له کله نه چې نعيمي لغمان ته راغلی، پرې تورونه دي چې دی له طالبانو سره خواخوږي لري او په نامستقيم ډول د طالبانو ګټې تامینوي؛ نو هغه دی چې د ولايتي ادارې رييسان د خپلې بقا او د والي د خوشالي په موخه په نامستقيم او مرموز ډول د طالبانو ګټې خوندي کوي.

دا خو شوه د لغمان د چارواکیو او د پروژو د تمویل خبره، خو د دې ولایت د چارواکیو د بې‌کفایتۍ له امله اوس اوس د لغمان په نورلام کې داعش وسله‌والې ډلې هم سر راپورته کړی او په سیمه کې یې جګړه پیل کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغې ډلې له ننګرهاره وروسته لغمان ته هم خپل فعالیتونه غځولي دي او په دې ولایت کې یې په لومړي ځل د طالبانو پر خلاف جګړې پیل کړي او د خلکو ژوند ګواښل یې شروع کړي دي.

دا هر څه په دې ولایت کې د ولایتي چارواکیو بې‌کفايتي ښيي او که حکومت دې ته پاملرنه و نه کړي؛ نو خدای مه کړه د دې ولایت وضعیت به لا پسې خراب شي او اوسېدونکي به یې له ډول ډول ستونزو سره مخ شي. له مرکزي حکومته غواړو چې دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي او د لغماني ولس تشویش له منځه یوسي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply